• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793274582]
AFP

AFP

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبانو له لاسوهنو او ناسم چلنده شکایت کوي. د دوی په وینا، محتسبان د شپې او ورځې په بېلابېلو وختونو کې د خلکو ورځنی ژوند څاري، د هغوی په کسب و کار او شخصي چارو کې لاسوهنه کوي او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی غمی (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو محتسبان هره ورځ د خلکو په ورځني ژوند کې لاسوهنه کوي او هغوی یې د عادي ژوند کولو له فرصت څخه بې‌برخې کړې دي.

نوموړی وايي: «کله چې سهار له کوره دوکان ته روانېږم، محتسبان د سړک پر غاړه ولاړ وي. کله چې مې ودروي، د یوې پلمې په لټه وي. کله راته وايي چې د موټر د ټیپ غږ لوړ کړه، څو وګوري چې سندرې اورم که نه؛ کله بیا راڅخه پوښتي چې ولې مې په ږیره کې لاس وهلی دی. د دې پوښتنو ترڅنګ، د منافق، فاسق او دې ته ورته کلمو په کارولو راته سپکاوی کوي. داسې چلند کوي، لکه موږ چې مسلمانان نه یو. له ژونده په تنګ شوې یو.»

د کندهار اوسېدونکي وايي، د طالبانو د محتسبانو څارنه یوازې تر بازارونو او عامو ځایونو محدوده نه ده، بلکې هغوی د جوماتونو په دننه کې د خلکو د عبادت پر مهال هم لاسوهنه کوي. د هغوی په خبره، دا ډول چلند د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ان د عبادت، کار او حلالې روزۍ ګټلو پر مهال یې د ارامۍ احساس ترې اخیستی دی.

د کندهار ښار د اوومې ناحیې یو دوکاندار ولید (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو د محتسبانو له چلنده دومره ستړی شوی چې نور په ډاډه زړه جومات ته د لمانځه ادا کولو لپاره هم نه شي تللی. د هغه په وینا، محتسبان له لمانځه وروسته لمونځ کوونکي اړ باسي چې شاوخوا ۳۰ دقیقې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي.

د کندهار دغه اوسېدونکی زیاتوي: «یوه ورځ مې د مازدیګر لمونځ په جماعت ادا کړ. د تل په څېر د دعا لپاره تم نه شوم او د جومات د دروازې پر لور روان شوم. لا مې درې ګامه نه و اخیستي چې غږ یې راباندې وکړ: هی، تاته وایم! چېرته ځې؟ کله چې بېرته ور وګرځېدم، ومې لیدل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسب دی. ورته ومې ویل چې کار لرم، څه شوي دي؟ راته یې وویل: راشه، کېنه چې څو خبرې درسره وکړو. خو زه خپل دوکان ته لاړم.»

د هغه په وینا، محتسبانو په جومات کې نورو لمونځ کوونکو ته ویلي و چې دی منافق او فاسق دی او د دیني خبرو اورېدل نه خوښوي. ولید زیاتوي چې محتسبانو يې وروسته دوکان پیدا کړ او سهار وختي یې دوکان ته ورغلل.

ولید وايي: «دوکان ته مې راغلل او ډېرې سپکې او له تحقيره ډکې خبرې یې راته وکړې. ویل یې چې زندان ته دې اچوو او هډوکي دې ماتوو. د حیرانتیا خبره دا وه چې ویل یې، تر هغه دې نه خوشې کوو، څو دې مسلمان نه کړو. لنډه دا چې د خلکو توهین او سپکاوی کوي.»

د شپې له‌خوا د کورونو او مېلمستونونو څارنه

د کندهار ښار یو شمېر نور اوسېدونکي هم وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان، په ځانګړي ډول د جمعې په شپو کې د ښار په کوڅو کې ګرځي، د خلکو د کورونو او مېلمستونونو مخې ته درېږي او د کورونو دننه خبرو او باڼدارونو ته غوږ نیسي. د دوی په وینا، محتسبان د کورونو مخې ته او د دېوالونو ترڅنګ تم کېږي، څو معلومه کړي چې په کورونو کې سندرې غږول کېږي، کوم محفل (بانډار) جوړ شوی یا داسې بل فعالیت روان دی چې د طالبانو د لارښوونو سره په ټکر کې وي.

د کندهار ښار د حاجي عرب سیمې یو اوسېدونکی وحید (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو محتسبان د شپې له‌خوا د خلکو د کورونو او مېلمستونونو مخې ته درېږي او فعالیتونه یې تر څارنې لاندې نیسي.

د کندهار دغه اوسېدونکی وايي: «یوه شپه د سهار شاوخوا یوه بجه یې زموږ د مېلمستون دروازه په زور وټکوله. په ډېرې وارخطایۍ مې دروازه پرانیسته. ومې لیدل چې د امر بالمعروف محتسبان دي. پرته له دې چې څه وپوښتي، نېغ د مېلمنو خونې ته ننوتل او ټول ناست کسان یې ووېرول. ما ترې وپوښتل چې خیر خو دی، څه پېښه شوې ده؟ خو نه یې سلام وکړ او نه یې په درناوي خبرې وکړې. ویل یې چې ولې فسق او فجور کوئ؟ ایا نه پوهېږئ چې دا ډول بانډارونه منع دي؟ وروسته یې ټوله خونه ولټوله، څو داسې څه پیدا کړي چې د محتسبانو په اند د مقرراتو خلاف وي. موږ په خپل کور کې هم د خوندیتوب احساس نه کوو؛ ایا دا هماغه امنیت دی چې طالبان یې ادعا کوي؟»

په کورونو کې د ښځو پر ژوند د محدودیتونو د لګولو هڅې

د کندهار ښار د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی فدا محمد (مستعار نوم) وايي چې د مازدیګر لمانځه پر مهال د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر پنځه محتسبان یې د استوګنې سیمې یوه نږدې جومات ته ورغلي و. د هغه په وینا، د لمانځه له پای ته رسېدو سره سم، دوو محتسبانو د جومات دواړه دروازې وتړلې او لمونځ کوونکو ته یې د وتلو اجازه ورنه کړه.

د کندهار دغه اوسېدونکی وايي، محتسبانو له لمونځ کوونکو غوښتي و چې د هغوی د دعوت او ارشاد خبرو ته غوږ ونیسي؛ خو د هغه په خبره، د دغو خبرو ټوله محتوا د خلکو پر سپکاوي او تحقیر ولاړه وه.

فدا محمد زیاتوي: «د مازدیګر لمانځه پر مهال زموږ جومات ته پنځه محتسبان راغلل. کله چې لمونځ پای ته ورسېد، دوو تنو یې سمدستي د جومات دواړه دروازې وتړلې او تر څنګ یې ودرېدل. ټولو ته یې وویل چې د محتسبانو د دعوت او ارشاد خبرو ته غوږ ونیسي. خو دا دعوت نه و، بلکې د سیمې د خلکو سپکاوی او تحقیر و. د خدای په کور کې یې داسې سپکې او له تحقېره ډکې خبرې وکړې چې ښايي ان په بازار کې هم څوک په دومره تندو الفاظو خبرې ونه کړي.»

د فدا محمد په وینا، محتسبانو لمونځ کوونکو ته ویلي و چې د دوی د کورنیو ښځې بازار ته ځي او دا کار د فحشا او فساد لامل کېږي.

هغه وايي: «محتسبانو ورته ویل چې له همدې اوسه خپلو ښځو ته اجازه مه ورکوئ چې له کوره ووځي. په کور کې د تنګو او په بدن پورې نښتو جامو اغوستل او له پړونې پرته ګرځېدل لویه ګناه ده او دا کار په کلکه منع دی. ان ویل یې چې ښځې باید په کور کې هم په لوړ غږ خبرې ونه کړي، ځکه د ښځې غږ عورت دی. ایا دا دعوت دی، که د خلکو سپکاوی؟»

ورته مهال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو پرله‌پسې څارنې او چلند د کندهار ښار د اوسېدونکو پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی دی. د دوی په وینا، محتسبان په کوڅو، بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او جوماتونو کې خلک تر څارنې لاندې نیسي او په ځینو مواردو کې ان له جوماتونو څخه د هغوی د وتلو مخه هم نیسي.

د کندهار ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د طالبانو د محتسبانو له چلنده شکایت کوي چې ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې هم د کندهار پوهنتون له استادانو او کارکوونکو، د ښوونځیو له ښوونکو، د صرافۍ د مرکز له کارکوونکو، د روغتونونو له ډاکټرانو، ځوانانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د ناسم چلند په اړه راپورونه خپاره کړي او د یو شمېر کسانو د زنداني کېدو خبر یې هم ورکړی دی.

د کندهار د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، د محتسبانو لاسوهنه یوازې د عامو ځایونو تر څارنې محدوده نه ده، بلکې د خلکو شخصي حریم، عبادت، کورني بانډارونه او ورځني فعالیتونه یې هم تر اغېز لاندې راوستې دي. د شخصي حریم، انساني کرامت او عادي ژوند د خوندیتوب په اړه د دوی شکایتونه له کلکو اندېښنو سره مل دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په غور کې بېوزلي او سیمه‌ییز دودونه؛ جبري ودونه مخ پر زیاتېدو دي
راپورونه

په غور کې بېوزلي او سیمه‌ییز دودونه؛ جبري ودونه مخ پر زیاتېدو دي

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793274776]
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تریاکو د تولید د پنځه برابره زياتېدو خبر ورکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تریاکو د تولید د پنځه برابره زياتېدو خبر ورکړ

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793273896]
سرچینې: طالبانو په کابل کې يو  پخوانی نظامي نیولی دی
خبرونه

سرچینې: طالبانو په کابل کې يو پخوانی نظامي نیولی دی

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793273114]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.