۸صبح، کابل: د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ (save the children) د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو له وضعیته یو راپور خپور کړی دی، چې د دغو ماشومانو د وضعیت په اړه خواشینوونکې کیسې لري.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په یوه راپور کې، چې دوشنبه د لیندۍ پر څوارلسمه یې خپور کړی دی ویلي یې دي، چې افغانستان کې نجونو زدهکوونکو له ښوونځي څخه له بې برخې کېدو یو کال وروسته، راتلونکي ته خپل تمه له لاسه ورکړې او د خپلې خوښې خلاف پر کارګرو ماشومانو بدلې شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا اوس سلګونه زره نجونې د دې پر ځای، چې خپله ورځ پر لیک او لوست تېره کړي د نورو خلکو په کورونو او کروندو کې پر کار کولو، غالۍ اوبدلو او له خپلو کشرانو خویندو او وروڼو پر ساتنې تېروي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ راپور ورکوونکې ساشا مایرز ویلي، چې افغانستان کې په یوه شپه د ښځو او نجونو د حقونو له منځه تلل چې په ډېرو ستونزو لاس ته راغلي وو، دردونکې ده.
د دغه بنسټ راپور ورکوونکې لیکلي، چې د ټولې نړۍ خلک باید د افغان نجونو غږ واوري او د هغوی د حقونو د تامین لپاره دریځ خپل کړي. ځکه د هغې په باور افغان نجونې نه شي کولای په یوازېتوب سره له دې ستونزې سره مبارزه وکړي.
«داسې احساس کوم چې پښې او لاس مې تړل شوي دي او نهشم کولای څنګه چې غواړم ووسم.» دا د ۱۴ کلنې زینب د ژوند کیسه ده چې له یوه کال راهیسې ښوونځي ته له تلو منع شوې ده.
یوې بلې زدهکوونکې له ماشومانو د ساتنې بنسټ ته ویلي: «کله چې ښوونځي ته تلم خوشحاله وم، خو اوس ټوله ورځ خواشینې او اندېښمنه یم. ښه حس نه لرم.ِ»
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې ځینې نجونې زدهکوونکې، چې اوس نه شي کولای ښوونځيو ته ولاړې شي د ځانوژنې په فکر دي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ له طالبانو غوښتي ترڅو نجونو ته اجازه ورکړي بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، ځکه د دغه سیاست د توجیې لپاره هېڅ اداري او تدارکاتي لامل نشته.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. دغې ډلې له پرلهپسې نړیوالو غوښتنو سره سره تر اوسه د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره لېوالتیا نه ده ښوودلې.