۸صبح، کابل: د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په تکیرداغ ولایت کې ۲۹ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي.
اناتولي خبري اژانس سهشنبه د کب پر ۱۵مه راپور ورکړی چې دا پناهغوښتونکي د ترکیې ژاندارمري ځواکونو د تکیرداغ ولایت د «ساراي» ولسوالۍ په «کاواجیک» سیمه کې نیولي دي.
د راپور په حواله، دا کسان د تکیرداغ د کډوالۍ ادارې ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم ترکي پولیسو د دغه هېواد په دوزجه ولایت کې ۳۹ افغان پناهغوښتونکي نیولي و.
دا پناهغوښتونکي چې په یوه لارۍ کې د کاغذي دستمالونو د بکسونو په منځ کې پټ شوي و، د دوزجه ولایت په چیلیملي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، زرګونه کسان په قانوني یا ناقانونه لارو ایران او ترکیې ته تللي دي.