۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د څانګې مشر په هېواد کې د ژوند وضعیت مایوسوونکی بللی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان له لسو میلیونو افغانانو سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي د مرستې لپاره بودیجه نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۸مه) د دغه سازمان د افغانستان د څانګې مشر (هسیائو ویلی) له قوله وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي.
د هسیائو ویلی په وینا، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي، چې له دې جملې څخه د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د نشتوالي له امله ۱۰ میلیونو خلکو ته مرستې نه شي رسولی.
لی یادونه وکړه «زما ترټولو لویه اندیښنه دا ده، پداسې حال کې چې دا اړتیاوې یو څه کمې شوې، خو تر ډېره حده نه دي پوره شوي.»
د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو د رسولو لپاره ۲.۲ میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي دي چې د کوویډ-۱۹ترڅنګ د طالبانو د بیا واکمنيدو او وچکالۍ سربیره په اوکراین کې جګړې هم په افغانستان کې د خوراکي توکو پر بیو اغیزه کړی ده.
لی زیاته کړی:«د کوویډ۱۹ څخه مخکې، موږ ولیدل چې د ورځې کارګران کولی شي په اونۍ کې درې ورځې کار وکړي، اوس دوی په اوونۍ کې د یونیمې څخه تر دوه ورځو پورې کار کوي.»
د نړیوال خوراکي پروګرام دغه چارواکی دا هم وايي چې په افغانستان کې یو زیات شمېر کروندګر د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپل د اړتیا وړ توکي پلوري.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلاتو د کمېدو ډېر امکان دی.