قطر د نړۍ یو له کوچنیو هیوادونو څخه دی او ویل کیږي چې د اصلي اوسیدونکو شمیر یې تر ۳۰۰ زرو زیات دی. خو دغه کوچنی هېواد د تېلو او ګازو د زېرمو له پلوه ډېر بډایه دی. د دغه هېواد حکومت د خدای له ورکړل شوې شتمنۍ څخه په ګټې اخیستو په تېرو دوو درېیو لسیزو کې د پرمختګ او سوکالۍ په لور ستر ګامونه پورته کړي دي. نږدې درې اونۍ وروسته به د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام په رسمي ډول په قطر کې پیل شي.
دغه هېواد له څو کلونو راهیسې د دې لوبو لپاره چمتوالی نیسي، په نړۍ کې د فوټبال د ترټولو لویو لوبو کوربتوب لپاره د لوبغالو، لویو لارو او نورو زیربناوو د جوړولو لپاره شپه او ورځ کار کوي. د راپورونو له مخې قطر نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره ۲۰۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي. هغه کسان، چې په دې کلونو کې یې قطر له نږدې لیدلی، دا مني چې له دغو ودانیو سره د دغه هېواد څېره په بشپړه توګه بدله شوې ده. د ۲۰۲۲ نړیوال جام به د نومبر پر ۲۱ د (لړم پر ۳۰) پیل شي او د دسمبر پر ۱۸ د (لیندۍ ۲۷) پای ته ورسیږي.
اوس چې د فوټبال نړیوال جام په نږدې کېدو دی، قطر خپلې ټولې لویې او کوچنۍ رسنۍ د دې سترې نړیوالې سپورټي غونډې د دود لپاره په کار اچولې او خپل ګاونډیان او عرب ولس یې هڅوي، چې په دې مهمه پېښه کې ګډون وکړي او هغوی ته دا ور زدهکړي چې د قطر په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوونکو او راغلو مېلمنو ته په ښه ډول ښه راغلاست ووایې. زما لپاره د پام وړ خبره دا وه چې ما ولیدل چې د الجزیرې ټلویزیون او د قطر د حکومت اړوند نورو تصویري رسنیو د عربي هېوادونو دیني عالمان او دیني مبلغین په قطر کې د نړیوال جام په موضوع د دین له نظره د بحث لپاره رابللي وو. دغه ديني عالمانو هم د راتلونکو نړیوالو لوبو په اړه په ډېرې لېوالتيا خبرې کولې او ښايي هغه اورېدونکي هم قانع کړي چې هر وخت د هرې مسئلې په اړه د دين د نظر پوښتنه کوي، ترڅو په مثبت ډول سره په دې لويه پیښه کې ګډون وکړي.
شاید په لومړي سر کې دا پوښتنه په ذهن کې پیدا شي چې په هر ځای کې د دین او دیني لارښوونو د پلي کولو او په ورځنيو چارو کې له دیني عقایدو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستو ته څه اړتیا ده؛ خو که دې مسئلې ته په مثبته توګه وګورو نو د کیسې مثبت اړخ به درک کړو چې قطریانو کوم غلط کار نه دی کړی بلکې دین یې د خپلو اتباعو او نورو خلکو د سوکالۍ او هوساینې لپاره کارولی دی. په دغو اسلامي هېوادونو کې په ډیرو مواردو کې دین د تباهۍ، تخریب، تاوتریخوالي، وژنې او تباهۍ وسیله ښودل شوې ده. که چیرې خلک یا حکومتونه د بشردوستانه موخو لپاره او خلکو ته د هوساینې لپاره دین وکاروي نو په دې کې ستونزه څه ده؟
اړتیا نشته چې مسایل پیچلې کړئ او له لیرې او اوږدو لارو څخه کار واخلی. ساده حقیقت دا دی چې دین او دیني عقیدې په خلکو پورې اړه لري او د دوي په لاس کې دي چې د مختلفو موخو لپاره یې کاروي. که څه هم په لومړي سر کې دا څرګنده شوه چې دین د انسانانو لپاره دی او باید د انسانانو د کړاوونو په کمولو کې مرسته وکړي، خو په عمل کې لیدل شوي چې ځینو دیني مفاهیمو نه یوازې دا چې د انسانانو کړاوونه نه دي کم کړي، بلکې له ځانه سره یې دوه چنده کړي. زه د دې خبرې د ثابتولو لپاره د مثالونو راوړلو اړتیا نه وینم؛ تاسو حتماً په ذهن کې ژوندي او روښانه مثالونه لری.
ځینې کسان د دی لپاره چې اټکلونه وکړي خارجي عوامل وڅیړي او ملامت یې کړي او خپل وجدان آرام کړي، اسمان او تارونه سره يو ځای کوي او په مختلفو حیلو او بهانو لاس پورې کوي. په عین حال کې، که موږ د خپلې ټولنې حالت ته له اټکل پرته وګورو، نو باید دا ومنو چې په دې هیواد کې د دین څخه د بدوي او متحجره افکارو اخیستلو او نفوذ یې د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او سیاسي عواملو پایله ده. تر څو چې دا زمینه برابرووکني عوامل له منځه ولاړ نه شي، دا به هماغه ښوروا او هماغه کاسه وي موږ باید دا تمه ونه لرو چې د دین څخه به د وروسته پاتي انګیرنی اخیستل په اسانۍ سره له ټولنې څخه لیرې شي. ايا کله مو له ځانه دا پوښتنه کړې ده، چې ولې له دې حقيقت سره سره چې دين هماغه یو دين دى، په يو ځاى کې خير او ښېګڼې، سوکالي او آرامتيا پيدا کوي او په بل ځاى کې تاوتريخوالى او تباهي؟ ولې موږ له بېلابېلو اسلامونو سره مخ يو، د بېلګې په توګه د ماليزيا اسلام د پاکستان او افغانستان له اسلام سره د پام وړ توپيرونه لري؟ د دې پوښتنې ځواب اسانه دی: ځکه چې دا هیوادونه په ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او سیاسي لحاظ مختلف دي او له همدې امله د دې هیوادونو اتباع مختلف دیني نظریات لري. تاسو باید دا تمه ونه کړئ چې په کوم هیواد کې چې فقر، بیکارۍ، بې سوادي او ګډوډي په پراخه کچه شتون لري، د دې هیواد د خلکو د دین په هکله آند به د انسانیت او زغم آند وي.
په تېره یوه نیمه پېړۍ کې داسې حالت رامنځته شو چې افغانستان ته بېلابېل افکار او نظریات راغلل او د خلکو ځیني ډلي یې ور جلب کړی. د دغو افکارو په یوه لویه برخه کې لږ ترلږه په یوه شي کې مشترک وو او هغه دا چې د ولس د درد او رنځ پروا یې نه درلوده او په سر کې یې د پرمختګ او سوکالۍ تصور هم نه و. د هغو اشخاصو او ډلو لپاره چې په دې افکارو یې باور درلود، دا افکار او نظریات دومره ورته سپېڅلي وو چې د دفاع په لاره کې د میلیونونو انسانانو زورول او بدبخته کول او یا وژل هم کومه ستونزه نه وه. دا په داسې حال کې ده چې ټول آسماني ادیان او د ځمکې فکري مکتبونه په اصل کې د دې لپاره راغلي چې په دې نړۍ کې ژوند د انسانانو لپاره د زغم وړ وګرځوي. هغه نظرونه او باورونه چې دا آسانتیا نه رامنځ ته کوي باید له مینځه یوړل شي.
دا حقیقت چې زموږ دیني آند د زمانی له غوښتنو سره سمون نه لري، دا چې زموږ دیني مفکورې ظلم او تشدد ته هڅوي، او دا چې زموږ د دیني نصوصو څخه اقتباسونه زاړه او له تاریخ تیر دي، د دې حقیقت لامل کیږي چې موږ پخپله رنځور یو، له هر ډول پسماندگی، ناروغیو او نیمګړتیاوو سره لاس او ګریوان یو، او دې ناروغیو او عیبونو زموږ په دیني عقیده هم اغیزه کړې ده. دا ممکنه نه ده چې پدې خټه کې به خوشبوي او د لاله ګلان زرغونه شي. ډاکټر حسن ترابي په یوه مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن په سوډان کې د په ودانیزو کارونو بوخت و؛ سړکونه یې جوړ کړل او په عامه خیریه کارونو کې یې برخه واخیسته. کله چې افغانستان ته راغی، له داسې یو هېواد سره مخ شو، چې له ډبرو او غرونو پرته پکې د اوسېدو ځای نشته حیران پاتي شو چې په دې هېواد کې باید څه ډول ودانیز پلان جوړ کړي. له همدې امله، هغه د جګړې په پلانونو کار وکړ او ځان یې د جنګیالیو روزنې ته وقف کړ. ښايي تاسو د ترابي له دې شننې سره موافق نه ياست او بې بنسټه يې ګڼئ، خو له دې ټکي نه انکار نه شي کېدای چې فاسد او ناوړه چاپېريال هر څه بدلوي. يقيناً دیانت او ديني آند چې له داسې چاپېريال څخه راپيدا کېږي د زغم، نرمۍ آند به نه وي او د نېکبختۍ او هوساينې پر ځای به د هلاکت او بربادۍ په فکر کې وي.