• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

نیما نیما
۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791099974]
Social Media

Social Media

ځينې ویډیوګانې ۸صبح ورځپاڼې ته استول شوې چې پکې ښکاري یوه ښځه د خپل مېړه له خوا په بوږنوونکې بڼه وژل شوې ده. په یوې ویډیو کې د یوې ښځې جسد ښکاري چې په بدن کې یې د شکنجې نښې لیدل کېږي. د دغې ښځې د وژلو ویډيو دومره بوږنونکې ده چې د خپرولو نه ده. سرچینې ادعا کوي چې مېړه یې هغه په اور ګرم شوي سیخ شکنجه کړې ده. همدارنګه، سرچینې وايي چې دا ښځه د خپلو ماشومانو په مخکې د مېړه له خوا شکنجه شوې او له سختو وهلو ټکولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د نوریې په نوم د یوې ښځې ویډیوګانې چې ۸صبح ورځپاڼې ته استول شوې، له یوې بوږنوونکې وژنې پرده پورته کوي. په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د دغې ښځې د بدن ځينې برخې د شکنجې او وهلو ټکولو له کبله شنې اوښتې او په بدن کې یې د شکنجې نښې لیدل کېږي. د دغو ویډیوګانو تر شا د نوریې د خپلوانو او ښځو د چیغو غږونه هم اورېدل کېږي چې ژاړي.

سرچینې وايي چې دا ښځه نوریه نومېده او شاوخوا ۱۴ ورځې مخکې د غور د تیوره ولسوالۍ په «تنګي سرپنک» کلي کې وژل شوې ده. د سرچینو په خبره، نوریه ۳۲ کلنه وه او د مېړه له سختو شکنجو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د سرچینو په وینا، نوریه د غور د پسابند ولسوالۍ د «خواجه» کلي اصلي اوسېدونکې وه. هغې لس کاله مخکې واده کړی و او ترې درې لوڼې او یو هلک پاتې دی. د سرچینو د ادعا له مخې، د نوریې مېړه تازه له ایرانه راغلی و.

سرچینې وايي چې دا وژنه د نوریې او خواښې ترمنځ له یوه لفظي شخړې وروسته شوې ده. د سرچینو د ادعا له مخې، د نوریې مېړه هغه د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه کړې چې په پایله کې یې ساه ورکړې ده.

د سرچینو د ادعا له مخې، د نوریې جسد یوه شپه او ورځ د خپلو ماشومانو په مخکې پروت و او د هغې ورځې په سبا په کلي کې د جنازې له لمونځ وروسته یې مېړه پر وژنې اعتراف وکړ او ځان یې طالبانو ته وسپاره.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د فرزانې په نوم یوه بله ښځه هم د غور په پسابند ولسوالۍ کې د خپل مېړه له خوا شکنجه او د مېړه د بلې ښځې د زوی له خوا وژل شوې وه. هغه مهال سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې فرزانه څو وارې د خپل مېړه او د مېړه د کورنۍ د غړو له لوري شکنجه شوې وه. ډاکټرانو هم هغه مهال تایید کړې وه چې د هغې پر ستوني د رسۍ په وسیله د زندۍ کولو او ان د سوځېدو نښې لیدل شوې وې.

په غور کې د ښځو د وژنو په دوام، په ۱۴۰۳ کال کې یوه بله ښځه هم د پسابند ولسوالۍ د «دو برار شیخ‌ها» په سیمه کې د خپل مېړه له خوا وژل شوې وه. همداراز، د ۱۴۰۲ کال د غويي پر درېیمه، د غور د پسابند ولسوالۍ په «سنګان» سیمه کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې وه. په یوه بله پېښه کې بیا د غور مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمه کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې وه.

په ۱۴۰۲ کال کې په غور کې یو طالب چې غوښتل یې پر یوې پیغلې نجلۍ جنسي تېری وکړي خو د هغې له مقاومت سره مخ شو، ووژل شوه. په غور کې باوري سرچینو ویلي و چې د وژل شوې نجلۍ نوم زرمینه وه او د مرکز فیروزکوه ښار د «صاد سیاه» په سیمه کې د خپل پلار په کور کې په ‌ډزو وژل شوې ده. د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، هغه طالب چې د جنسي تېري په هڅه کې له ناکامېدو وروسته یې زرمینه وژلې وه، عبدالقدوس نومېده.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي و چې طالبان له خپل قضايي نظامه د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. د نوموړي په خبره، طالبانو د تېر حکومت قضايي دستګاه بدله کړې، د نارینه قاضیانو اکثریت او ټولې ښځینه قاضیانې یې له دندو ګوښه کړې او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو واکمنۍ د یوه کال له پوره کېدو وروسته په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی پراخ دی او نږدې له هرو لسو ښځو نهه یې د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی د ژوند د شریک له خوا تجربه کړی دی. دغه بنسټ د یوناما په حواله راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست او د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتو ترمنځ یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۸۷ پېښې ثبت کړې دي.

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په تېرو پنځو کالو کې په خپلو ګڼو راپورونو کې د کورني تاوتریخوالي له امله د ښځو د وژلو په اړه معلومات خپاره کړې دي. په راپورونو کې راغلي چې د ښځو او نجونو جبري ودونه، جنسي تېری او کورنی تاوتریخوالی زیات شوی او د ښځو د ملاتړو میکانیزمونو او قوانینو لغوه کېدو، وضعیت نور هم سخت کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.