• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق راپور؛امریکا: طالبانو له ماشومانو جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړی دی

نیما نیما
۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791617357]
social media

social media

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه د دې ادارې د ۲۰۲۶ کال راپور کې ویلي چې طالبانو د دې ښکارندې  د مخنیوي لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د لږ تر لږه معیارونو د پوره کولو لپاره یې هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی. د راپور له مخې، د ارزونې په موده کې د ماشومانو جذبول او په جګړه‌ییزو او ملاتړو رولونو کې ترې ګټه اخیستل او همداراز د طالبانو په لیکو کې له هلکانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په ځانګړي ډول د «بچه‌بازۍ» په بڼّ لا هم دوام لرلی دی. دغه وزارت ویلي چې طالبانو د انسانانو د قاچاق اړوند د څېړنو یا محکومیتونو هېڅ راپور نه دی ورکړی او د دې ښکارندې د قربانیانو د پېژندلو یا ملاتړ په اړه هم کوم راپور نشته. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه د طالبانو محدودیتونو او د نادولتي ادارو د فعالیتونو پر وړاندې رامنځته شویو خنډونو، ملاتړو خدمتونو ته د قربانیانو لاسرسی ستونزمن کړی دی. په راپور کې څرګنده شوې چې د انسانانو د قاچاق قرباني ښځې او نجونې له جنسي ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کېږي. د راپور له مخې، طالبانو هغه ماشومان نیولي چې په واټونو کې سوالګري کوي، خو د انسانانو د قاچاق د نښو له ارزونې پرته یې په توقیف‌ځایونو کې له لویانو سره یوځای ساتلي او د جبري کار، فزیکي ځورونې او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره یې مخ کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق په اړه د ۲۰۲۶ کال راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې افغانستان لا هم د دغه وزارت د انسانانو د قاچاق په نوملړ کې په درېیمه  کچه کې دی او طالبانو د دې ښکارندې پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی. د راپور له مخې، په افغانستان کې د انسانانو قاچاق، په ځانګړي ډول د هېواد دننه قاچاق، په پراخه کچه دوام لري. دغه وزارت همداراز له ماشومانو، په ځانګړي ډول د طالبانو په لیکو کې د «بچه‌بازۍ» په بڼه له هلکانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډله د هویتي اسنادو په جعلولو او د ماشومانو د عمر په بدلولو سره هغوی خپلو لیکو ته جذبوي.

په راپور کې راغلي چې ځینې افغانې ښځې او نجونې چې په افغانستان، هند، ایران او پاکستان کې پلورل کېږي، د خپلو نویو مېړونو له خوا له جنسي قاچاق او په کورونو کې له جبري خدمتګارۍ سره مخ کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، افغان نارینه او هلکان هم په کرنه او ودانیزو چارو کې تر ډېره په ایران، پاکستان، یونان، ترکیه او د خلیج په هېوادونو کې جبري کار او د پور له امله له اسارت سره مخ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ځینې بېوزلې کورنۍ یا هغه کورنۍ چې له درنو پورونو سره مخ دي، خپل ماشومان پر قاچاق‌ کوونکو پلوري، کم‌عمره نجونې د پیسو په بدل کې واده کوي یا یې له افغانستانه د تېښتې لپاره جبري ودونو ته اړ باسي. د راپور له مخې، ځینې کورنۍ له فزیکي تاوتریخوالي  په ګټې اخیستنې خپل ماشومان کار کولو په ځانګړي ډول په واټونو کې سوالګرس ته اړ باسي.

د محکمو جزایي اصول‌نامه؛ د انسانانو د قاچاق روښانه تعریف نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په یوه برخه کې د طالبانو د محکمو جزایي اصول‌نامې ته اشاره کړې چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې خپره شوې ده. د دغه وزارت په وینا، طالبانو په دې اصول‌نامه کې د انسانانو قاچاق منع کړی او د دې جرم د لومړي، دویم او درېیم ځل ارتکاب لپاره یې له یوه تر درېیو کلونو پورې د بند سزا ټاکلې ده. خو په راپور کې ټینګار شوی چې په دې اصول‌نامه کې د انسانانو د قاچاق روښانه تعریف نه دی وړاندې شوی او ټاکل شوې سزاوې هم په کافي اندازه  مخنیوونکی دی. پر دې سربېره، د حقوقي کارپوهانو په وینا، د دې اصول‌نامې ځینې مادې داسې تنظیم شوې دي چې په ضمني ډول د غلامۍ اړوند مفاهیم په رسمیت پېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، حقوقي کارپوهانو په نوې اصول‌نامه کې د انسانانو د قاچاق د روښانه تعریف د نشتوالي، د انسانانو د قاچاق او د کډوالو د قاچاق د مفاهیمو د ګډولو، مدافع وکیل ته د لاسرسي د حق په اړه د څرګندو تضمینونو د نشتوالي او د هغو میکانیزمونو له شتوالي پرته پر اعترافونو د تکیې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د زور او فشار له لارې د اعتراف اخیستلو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو د انسانانو د قاچاق په جرمونو کې د احتمالي لاس لرلو په تور د خپلو غړو د قضایي تعقیب هېڅ راپور نه دی ورکړی. د دغه وزارت په وینا، د طالبانو په منځ کې له سزا څخه معافیت یوه جدي ستونزه ده او په دې ډله کې د حساب‌ورکونې رسمي نظام نشته.

په همدې حال کې، څارونکو راپور ورکړی چې طالبانو په نیمروز ولایت کې د انسانانو د قاچاق په تور ۲۰ شکمن کسان نیولي دي؛ خو د دغو قضیو جزییات روښانه نه دي او احتمال شته چې دغه نیونې له نورو جرمونو سره تړاو ولري.

د بچه‌بازۍ دوام او د ماشومانو د سرتېرو جذبول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د بچه‌بازۍ له رسمي ممنوعیت سره سره، دا ښکارنده لا هم په افغانستان کې دوام لري. څارونکو راپور ورکړی چې په ځینو مواردو کې د طالبانو غړي هم په دې عمل کې ښکېل وو.

د راپور له مخې، طالبان ماشومان د جګړه‌ییزو او ملاتړو رولونو د ترسره کولو لپاره جذبوي او ترې کار اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، څارونکو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د دې ډلې سیمه‌ییزو غړو د ماشومانو په هویتي اسنادو کې د عمر په جعلي ثبتولو سره، د طالبانو په لیکو کې د هغوی د جذب زمینه برابروله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې بچه‌بازي هغه عمل ته ویل کېږي چې پکې تر ډېره کم‌عمره هلکان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او ساعت‌تېرۍ لپاره کارول کېږي. د راپور له مخې، د دې ښکارندې قربانیان عموماً له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې عمر لري او ځینې یې تښتول کېږي یا یې بېوزلې کورنۍ پلوري.

په راپور کې همداراز راغلي چې ماشومان د زور او دوکې له لارې، د افغانستان او پاکستان په ښوونځیو کې هم جذبېږي. د راپور له مخې، یو شمېر دغه ماشومان په جهادي مدرسو کې شاملېږي چې ویل کېږي، د دیني زده‌کړو ترڅنګ پوځي روزنه هم ورکوي.

د راپور له مخې، د خراسان څانګې داعش په څېر ډلې هم ماشومان په پوځي فعالیتونو کې کاروي؛ لکه د وسلو لېږدول، جاسوسي، د اډو ساتنه او د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو د خپلو ځواکونو له لیکو د ماشومانو د پېژندلو او ایستلو لپاره د «صفونو د تصفیې» په نوم کمېسیون جوړ کړی، خو د ماشومانو د ناقانونه جذب د مخنیوي لپاره د دې ډلې اقدامات کافي نه دي. له دې سره سره، یوې نړیوالې ادارې له طالبانو سره تر خبرو وروسته د ۵۸ ماشومانو د خوشې کېدو زمینه برابره کړې او  بېرته یې ټولنې ته د هغوی د ستنېدو او بیا ادغام ملاتړ کړی دی.

د انسانانو د قاچاق له قربانیانو سره د اغېزناک ملاتړ نشتوالی

په راپور کې راغلي چې طالبان د انسانانو د قاچاق د قربانیانو د پېژندلو او ملاتړیزو خدمتونو ته د هغوی د ورپېژندلو لپاره اغېزناک او رسمي نظام نه لري. د راپور له مخې، یو نادولتي سازمان په کابل کې د هغو ښځو لپاره درې پناه‌ځایونه اداره کوي چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې دي؛ په دغو ښځو کې د انسانانو د قاچاق احتمالي قربانیانې هم شاملې دي. یو بل نادولتي سازمان هم په کابل کې د جرمونو د قرباني ماشومانو او بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره دوه پناه‌ځایونه لري چې د انسانانو د قاچاق له قرباني ماشومانو سره هم د ملاتړ خدمتونه وړاندې کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوازې د ماشومانو د هوساینې یو محدود شمېر مرکزونه او روزنتونونه اداره کوي او دغه مرکزونه د انسانانو د قاچاق قربانیانو ته ځانګړي خدمتونه نه وړاندې کوي. په راپور کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق له بالغو قربانیانو د ملاتړ لپاره د پناه‌ځایونو ورته نظام نشته.

په راپور کې راغلي چې طالبانو په ګڼو مواردو کې د انسانانو د قاچاق احتمالي قربانیان، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې په واټونو کې سوال کوي، د قاچاق د نښو له ارزونې پرته نیولي دي. د راپور له مخې، ځینې دغه ماشومان په توقیف‌ځایونو کې له لویانو سره یوځای ساتل شوي او د جبري کار، فزیکي ځورونې او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ شوي دي. د دغه وزارت په وینا، په افغانستان کې د قربانیانو د پېژندلو او ملاتړو مرکزونو ته د ورپېژندلو بهیر د هرې قضیې له مخې او له منظم نظام پرته ترسره کېږي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرچینو له سختو کمښتونو سره مخ و، د قربانیانو د پېژندلو لپاره یې معیاري کړنلارې نه لرلې او د دوامدار ملاتړ د وړاندې کولو وړتیا یې نه لرله.

د طالبانو محدودیتونه او د ښځو د زیان‌مننې زیاتوالی

په راپور کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول زده‌کړو او کار ته د هغوی د لاسرسي محدودولو د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د دې ډلې زیامنیتا زیاته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار بندیز او د نادولتي ادارو پر فعالیتونو لګول شویو محدودیتونو، د قربانیانو لپاره د ملاتړو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغو ادارو وړتیا کمه کړې ده. د محرم د نه لرلو له امله د ښځینه کارکوونکو نیول هم د هغو خنډونو له ډلې بلل شوي چې ملاتړ فعالیتونه یې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د جنسي قاچاق قربانیان په ځینو مواردو کې د ناوړه ګټې اخیستنې د پېښو له راپور ورکولو ډډه کوي؛ ځکه د طالبانو له سزا او ټولنیزې بدنامۍ وېره لري. دغه اندېښنه په ځانګړي ډول په هغو مواردو کې مطرح ده چې قربانیان ښايي د هغو کړنو له امله مجازات شي چې د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې په پایله کې ورباندې تپل شوې دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو منلې ده چې د هغو کړنو لپاره بدني سزاوې عملي کوي چې د دوی په نظر اخلاقي جرمونه ګڼل کېږي؛ په دې کې له واده بهر جنسي اړیکې هم شاملې دي. د راپور له مخې، دا کار د جنسي قاچاق قربانیان د ناوړه ګټې اخیستنې د پېښو له راپور ورکولو راګرځوي؛ ځکه ښايي یوازې د هغو کړنو له امله مجازات شي چې په مستقیم ډول د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې په پایله کې ورباندې تپل شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو د بچه‌بازۍ د قربانیانو د ملاتړ یا د دې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي. همداراز، د راپور له مخې، طالبان د جنسي قاچاق په اړه له بحث سره مخالفت کوي او په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د ملاتړو خدمتونو د وړاندې کولو اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کې د انسانانو قاچاق او د کډوالۍ لارې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق د وضعیت په اړه په برخه کې ویلي چې په افغانستان کې د انسانانو کورنی قاچاق له پولې هاخوا قاچاق څخه ډېر پراخ دی او نارینه، ښځې او ماشومان په بېلابېلو برخو کې له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ کېږي. په دغو برخو کې جبري خدمتګاري، غالۍ اوبدل، د خښتو جوړول، کرنه، کان‌کېندنه او ودانیز کارونه شامل دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې د انسانانو د قاچاق قرباني ماشومان په بېلابېلو برخو کې ترې د ګټې اخیستنې له خطر سره مخ دي. په دې برخو کې د پور په بدل کې جبري کار، په کورونو کې خدمتګاري، غالۍ اوبدل، د خښتو په بټیو کې کار، شپونتوب، کرنه، ودانیز کارونه، کان‌کېندنه، سوالګري ، ټیټ‌مهارته کارونه، د کوکنارو کرل، د مالګې استخراج، واړه جرمونه، د نشه‌یي توکو او وسلو قاچاق، د لاریو چلول او د مېلمه‌پالنې په برخه کې کار کول شامل دي.

په راپور کې راغلي چې قاچاق‌ کوونکي له ایران او پاکستانه افغانستان ته را ستنېدونکي کسان، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او له پخواني حکومت سره تړلې کورنۍ په نښه کوي. د راپور له مخې، په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي کسان او هغه کسان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هم د انسانانو د قاچاق پر وړاندې له زیان‌منونکو ډلو ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، قاچاق‌ کوونکي په زیاتېدونکي ډول له ټولنیزو شبکو د دروغجنو ژمنو په ورکولو سره د قربانیانو د جذبولو لپاره کار اخلي. ځینې افغانان هم په بهرنیو هېوادونو کې د کار موندلو لپاره منځګړو ته پیسې ورکوي؛ خو یو شمېر یې په مطلوبو هېوادونو کې له جبري کار یا جنسي قاچاق سره مخ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران، پاکستان، ترکیه او اروپايي هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ له مهمو موخو دي. په همدې حال کې، افغان نارینه او هلکان په ایران، پاکستان، یونان، ترکیه او د خلیج په هېوادونو کې د کرنې او ودانیزو چارو په برخو کې له جبري کار او د پور له امله له اسارت سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کډوال د ایستلو او افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې، چارواکو ته د ناوړه ګټې اخیستنې د پېښو راپور نه ورکوي.

د راپور له مخې، د افغانستان د پوځ پخواني سرتېري چې له طالبانو پټ شوي یا له دې ډلې تښتېدلي دي، د مالي بې‌ثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله د روسیې او اوکراین په جګړه کې د ګډون لپاره د جذبېدو له خطر سره مخ دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې طالبانو، سره له دې چې د انسانانو د قاچاق د منع کولو اعلان یې کړی او د دې ښکارندې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره څلور کلنه تګلاره جوړه کړې، د دغو اقداماتو د اغېزناک پلي کېدو په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړی. دغه ډلې د ماشومانو د سرتېرو د جذب د مخنیوي یا د سوداګریزو جنسي خدمتونو د غوښتنې د کمولو لپاره هم د پام وړ هڅې نه دي کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ادارې د ۲۰۲۵ کال راپور کې هم ویلي وو چې طالبانو د انسانانو د قاچاق پر وړاندې هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی او د دې ډلې جنګیالیو ماشومان په خپلو لیکو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې لپاره جذب کړي وو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.