د ۸صبح ورځپاڼې اسناد او ساحوي موندنې ښيي چې په کندهار کې طالبانو د عامې روغتیا رییس ګلمحمد عثمان، له نیول کېدو او د مالي، اداري او استخدامي فساد له څه باندې ۲۰ تورونو سره سره، چې د بستونو پلورل، له کار غوښتونکو د بډو اخیستل او له روغتیايي موسسو باج اخیستل پکې شامل دي، د طالبانو د مشر هبتالله دفتر ته نږدې کړۍ په ملاتړ د دې ډلې له محکمې برائت اخیستی او بېرته خپلې دندې ته راستون شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استخباراتو د هغه پر وړاندې له اسنادو او شواهدو سره، لږ تر لږه د فساد ۱۹ دوسیې جوړې کړې او شاوخوا ۴۸ کسانو هم ترې شکایت کړی دی. د دې راپور موندنې ښيي چې عثمان د طالبانو په اداري، عدلي او قضايي ادارو کې د خپلو کسانو د یوې شبکې په جوړولو او د هبتالله په دفتر کې د یوې کړۍ په ملاتړ، د کندهار د عامې روغتیا په برخه کې پراخ او پلان شوي فساد ته دوام ورکړی او له ګڼو دوسیو او مستندو تورونو سره سره لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د دې راپور ساحوي موندنې ښيي چې په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس په پراخ مالي، اداري او استخدامي فساد کې لاس لري. د اسنادو له مخې، د طالبانو ټولې ادارې له دې موضوع خبر دي؛ خو د اسنادو له وړاندې کېدو سره سره، د هغه د مالي او اداري فساد د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي. د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو استخباراتو په یوازې سر د عثمان ۱۹ سرغړونې او د فساد موارد په ګوته کړي او اړوندې دوسیې یې د دې ډلې محکمو ته سپارلې دي؛ خو نوموړي د طالبانو په محکمو کې د ځینو کسانو له نفوذ او ملاتړ او د هغوی له قسم خوړلو په ګټې اخیستنې سره د هبتالله د دفتر له لوري برائت ترلاسه کړی دی.
ع
کس
له دې سره هممهاله، هغه باخبره سرچینې چې د دې راپور لپاره ورسره خبرې شوې دي، تاییدوي چې ګلمحمد عثمان له عادي بستونو نیولې د مرستیالۍ تر بست پورې ټول اداري بستونه د پیسو په بدل کې پر خلکو پلوري. د راپور ساحوي موندنې ښيي چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له خلکو او د کار له غوښتونکو په دې پلمه پیسې اخیستې چې مناسب کار به ورته پیدا کړي؛ خو د پیسو له ترلاسه کولو وروسته یې هغوی ته دنده نه ده ورکړې

یوه باخبره سرچینه چې د دې راپور لپاره ورسره خبرې شوې دي، وايي: «لسګونو کسانو له ګلمحمد عثمانه شکایت کړی و چې په هغوی کې یو هم حقبین و. ګلمحمد عثمان حقبین ته د یوې مهمې دندې د برابرولو په بدل کې د هغه له شکایته برائت ترلاسه کړی و؛ خو تر اوسه یې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی او هغه ته یې دنده نه ده برابره کړې.»
یوه باوري سرچینه وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د یوه اداري بست د سپارلو په بدل کې له یوه پخواني څارنواله ۲۰ زره ډالر اخیستي او هغه یې د بشري سرچینو په بست کې ګومارلی دی. د دې سرچینې په وینا، دغه څارنوال چې د دې دندې د ترلاسه کولو لپاره یې بډې ورکړې، اوس د ورکړل شویو پیسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره اداري بستونه پلوري او له هغو کسانو هم پیسې غواړي چې د موسسو له لوري ګومارل کېږي.

د دې سرچینې په وینا، د هغو پیسو نیمايي چې دغه کس یې له بنسټونو او د اداري بستونو له غوښتونکو ترلاسه کوي، بېرته په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ګلمحمد عثمان ته ورکول کېږي.
سرچینه وايي، د دغو دوو کسانو په چارو کې د پراخې لاسوهنې او د ډېرو پیسو د ترلاسه کولو له امله، په کندهار کې مېشت بنسټونه په دغه ولایت کې د روغتیايي پروژو پلي کولو ته لېوالتیا نه لري.
دغه سرچینه وايي: «لسګونو کسانو له ګلمحمد عثمان څخه شکایت کړی و چې په هغوی کې یو هم حقبین و. عثمان په دې شرط د هغه له شکایته برائت ترلاسه کړ چې یوه مهمه دنده به ورته برابروي؛ خو تر اوسه یې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی او هغه ته یې دنده نه ده برابره کړې.»

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، دغه کسان له بنسټونو د پیسو پر اخیستو سربېره، په روغتونونو، په ځانګړې توګه په میرویس حوزوي روغتون کې هغه کسان ګوماري چې د عامې روغتیا رییس ته یې پیسې ورکړې وي. په دغه بهیر کې ان د نرسانو او چوکیدارنو بستونه هم شامل دي.
سرچینه وايي، هغه موسسې چې په کندهار کې خپل فعالیت پیلوي، ګلمحمد عثمان د هغوی د فعالیت د تایید او موافقې په پلمه، له ۲۰ زرو تر ۵۰ زرو ډالرو پورې پیسې غواړي.
سرچینه وايي: «د کومې موسسې رییس یا د پروژې مسوول چې عثمان ته پنځه یا شپږ زره ډالر ورنه کړي، نه ګومارل کېږي. هغه په بېلابېلو پلمو ورته ستونزې جوړوي او د جمهوریتي د نوم او نورو مسایلو په تړاو یې د طالبانو په لومه کې اچوي.»
د دې سرچینې په وینا، په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس په ټولو دولتي روغتونونو کې د ناقانونه عایداتي سرچینو د جوړولو هڅه کوي او له دې لارو سلګونه زره افغانۍ ترلاسه کوي.
یوه باخبره سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وايي ګلمحمد عثمان د خپلو له فساده ډکو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره یوه ځانګړې څارونکې ډله هم ګومارلې وه چې د هغه لپاره یې د پیسو راټولولو دنده لرله. د دې سرچینې په وینا، څه موده مخکې د دې ډلې یو شمېر غړي د طالبانو له لوري نیول شوي او لا هم په زندان کې دي.
له دې سره هممهاله، بله سرچینه وايي چې نږدې ۴۸ کسانو په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس پر وړاندې د بېلابېلو ادعاوو له امله د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ډلې په محکمو کې شکایتونه ثبت کړي وو.
له ځینو دغو کسانو سره د ګومارنې ژمنې شوې وې، ځینې نور په بېلابېلو پلمو له کار کولو منع شوي وو او یو شمېر نور هم له خپلو دندو ګوښه شوي وو. دغه راز، ځینې نور کسان هم په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا له رییس سره په تړلو مالي فسادونو کې ښکېل بلل شوي دي.

د یوې سرچینې په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا رییس له ګڼو شکایتونو سره تر مخ کېدو وروسته، د محکمې پر ځای هڅه وکړه چې د قومي مشرانو، په ځانګړې توګه د کندهار د روغتیايي شورا په منځګړیتوب، د شکایت کوونکو ستونزې او شکایتونه له بېلابېلو لارو هوار کړي؛ خو له دې هڅو سره سره، ډېری کسانو لا هم له ګلمحمد عثمانه شکایتونه لري..
د مالي فساد په لړ کې، د خلکو د شکایتونو له زیاتېدو او د ګلمحمد عثمان پر وړاندې د ګڼو دوسیو له امله د طالبانو د مشر ملا هبتالله دفتر اړ شو چې په دې موضوع کې لاسوهنه وکړي او د نوموړي پر وړاندې د مطرح شویو تورونو په اړه څېړنې پیل کړي. دغه دفتر د طالبانو قضايي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د ګلمحمد عثمان ټولې دوسیې وڅېړي.

یوه سرچینه وايي، د دې لارښوونې له صادرېدو وروسته، د طالبانو محکمو د عامې روغتیا د رییس د دوسیو د څېړلو بهیر چټک کړ. خو کله چې ګلمحمد عثمان او شکایت کوونکي محکمې ته ورغلل، نوموړي د محکمې د غونډو له پیل مخکې د عامې روغتیا ریاست یو شمېر کارکوونکي او د ښار نور کسان د پیسو په بدل کې وګومارل، څو د ده پر وړاندې مطرح شوې ادعاوې او تورونه بېاعتباره وښيي. د دې سرچینې په وینا، دغو کسانو د قسم په خوړلو سره د شکایت کوونکو پر ضد شاهدي ورکړه.
د دې سرچینې په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا رییس خپل نیمایي وخت د دې ډلې په عدلي او قضايي ادارو کې تېروي او د خپل وخت لویه برخه له خلکو سره پر شخړو او حقوقي دوسیو تېروي.
د شته معلوماتو له مخې، ګلمحمد عثمان محکمې ته د شکایت کوونکو تر ورتګ مخکې له ځینو کسانو سره جوړجاړی کړی و. د دغو هوکړو په اډانه کې یې ځینو ته په بنسټونو کې د دندو ژمنې ورکړې وې، له ځینو نورو سره یې د نغدو پیسو د ورکړې ژمنه کړې وه او یو شمېر کسانو ته یې ډاډ ورکړی و چې په خپله کاري برخه کې به په ازاده توګه فعالیت کولای شي او د هغه د اړوندو کسانو له څارنې به خوندي وي.

سرچینې وايي، په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست شته اسنادو او د خلکو ګڼو شکایتونو داسې زمینه برابره کړې وه چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ونیول شي او زنداني شي؛ خو نوموړی یو ځل بیا ازاد شوی او بېرته خپلې دندې ته راستون شوی دی.
سرچینه وايي، ګلمحمد عثمان خپلو ځینو نږدې کسانو ته ویلي چې د ۳۰ زرو ډالرو په ورکړې یې ځان د ښاري محکمې له پرېکړې ژغورلی او په دویم ځل یې د ریاست څوکۍ ترلاسه کړې ده. د عثمان په وینا، د ملا هبتالله په دفتر کې یوه ځانګړې کړۍ د هغه ملاتړ کوي او ستونزې یې هواروي.
د دې راپور له مخې، د طالبانو د کندهار د عامې روغتیا ادارې د رییس ګلمحمد عثمان پر وړاندې څه باندې ۲۰ تورونه مطرح شوي چې په هغو کې مالي، اداري او استخدامي فساد، د دولتي بستونو پلورل او له روغتیايي بنسټونو د پیسو اخیستل شامل دي.
ګلمحمد عثمان د طالبانو په بېلابېلو محکمو او ادارو کې د فساد له ګڼو دوسیو سره سره، لا هم د یوې داسې کړۍ ملاتړ له ځانه سره لري چې غړي یې د هغه په فسادونو کې په لاس لرلو تورن دي او له دغو فعالیتونو ګټه ترلاسه کوي.
د شته معلوماتو له مخې، دغه کړۍ د یوې پلان شوې ځنځیري شبکې په څېر فعالیت کوي او غړي یې په بېلابېلو برخو کې د عامې روغتیا په رییس پورې له اړوند فسادونو ګټه اخلي. د سرچینو په وینا، د دې کړۍ غړي د کندهار د پخوانۍ ولایتي شورا له ځینو غړو، په دغه ولایت کې د طالبانو د والي له اړوندو کسانو، عدلي او قضايي ادارو، د احکامو او تعقیب او څارنې ریاست او د هبتالله د دفتر له یو شمېر کسانو جوړ دي..
له ګلمحمد عثمانه د خلکو د شکایتونو له زیاتېدو او د هبتالله د دفتر له لوري د هغه د فساد د دوسیو د څېړلو د امر له صادرېدو وروسته، عثمان او د هغه اړوندې کړۍ د نوموړي د برائت ترلاسه کولو لپاره ځانګړې هڅې پیل کړې.

د دغې کړۍ له درې میاشتنيو څېړنو او هڅو وروسته، د هبتالله دفتر وتوانېد چې د دې رییس لپاره له محکمې د برائت حکم ترلاسه کړي او هغه یو ځل بیا خپلې دندې ته راستون شي.
۸صبح ورځپاڼې ته داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي هبتالله د ګلمحمد عثمان د برائت حکم صادر کړی دی.
په دغو اسنادو کې د لیکل شوې نېټې له مخې، ګلمحمد عثمان د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د پنځمې میاشتې پر ۱۷مه نېټه، د محکمې د رسمي پرېکړې له مخې د برائت حکم ترلاسه کړی دی.
دا سند د طالبانو د محکمې د سوېل لوېدیځ زون د تمیز د امنیت دیوان د ملکي امنیت له عمومي ریاسته ترلاسه شوی دی. په دې سند کې د طالبانو د استخباراتو د ۱۹ بېلابېلو دوسیو یادونه هم شوې او ادعا شوې چې دغه دوسیې له ګلمحمد عثمان سره هېڅ تړاو نه لري.
۸صبح ورځپاڼې د کندهار د طالبانو له محکمې بل سند هم ترلاسه کړی چې ښيي د کندهار د عامې روغتیا رییس ګلمحمد عثمان د خپلې دندې له صلاحیته د ناوړه ګټې اخیستنې په تور، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د دویمې میاشتې پر ۲۸مه نېټه له دندې ګوښه شوی و.



