۸صبح، زابل: زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار ۹۰ سلنه پلچکونه او ۱۰ پلونه د طالبانو د ځای پر ځای شویو مایونونو له امله تخریب شوي دي.
سرچینې شنبه د تلې پر نهمه وايي، چې دغه لویه لار د مخکیني حکومت پرمهال د طالبانو له خوا تخریب شوې وه او اوس یې موټرچلوونکي او عام خلک له سختو ستونزو سره کړي دي.
په همدې حال کې زابل کې د طالبانو د ټولګټو ریاست د یو شمېر پل او پلچکونو له جوړولو خبر ورکړی؛ خو یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دغې لارې د جوړولو کار ټیټ کیفیت لري.
زابل ولایت، چې د کابل – کندهار پر لویه لار موقعیت لري د مخکیني حکومت پرمهال د طالبانو او مخکیني حکومت ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و.
دا په داسې حال کې ده، چې روان کال هم دغه لویه لار په زابل او غزني ولایتونو کې څو ځله د سېلابونو له امله تړل شوې وه.