د لوګر لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونه منظور شول

محمد عزيز پردېس

په هېواد کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل کېدو په دوام تازه په تازه د ولسمشر غني له لوري د لوګر ولايت لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونه منظور شول.

د چارو ادارې د رياست دفتر مرستيال طارق ستانکزی وايي څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئيس محمود فضلي، د وزارتونو استازو او د لوګر والي په ګډه ناسته کې د لوګر ولايت لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونو وړانديز شوی ؤ چې د همدې غونډې په تعقيب سره تازه په تازه د ولسمشر غني له لوري د ياد ولايت لپاره د ښوونکو ۸۵۷ نوي بستونه منظور شول.

نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي «د لوګر ولایت اوسېدونکو په غوښتنه په روان کال کې د هغه ولایت د ښوونکو په تشکیل کې ۸۵۷ نوي بستونو وړاندیز شوی ؤ چې د ولسمشر له لوري منظور شول».

د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د ښوونځيو يوه مهمه ستونزه د ښوونکو کمښت دی، چې دغې ستونزې د پوهنې بهير له يو لړ سترو ننګونو سره مخ کړی او وخت ناوخت يې په هکله خلک توندې نيوکې کوي.

د پوهنې وزارت هم مني چې د ښوونکو د کمښت ستونزه د کابل او ولايتونو ښوونځیو کې شته. د دغه وزارت مسؤلينو څه موده مخکې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي ؤ چې ډېر ژر به د پلازمېنې او ولایتونو ښوونځیو کې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده مخکې ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړو او جلا جلا فرمانونو کې د ننګرهار او کندهار ولايتونو لپاره د ښوونکو نوي بستونه منظور کړل چې دغه ګام د يادو ولايتونو د استازو له تود هرکلي سره مخ شو.

ورته لیکنې

Back to top button