۸صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دې ولایت کې په یوه کور کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې له کبله ۱ ماشوم وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې دغه پېښه چهارشنبې ماښام د وري په ۲مه نېټه، د واغظ ولسوالۍ چهارده سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ ماشومانو له تېرو جګړو پاتې شوې د هاوان سرګلوله له کور نه بهر لېږدولې او له هغه سره یې لوبې کولې چې وچاودېده.
د سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ، د دغې پېښې د ۳ تنو ټپیانو صحي وضعیت نازک دی.
په همدې حال کې، په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي، د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه لاسي بمب د چاودنې خبر ورکړی دی.
د احمدي په خبره، د دغې چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ماشومان ټپیان شوي دي. چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو له دغه لاسي بمب سره لوبې کولې.
د ویلو ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ناچادو توکو او ماینونو چاودنې ډېری مهال له ماشومانو قرباني اخلي.