۸صبح، کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت امنیتي ځواکونو اوولس کلنه افغان نجلۍ ستاره تاجیک ووژله.
د من وتو تلوېزیوني شبکې فېسبوک پاڼې اعلان کړی: «اوولس کلنه افغانه نجلۍ ستاره تاجیک د تلې پر ۲۱ په تهران کې د ایران د امنیتي ځواکونو د وهلو ټکولو په پایله کې مړه شوې ده.»
دغه تلوېزیون زیاته کړې چې د هغې د دفن په جواز کې یې د مړینې لامل داسې لیکل شوي: «ډېر ګوذارونه، سخت وهل ټکول.»
په وروستیو کلونو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه تورونه مطرح شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو له خوا د لسګونه افغانانو د شکنجې او سیند ته د هغوی د غورځولو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي. همداراز د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې، ایرانیو پولیسو د افغان کډوالو پر موټر ډزې وکړې چې په پایله کې یې درې افغانان مړه او پینځه نور ټپیان شول.
دا ډول پېښې د دې لامل شوې چې افغانان وخت ناوخت د هغه څه په وړاندې چې د افغان کډوالو په وړاندې یې ایران د اسلامي جمهوریت ځواکونو ناوړه چلند بولي، پر واټونو او ټولنیزو شبکو کې اعتراضونه وکړي.