• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

خیرالدین رحماني

خیرالدین رحماني خیرالدین رحماني
۲۷ تله/میزان ۱۴۰۰ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱ [t_time:1634656240]

د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.

د ښوونځي له وخته مې دا هیله وه، چې لوړې زده‌کړې وکړم او د پوهنتون استاد شم. ډېر وخت به مې ذهن کې د یوه استاد خیالونه مجسمول، چې له محصلینو سره ښه چلن لري، ملګری دی او د هغوی ستونزې درک کوي. ګومان کوم دا ذهنیت مې د دیکتاتورانه زده‌کړیز نظام کې مې چې زده‌کړه کړې، سرچینه اخلي.

البیروني پوهنتون کې مې د ماسټرۍ دورې له پای وروسته په کابل کې پر رسنیزو چارو پیل وکړ او ورته وخت کې مې هیله لرله، چې خپلو نورو زده‌کړو ته هم دوام ورکړم. له درییو کالو کار او له رسنیزو فعالیتونو وروسته، د ایران یوه بورسیه مې ترلاسه کړه. دا چې په څومره ستونزو مې دوه کاله دلته زده‌کړې وکړې، بیل داستان لري. ګرانه ده، چې هم د پوهنتون له زده‌کړو سترس ولرې او هم له مالي ستونزو. د انګریزي لیکوال سامرست موام په خبره «په دنیا کې له بل هر څه څخه له بل چا د پیسو غوښتلو اندېښنه نه شته… پیسې لکه شپږم حس که نه وي، هغه نور پنځه حسونه هم کار نه کوي.»

شاوخوا یوه میاشت مخکې مې چې خپل تیزس ختم کړ، ډېری وخت مې فکر کاوه، چې دفاع یې کړم که نه. له ډېرې ناهیلۍ سره سره مې پرېکړه وکړه، چې خپل تېزس دفاع کړم. د لویانو په خبره، هیله‌من د کیسې پای ته تمه دي، خو ناهیلې کیسه پای ته رسوي. اوس مې له فراغته یوه میاشت ووته، خو د لیلیې په یوه کنج کې ګونګ او مبهوت پروت یم او خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو یا له کورنۍ سره په خبرو تېروم.

د دولت تر سقوط وړاندې به چې له پلار سره په تیلفون غږېدم، اوله پوښته به یې دا وه: «کله دې درسونه ختمېږي او بېرته راستنېږې؟» د دولت تر سقوط وروسته هم د پلار د خبرو انداز او هم یې پوښتنې بدلې شوې دي. پوهېږم څومره خپل زوی ته اندېښمن دی او څومره یې زړه غواړي خپل زوی یو ځل بیا په غېږ کې ونیسي؛ خو د هېواد ناوړه وضعیت ته په کتو وايي: «زویه! څنګه کوې، راځې؟ دلته هم حالت ښه نه دي.»

اوس په تهران کې له دوو کالو پاتېدو وروسته مې زړه کورنۍ او هېواد ته تنګ شوی، خو له سرګردانۍ او ناهیلۍ سره سره نه پوهېږم څه وکړم؟ وطن ته لاړ شم که دلته پاتې شم؟ که لاړ شم په کومه هیله او که پاتې شم، د څه لپاره؟

نه غواړم ناهیلي خپره کړم، ژوند نباید مطلق تور ووینو، دا توروالی یوازې د ژوند نه دی، بلکې د هغو شرایطو دي، چې نور یې رامنځته کوي. پوهېږم بیا ښې ورځې راځي، خو ورپسې تورې او بیا ښې ورځې او بیا تورې او بیا ښې؛ خو زموږ عمر بیا په ځوانۍ کې نه راګرځي. کله چې په ځوانۍ کې د خپلو هیلو د ترلاسي لپاره له خپل ماشومتوبه تېر شو او غوښتل مو هر وخت زده‌کړه وکړو، پایله یې نباید دا وي، چې نورو هېوادونو ته کډوال شو او بېرته یې له صفره پیل کړو.

ومې لېدل چې څنګه زما او زما د همزولو د هیلو ماڼۍ ونړېدې. ګرانه ده، چې هیلې دې د لرګیو په څېر وسوزي او هک حیران ورته وګورې. اوس یوازې موږ د ژوندانه درنو څپېړو ته له نیم کښو سترګو او ژوبل بدن سره پاتې یو. موږ تر شونډو لاندې پر ژوندانه لعنت وایو، خو پر ځمکه نه غورځېږو. موږ ټول چې تسلیمۍ ته منتظر یو، خو نه تسلیمېږو. موږ به هم پر یوازیتوب او هم پر مرګ برلاسي شو. له موږ به داسې کومه بده پېښه نه وي پاتې، چې لیدلې به مو نه وي. موږ به یو ځل بیا وخاندو.


تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.