د ازبکستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د پوځي الوتکې د غورځېدو پېښې په اړه د څېړنو په حال کې دي.
د روسيې د رسنیو د رپوټونو له مخې، د ازبکستان پوځي چارواکي د هغې ویډیو د ارزونې په حال کې دي چې پکې ښودل شوي د افغانستان د هوايي ځواک الوتکه د دغه هېواد په سویل کې رالوېدلې ده.
د زمري په ۲۵مه نېټه داسې تصویرونه خپاره شول چې د افغانستان د هوايي ځواک د یوې الوتکې ځینې برخې پکې ښودل شوي وې. ویل کېږي چې دا الوتکه د یکشنبې په ماښام د ازبکستان په سویل کې د افغانستان پولې ته څېرمه د سرخان دریا ولایت په شیرآباد سیمه کې غورځېدلې او یو افغان پوځي پکې ټپي شوی دی.
د ازبکستان دفاع وزارت زیاته کړې چې د پلټنو پایلې به په نږدې ورځو کې اعلان شي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو له خوا د بلخ له نیولو وروسته، د افغانستان د ملي اردو یو شمېر سرتېرو هڅه کوله د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته ولاړ شي، ددغه هېواد د ځواکونو له خوا ونیول شول.