۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړویالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې ویلي چې طالبان باید د ښځو خلاف تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د دوی د حقونو وضعیت د ښه کولو په موخه چټک ګامونه پورته کړي.
د ملګروملتونو سازمان جمعه د لیندۍ په څلورمه چې د نومبر له ۲۵مې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي د پای ته رسولو په نړیواله ورځ، په یوه بیانیه کې د افغان مېرمنو د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې افغان مېرمنې د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې له تاوتریخوالي او حقوقي محدودونو سره مخ شوې دي.
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا، ویلي: «د افغان مېرمنو اساسي حقونه باید خوندي شي او باید د مناسب او سم چاپېریال د رامنځته کولو لپاره چې تاتریخوالی پکې نه وي، ګامونه پورته شي.»
د ملګروملتونو سازمان په بیانیه کې همداراز راغلي د افغانستان د وضعیت خرابېدل له یوه انساني او اقتصادي ناورین او د ګرځېدو، زده کړو او ټولنیز ژوند کې د ښځو د آزادۍ په شان د دوی د اساسي حقونو په محدودیت سره زیاتېږي.
ددې سازمان په وینا، ټولنیز دودونه چې له تاوتریخوالي کار اخیستل یو ډول کنټرول بولي، د ښځو او نجونو پرخلاف تاوتریخوالی عادي کوی.
په بیانیه کې جوته شوې: «د هغو قوانینو او سیاستونو په نشتوالي کې چې د ښځو له جنسیتي او حقوي برابرۍ ملاتړ کوي، د هغو فرمانونو ورکول چې له عمومي او سیاسي ژوندانه څخه د ښځو له حذفولو سره مرسته کوي، هغه ټولنیز او اساسي نورمونه چې د نابرابرۍ لامل کېږي لا یې پراخ کړي دي.»
د ملګروملتونو سازمان یوه بل چارواکي ویلي چې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ او پياوړتیا کې د پانګونې لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.
د ویلو ده چې د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځ کېږي.