د پکتيا مرکز ګرديز کې نن يکشنبه د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د دوو ښځو په ګډون څلور ملکي کسان وژل شوي دي.
د پکتيا والي محمد حلیم فدایي په همدې تړاو په يو ویډیویي کلیپ کې چې رسنیو ته یې استولی وایي: «پیښه نن غرمه مهال د ګرديز د ابراهیم خېلو په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده».
د پکتیا والي په وينا، دې پېښه کې دوه مېرمنې، یو ماشوم او موټر چلوونکی وژل شوي دي.
که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ولایتي چارواکي د دولت وسله وال مخالفین د دغې پیښې مسؤل ګڼي.