۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، چې ټاکل شوې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازې مرستیال مارکس پوټزل له افغانستان سره د همکارۍ په تړاو د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره خبرېاترې وکړي.
یوناما یکشنبه د لړم پر ۲۹ د یوه ټویټ په خپرولو ویلي: «پوټزل د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی ترڅو له افغانستان سره د همکاریو د پیاوړي کولو په اړه د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره خبرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې تر اوسه څو ځله د هېواد له شمالي پولې اخوا له افغانستان څخه د ترهګرۍ له پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده.