کرمیلن اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په یوه ټلیفوني اړیکه کې په سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي له دې جملې د لېږد رالېږد او لوجستیک برخو کې د همکاريو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
رویټرز شنبه د نومبر پر ۱۲ د کرملین له قوله راپور ورکړی، چې پوتین او رییسي له یو بل سره پر همکاریو ټینګار کړی دی.
اخوا رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې یوه لوړپوړی چارواکي د چهارشنبې پر ورځ تهران کې د ایران له مشرانو سره لیدنه کړې ده.
دا لیدنه په اوکراین کې د بنسټیزو ځایونو د په نښه کولو لپاره له ایراني بېپیلوټه الوتکو څخه د روسیې د کار اخیستو په تړاو د لوېدیځ او اوکراین له تورونو وروسته ترسره شوې ده.
روسیې له اوکراین سره د جګړې په لړ کې له ایران او له لوېدیځ پرته نورو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې دي.