یوه له مهمو او جنجالي موضوعاتو څخه چې د اسلامي تاریخ په ډګر کې د څیړونکو اکثره وخت ورته ځانګری شوی او په راتلونکي کې به هم همداسې دوام وکړي، د حدیثو د راټولولو موضوع او د هغه د راټولولو ارادې یا غیر ارادي پایلې دي. موږ پوهیږو چې حدیث (سنت) د رسولالله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه دوه پیړۍ یا لږ کم وروسته راټول شوی دي، او دې کار د حدیثو په روایت او تدوین کې د مختلفو عواملو د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده، چې پکې مذهبی-فرقهییز تمایلات، ټولنیز او نژادی اختلافات او سیاسی جنجالونه شامل دی، او دا د دې لامل شوی چې موږ د سنتو سره معامله تل محتاطانه وي او د نه اطمینان او یقین سره مل وي.
د دې خبرې د ثابتولو لپاره بې شمېره بېلګې په ګوته کېدای شي چې د تاریخ په اوږدو کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته منسوب روایتونه د دیني او سیاسي ګټو د توجیه لپاره د دیني شواهدو په توګه کارول شوي دي. په دي برخه کې له بل هر عامل پرته نور څه چې د مفسدينو لاسونه يې خلاص کړي او په لا زياتې ازادۍ سره يې د کوا ډول کړنو ته هڅولي، د نبوي احاديثو په تدوین کې ځنډ دی. البته دا خبره به هم په خپل ځای کې وکړو چې د قرآن په شان د سنتو شمارل يو له هغو لاملونو څخه دی چې په ديني افکارو کې يې بنسټيز رکود او د انساني عقل او حکمت لپاره يې هيڅ ځای نه دی پريښی.
یو له هغو ډګرونو چې په هغه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه د جمود او نوښت نه راتلو بنسټ ګرځېدلی دی، د اسلامي سیاست فقه ده. طبیعي خبره ده چې د تاریخ په اوږدو کې مختلفو حکومتونو د خپل واک پاتې کیدو لپاره تر ټولو ښه او لنډه لاره دا ده چې حدیثونه جعل کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوم یې خلکو ته وړاندې کړي تر څو هغوی یې په اطاعت قانع کړي. خلک هم چې په داستاني ذهن کې راګیر وو او شاید دولتي چارواکو هم د خلکو په داستاني ذهن جوړولو کې رول لوبولی وي دوی په اسانۍ سره د واکمنانو د تبلیغاتو له لارې غولول کېدل چې د پیغمبر د سنت د خپلو حکومتونو د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره کاروي.
یو له هغه روایتونو څخه چې د سني مسلمانانو د سیاسي فکر په جوړولو کې اغیزمن عامل بلل کېدو هغه روایت دی چې د مسلمانانو سیاسي رهبري د «قریشو قبیلې » پورې ځانګړې کوي او نورو ته د سیاسي حاکمیت په اړه له قریشو سره د جګړې او شخړې څخه خبرداری ورکوي. دا روايت د صحيح بخاري او صحيح مسلم په شمول د احاديثو په ګڼو کتابونو کې په بيلابيلو عبارتونو ذکر شوی دی. د بېلګې په توګه په صحیح بخاري کې د دغه روایت په یوه سند کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خلافت او حکومت تر هغه وخته پورې په قریشو کې دی چې قریشو د دین ساتنه کوله او څوک چې په دې کې له دوی سره دښمني وکړي، خدای به هغه ته د دوزخ کې سزا ورکړي.» د مسلم په روايت کې راغلي دي: «دا دين به هغه خلفاوو سره چې ټول قریش دي عزیز او محترم پاتي شي.»
د دغه روايت له مخې چې په ډېرو لارو نقل شوى دى، د اهل سنتو او جماعت د نظريه په اساس دی چې د سياسي مشرتوب لپاره يو له مهمو شرطونو څخه د قريشو نسب دى. امام شرف الدین نووي په دې اړه د اجماع ادعا کړې ده. همدارنګه ابوالحسن ماوردي په «الاحکام السلطانیه» کې د ستر امام د شرایطو د ذکر کولو په باره کې لیکلي دي: “باید امام قریشي وي؛ ځکه چې په دې باره کې نص راغلی دی، همدا ډول اجماع هم پری راغلې ده.
د حدیث سخت مدافعین د دې تر څنګ هڅه کوي چې دا حدیث صحیح او معتبر وښیې، د دې حدیث د ارزښت په اړه یې هم خبرې کړې دي. د نورو شیانو تر څنګ یې ویلي دي چې دغه حدیث د پرلپسې پیړیو لپاره د مسلمانانو د اتحاد او یووالي ضمانت کړی دی او هغو کسانو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د خلافت د غصبولو خوبونه یې لېدل؛ ځکه چې دوی ځانونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا او د مسلمانانو له عامه افکارو سره په ټکر کې لیدل او پوهېدل چې په دې برخه کې به د دوی کړنه ناکامه وي.
راځئ چې پرته له نورو مفکورو د «الائمه من قریش» روایت ته لاړ شو؛ په ځانګړې توګه چې اوس په دې اړه په ښکاره توګه د خبرو کولو مناسب ځای دی، ځکه چې په نړۍ کې ژور او هر اړخیز بدلونونه رامنځته شوي او اوس دا مهمه نه ده چې د مسلمانانو مشر قریشي دی او که نه. ډیری عقلي او نقلي شواهد دا خبره په ډاګه کوي چې دا حدیث یو له هغو جعلي روایتونو څخه دی چې د یوې خاصې ډلې د اهدافو او ګټو د پوره کولو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب شوی دی. باید هیر نکړو چې د اسلام له پیله تر ننه پورې داسې قوي سیاسي ډلې او مکتبونه موجود دي چې د «مسلمانانو د سیاسي رهبرۍ» موضوع په یوې ځانګړې ډلې پورې خاصه نه ګڼله بلکې په ټولو پورې تړلي ګڼله.
په دې حدیث باندې د نقد مختلفې لارې شته. یوه طریقه دا ده چې دا روایت د نورو روایتونو سره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی، په ټکر کې دی. د بېلګې په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه مسلمانانو ته حکم کړی چې په هر حالت کې د حاکم اطاعت وکړي، که څه هم هغه حاکم هرڅوک وي چې د دوي مشري کوي، «هغه که داسی تور غلام هم وي چې په کوچنیوالي کې یې سر د ممیز په څیر وړوکی وي.» له دې روايت څخه څرګندېږي چې د مسلمانانو سياسي مشر یو تور پوستی غلام هم کېدلی شي.
د مسلمانانو د دوهم خليفه عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه هم نقل شوي چې د وفات په وخت کې يې ويلي وو: که چېرته مولی سالم ابي حذيفه ژوندی وای نو ما به د ځای ناستي خبره د شورا شپږو کسانو ته نه پرېښوده او ما به بې له شکه هغه د خپل ځای ناستی په توګه غوره کړی و.» سالم د فارس څخه وو او د غلامۍ سابقه یې درلوده. له دې سره سره عمر بن الخطاب رضی الله عنه د خلافت وړ ګڼلو او د صحابه کرامو له جملې څخه هیچا په دې خبرو اعتراض ونه کړ او نه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم څخه په مخالفت تورن کړ.
له دې ټولو که ورتیر شو، مسلمانان تل په دې خبره فخر کوي چې د اسلام په راتګ سره قومي او قبیلوي امتيازات او نژادي تسلط له منځه ولاړل او انسانان يو شان وګڼل شول او د اسلام له نظره هيڅوک له بل څخه برتري نه لري، مګر په تقوا او پرهیزګاری سره. د دې په پام کې نیولو سره، ایا دا ادعا چې له قریشو پرته، بل څوک یا قبیله د مسلمانانو د مشرۍ د مسؤلیت وړ نه ده، ایا دا د جاهلیت د زماني د راژوندي کولو او د فخر کولو د وهمیاتو هڅه نده؟ آیا د اسلامي علماوو لپاره دا ممکنه ده چې په یوه داسې موضوع باندې توافق وکړي چې د دین له اصلي لارښوونو سره په ټکر کې وي؟ هغه څوک چې عرب او قریشي نه وي، څه ګناه یې کړې ده، چې نړۍ ته یې په بل اصل سترګې غړولي وي چې د مسلمانانو د رهبرۍ له حقه د محرومیت په سزا محکوم شي؟
یو له هغو دلایلو او شواهدو څخه چې ثابتوي چې «الائمه من قریش» روایت غالباً د ځانګړو سیاسي اهدافو د تحقق لپاره جوړ شوی او جعل شوی دی، دا هغه خبرې دي چې د بني ساعده په سقیفه کې د صحابه کرامو تر منځ شوې وې او د مسلمانانو مورخینو په خپلو کتابونو کې ثبت کړي دي، د ا خبرې له هغه ډول خبرو څخه وی چې صحابه کرامو هڅه کوله د منطق او عقلي دلایلو په وړاندې کولو سره خپله خبره مطرح کړي او په دوی کې داسې خبرې وی چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا یا د مذهبي متن پر بنسټ نه وی. په سقيفه بني ساعده کې د مسلمانانو د دوو ډلو (مهاجرينو او انصارو) تر منځ سختې خبرې اتري شوی. انصار په دې باور وو چې دوی حق لري چې له خپل ځان څخه یو کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي په توګه وټاکي ځکه چې د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دفاع لپاره یې ډېري هڅې کړې وې. د قريشو استازو (ابوبکر، عمر او ابو عبيده) استدلال کاوه، چې عربان د قريشو د دريځ او د دې حقيقت له امله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوي له منځ څخه راڅرګند شوى دى، قريش د سياسي رهبرۍ لپاره ترټولو زيات وړ ګڼل او د هغه مشر اطاعت نه کوي چې د نورو قومونو څخه وي او که د مسلمانانو مشر د انصارو څخه وټاکل شي، ګډوډي او اختلاف به رامنځ ته شي.
ښکاره خبره ده چې که په دې اړه کوم روايت موجود وای نو قريشو به د خپلو دعوو د پياوړي کولو لپاره هغه نقل کړی وای او په دې کار سره به يې مخالفين خاموش کړي وای او له انصارو سره به يې اوږدو او ستړي کوونکې خبرو ته اړ نه وو. محمد عابر الجابری په خپل کتاب «نقد العقل السیاسی العربی» کې په دې اړه کافي تفسیر او توضیحات وړاندې کړي او څرګنده کړې یې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابه کرام چې په سقیفه کې راغونډ شوي وو او د مسلمانانو د راتلونکي سياسي مشر د ټاکلو په اړه يې خبرې اترې کولی هيڅکله هم نه کوم آیت او نه کوم روايت وړاندی کړی.
اهل سنت والجماعت چې عموماً د خليفه د قريشي په توګه باور درلود، وروسته اړ شول چې په سياسي مشر کې دغه شرط له پامه وغورځوي او په چوپتیا ورڅخه تیر شي. د بېلګې په توګه، عثمانيانو په سلهاو کاله په اسلامي خاوره حکومت وکړ، پرته له دې چې له قريشو او یا آن عربو سره يې هيڅ ډول نسبت نه درلود. مسلمانو فقهاوو له دې امله چې له ترسره شوی کړنی سره مخ شوي وو، د دې حالت د توجیه کولو لپاره په دې شرط کې ځینې توجیهات اضافه کړل. د دوی له جملې څخه یو شمیر یې وویل چې د سیاسي مشر قریشي کیدل یو لومړیتوب دی، نه وجوب. يا يې ويلي چې د قريشي سياسي مشر کېدل ضروري دي که چېرته په يو وخت کې جبر او تسلط موجود وي، ااوس چې جبر او تسلط د نورو په لاس کې دی نو د قريشي کېدو شرط هم له منځه تللی.
په یو وخت کې چې د قریشو د مسلمانانو د خلیفه کیدو مسله ګرمه شوه، دا د عثماني خلافت وروستي کلونه وو او دا د هغه کلونو سره سمون خوري چې عثماني خلافت په اروپا کې په ناروغه سړي بدل شوی و. په دې کلونو کې د انګریزي استعمار هڅه دا وه چې د عربو او عثماني ترکانو تر منځ اړیکې ترینګلې کړي او د عثماني خلافت پر ضد د عربو سیاسي مشران راوپاروي. په هغه راپور کې چې د انګلستان د دفاع وزارت لخوا په 1907 کې د عربو د ځمکې او تاریخ په اړه چمتو شوی په لاندې ډول دی: «هغه تعلیمات چې په اسلام کې شتون لري او خلیفه د اسلام د پیغمبر د قبیلې غړی ګڼي، په ریښتینې حقیقت ولاړ دی. په دې کې شک نشته چې هر څوک چې د سنتو پیروي کوي باید دا تعلیمات ومني. د خلافت لپاره د قريشو د نسب د شرط په توګه وړاندې کول، بې له شکه دا د عثماني سلطان دا ادعا باطلوي چې نه د قريشو نسب لري او نه هم په نورو عربو قومونو کې ريښې لري.»
د شریف حسین او انګریزانو تر منځ په ګڼو مکالمو کې چې انګریزانو شریف حسین د ترکانو پر ضد بغاوت ته هڅولی، د قریشي د خلیفه کیدو مسله په ښه توګه پکې انعکاس شوې ده. په دغو کلونو کې انګلستان د قریشو د عربو د حکومت د جوړولو پلوی و ترڅو دغه حکومت د حجاز او د هغې د شاوخوا ځمکې لاندې کړې. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال انګریزانو په دې برخه کې یو څه وکړل او د انګلیس حکومت ته د نژدې مستشرقینو له لارې یې د عرب حکومت د جوړولو نظریه تعقیب کړه. البته، د دې لیکوالانو اصلي اندیښنه د مسلې سیاسي اړخ و. خو په دې کلونو کې د عربو د مسلمانانو له ډلې څخه نامتو ديني عالمان د خلیفه د قريشي کېدو لپاره د فقهي اړخ د تحليل لپاره راپورته شول.
راشد رضا د «المنار» مجلې په کارولو سره د ډیرو کلونو لپاره د عثماني حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او پرځای یې د داسې حکومت د جوړولو هڅه کوله چې مشر یې عرب ریښې او د قریشو نسب ولري. راشد رضا په دې باور وو چې د قریشي سیاسي مشر کېدل یو دیني عقیده ده او له «ځینو ناپوهانو او ځینو هغو کسانو پرته چې په دین باندې سیاسي تمایلات غالبوي » بل څوک پرې شک نه شي کولای. د رشید رضا په وینا: “کله چې داسې مسله وي چې د ثابتولو لپاره قوي سند شتون ولري او د اسلام په لومړیو پیړیو کې مسلمانان یا د دوی ډیری یې په دې باندې متفق شوي وي، موږ هیڅکله پدې هکله د مخالف نظر منلو یا وریدلو او یا مناقشه کولو لپاره چمتو نه یو. د دی پرته به، زمونږ لپاره د دین څخه کوم څه راپاتي نشي. »
دا په زړه پورې ده چې رشید رضا د سیاسي مشرتابه د قریشي نسب د مشروط ګڼلو مخالفین تورنوي چې « موضوع سیاسي » کوي؛ په داسی حال کې چې قریشي د سیاسي مشر کیدو مسله په سیاست، سیاسي کړکیچونو او سیالیو کې ریښه لري او سوچه سیاسي مسله ده. له دې ورآخوا رشید رضا د یوې داسې ادعا په اړه د اجماع ادعا کوي چې اختلافي اوجنجالي ده او د دین له اصولو سره په ټکر کې ده او د اسلام ځینو مکتبونو او فرقو د اسلام له پیله د دې ادعا مخالفت کړی دی.
د احادیثو په کتابونو کې د احادیثو کلک مدافعین په دوامداره توګه خپل مخالفین د استبدادي سیاستونو په تعقیب تورنوي چې د نبوي سنتو په اړه شک لري او په دې تورونو سره غواړي د عامه افکارو په وړاندې د هغوي دریځ کمزوری کړي. خو اوس د یوې بېلګې په نقلولو سره څرګنده شوه چې استعمار چې کله اړتیا ولري نو د حدیث او سنتو څخه هم پوره دفاع کوي. د سیاست د ګوډاګیانو لپاره، د دوی ګټې لومړیوالی لري او دوی د دې ګټو د ترلاسه کولو لپاره تر هر حده تللی شي. که چېرته د هیر شوي روایت بیا راژوندي کول د دوی سره مرسته کوي، دوی به د دې کار لپاره ځنډ ونهکړي. کله کله استعمار هڅه کوي چې مسلمانانو ته یو هېر شوی روایت ور په یاد کړي او په دې توګه د هغوي ارزښتونه را ژوندي کړي او مسلمانانو ته دیني درس ورکړي.