۸صبح، کابل: د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د دغه هېواد د ملي امنیت د نوې تګلارې له مخې، افغانستان به هېڅکله د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې د ترهګرو بریدونو د پلانولو لپاره د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي.
بایډن ټینګار کړی چې امریکا به طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ځواب ویونکي وګڼي.
د امریکا د ملي امنیت ستراتیژۍ په سند کې چې چهارشنبې د اګست په دوولسمه خپور شوی راغلي، له هغه وخته چې ګواښونه جدي شوي د امریکا د ترهګرۍ ضد کړنلارې هم بدلې شوې دي.
په دغه سند کې راغلي چې له همدې امله امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې، په داسې حال کې چې دا هېواد ډېره موده مخکې د اسامه بن لادن او د القاعدې د نورو مشرانو په ترور سره د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو کورنیو لپاره د عدالت اجرا ته رسېدلی و.
د امریکا د نوې تګلارې په سند کې ټینګار شوی چې دا هېواد د فضا له لارې د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې جګړه کې د خپل توان په اړه ډاډمن دی؛ ځکه امریکا له همدې لارې په کابل کې د القاعدې ډلې مشر اېمن الظواهري وواژه.
د امریکا نوې تګلاره ښيي چې د نن ورځې ترهګر ګواښ د هغه مهال په پرتله چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګۍ خلاف جګړه پیل کړې وه له ایډیولوژیک او وخت له پلوه بل ډول دی.
امریکا باوري ده چې القاعده، داعش او هغوی پورې نورې اړوند ډلې له افغانستان او د منځني ختیځ، افریقا او سویل ختیځې آسیا څخه پراخې شوې دي.
د امریکا د ملي امنیت تګلارې د نوي سند پربنسټ، سوریه، یمن او سومالیا د ترهګرو امن ځایونه دي او ځایي ملاتړي یې د سیمه ییزو نښتو په اصلي لوبغاړو بدل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د یوې بیانیې په خپرولو اعلان کړی و چې امریکا طالبانو ته د وېزو ورکول محدود کړي دي.