۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له یو شمېر هندي چارواکو سره افغانستان کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه خبرېاترې وکړې.
ټام وېسټ سه شنبه د لیندۍ پر ۱۵ نوي ډیلي کې د هند د ملی امنیت د سلاکار له مرستیال وکرام مایسري او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ویاند ارندام باغچي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
وېسټ ویلي، چې په دې لیدنه کې افغانستان کې د امریکا او هند د ګډو ګټو په اړه بحث شوی دی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي هند ته په خپل سفر د سولې د عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او خبرې یې کړې دي.
هند له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې خپل سفارت پرانیستی او له دې ډلې سره د اړیکې جوړولو په هڅه دی.