• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه؛ د نجونو له حضور پرته او د ګډونوالو په کمښت سره

نیما نیما
۱۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783418802]
Social Media + AFP

Social Media + AFP

د طالبانو د ازموینو عمومي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د کانکور عمومي پایلې اعلان کړې. د دغې ادارې د اعلان له مخې، د پروان ولایت اوسېدونکی راشد د پهلوان زوی د کانکور د عمومي اول‌نمره په توګه معرفي شوی دی. هغه د کابل د طبي علومو پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی. طالبانو د کانکور د پایلو د اعلان پر مهال وویل، په دغې ازموینه کې له ټول افغانستانه د ښوونځیو او دیني مدرسو څه باندې ۱۱۷ زره فارغانو ګډون کړی و. د طالبانو په وینا، له دغو شاوخوا ۱۱۷ زروګډونوالو ۷۴ زره او ۵۰۰ تنه پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته بریالي شوي دي. دا د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د کانکور څلورم پړاو دی چې د نجونو له حضور پرته ترسره کېږي.

د ښوونځیو د کانکور ازموینې پنځه غوره کسان

د طالبانو د اعلان پر بنسټ، د پروان ولایت اوسېدونکی راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰.۴۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول‌نمره شوی او د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی. دغه راز د کونړ ولایت اوسېدونکی انعام‌الله د شیرزمان زوی د ۳۵۹.۰۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته لاره موندلې ده. د دې اعلان له مخې، د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالهادي د عبدالرحمن زوی هم د ۳۵۶.۹۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی محمد امین د محمدبشیر زوی د ۳۵۶.۹۶ نمرو په  ګټلو سره د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته لاره موندلې او د کانکور د څلورم غوره کس په توګه پېژندل شوی دی. دغه راز بسم‌الله  د محمدعمر زوی د ۳۵۶.۸۵ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړی، خو د طالبانو د ازموینو ادارې د هغه پوهنځي نوم نه دی ښودلی چې هغه ورته بریالی شوی دی.

 د دیني مدرسو پایلې

طالبانو له دې سره هممهاله د دیني مدرسو د کانکور ازموینې پایلې هم اعلان کړې دي. د دغه اعلان له مخې، د غور ولایت اوسېدونکی عبدالمجید د عبدالعزیز زوی د ۳۲۷.۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د پکتیکا مرکزي دارالعلوم ته لاره موندلې او لومړی مقام یې ګټلی دی. دغه راز د بدخشان ولایت اوسېدونکی خالد د قیمت‌الله زوی د ۳۲۰.۴۵ نمرو په ګټلو سره دویم مقام ترلاسه کړی دی. د طالبانو په وینا، د لغمان ولایت اوسېدونکي حامد د عبدالصمد زوی د ۳۱۹.۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړی دی.

د نجونو حذفول

د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د کانکور ازموینه د نجونو له حضور پرته ترسره شوه. په ۱۴۰۰ کال کې چې وروستی ځل نجونو د افغانستان په کانکور کې ګډون کړی و، د کابل ولایت اوسېدونکې د   سلګۍ موسی‌خان لور د تر ټولو لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول‌نمره اعلان شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، په ۱۳۹۹ کال کې لږ تر لږه ۲۱۰ زرو نجونو او هلکانو زده‌کوونکو په دغې ازموینه کې ګډون کړی و. په دغه کال کې، له کابله د محمد آصف مایل لېسې زده‌کوونکې شمسیې د محمد نسیم لور د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی و. شمېرې ښيي چې د سږکال د ګډونوالو شمېر د تېرو پنځو کلونو پرتله ۴۲ سلنه کم شوی دی.

له زده‌کړو یوه محرومه کړای شوې نجلۍ بهاره وايي: «کانکور یو عجیب نوم دی چې زما ژوند یې بدل کړی دی. سږکال هم د تېرو څلورو کلونو په څېر، په هېواد کې د نجونو کانکور ازموینه ترسره نه شوه. نن چې د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، سره له دې چې ځان خورا پیاوړی ښیم او ځان ته وايم چې دا مهمه نه ده، خو ان یوه ثانیه مې هم ونشوای کړای بېداره پاتې شم او وګورم چې څنګه زما د هیلو تخمونه پر خاورو بدل شول.»

دا نجلۍ زیاتوي: «څلور کاله وړاندې زه هم د زرګونو نورو نجونو په څېر د کانکور زده‌کوونکې وم او د کابل په یوه غوره ښوونیز مرکز کې مې درس وایه. موخه مې لرله او مبارزه مې کوله. راته مهمه نه وه چې د درس ویلو لپاره باید حجاب وکړم او محدودیتونه ومنم. تل مې له ځان سره ویل که د درس ویلو لپاره ان د چادرۍ/بورقې اغوستلو ته هم اړتیا وي، بیا به یې هم واغوندم؛ مهمه دا ده چې د درس ویلو اجازه لرم. خو داسې ونه شول.»

بهاره وايي: «څلور کاله وړاندې چې کله کورسونه بند شول، دومره ناهیلې وم چې پخپله راته عجیبه وه؛ داسې یو احساس چې هیڅکله مې نه و تجربه کړی. له دې سره سره، ما له دغې ناهیلۍ د درس ویلو لپاره د یوې انګېزې په توګه کار واخیست. زما کورنۍ له ما د هر ډول غبرګون تمه لرله، خو د درس د دوام نه. ما خپل ورځنی پروګرام لا سخت کړ، ټوله ورځ به مې ځان په خونه کې بنداوه او پر هغو اوازو مې باور درلود چې ویل یې په زمري میاشت کې خامخا د نجونو د کانکور ازموینه اخیستل کېږي. درې میاشتې مې په کور کې درس ووایه. وروسته مې یو کورس پیدا کړ چې په پټه یې درس ورکاوه. دقیقاً په ۱۴۰۲ کال کې زما په ډېر ټینګار سره کورنۍ مې موافقه وکړه او بېرته مې په هغه کورس کې نوم لیکنه وکړه. سهار وختي به راپاڅېدم او کورس ته به تلم؛ له فرعي لارو به ننوتلو او د بکس د وړلو اجازه مو نه لرله. خپل کتابونه به مو په یوه پلاستیکي کڅوړه کې اېښودل، داسې لکه ښوونځي ته چې ځو.»

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او دغه راز په پوهنتونونو او طبي موسسو کې د ښځو پر تحصیل بندیز لګولی دی. اوسمهال، افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو زده‌کړې منع کړې دي.

د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۰ لمريز کال کې او د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو ټول شمېر ۳۴۸ زره او ۸۱۰ تنو ته رسېده، چې له دې منځه ۲۴۶ زره او ۱۸۰ تنه هلکان او ۱۰۲ زره او ۶۳۰ تنې نجونې وې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.