د غزني په جوماتونو کې دیني زدهکړې؛ «طالبان فکر کوي موږ نوي مسلمانان شوي یو»

واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې ۱۵ میاشتې تېرېږي. په دې موده کې دې ډلې له بېلابېلو لارو پر هېوادوالو فشار اچولی دی او پر ټولنیزو او فردي آزادیو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو یوه اداره چې له خلکو سره ډیره ښکېله ده، امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره ده چې د خلکو د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې کرښې باسي او د ګڼو امرونو په کولو سره یې پر خلکو د ژوندانه کړۍ راتنګه کړې ده.
د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د دې ادارې محتسبان له خلکو سره په چلند کې له تاوتریخوالي کار اخلي او داسې چلند کوي لکه یو کفري هېواد یې چې نیولی وي او خلک په زور د اسلام دین ته رابولي. په غزني کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې اوس اوس د غزني ښار د جوماتونو له ملا امامانو او اوسېدونکو سره په جلا جلا غونډو کې ګوتڅنډنه کړې ده چې تر دې وروسته دې د ماخستن لمونځ په جبري توګه په جوماتونو کې ادا کړي. د دې ادارې محتسبانو دغهراز ملا امامانو ته دنده سپارلې ده، چې د دې ادارې له لوري چاپ شوې رساله خپلو مقتدیانو ته تدریس کړي. د غزني ښار د اوسېدونکو په وینا، ټاکل شوې ده، د هرې میاشتې په پای کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبان په جوماتونو کې له لمونځ کوونکو ازموینه واخلي او له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې دیني درسونو ته نه حاضرېږي.
په دې لړ کې هغه څه چې د غزني ښار اوسېدونکي یې ډير خواشیني کړي دي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د دې رسالې منځپانګه ده. د غزني اوسېدونکي د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې د خلکو لپاره دغه رساله داسې برابره شوې ده لکه نوي چې مسلمانان شوي وي او پر خلکو د طیبې او شهادت کلمه تکراروي. د غزني ښار اوسېدونکي دغه کار خپل سپکاوی ګڼي او وايي، چې دوی تر دې مخکې هم مسلمانان وو او د طالبانو په راتګ سره مسلمانان شوي نه دي.
د غزني اوسېدونکي څرګندوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په رساله کې ډیر هغه عادي او لومړني اسلامي مسایل بیان شوي دي چې دوی په ماشوماتوب کې زدهکړې دي. احمد (مستعار نوم) ۴۵ کلن دی او د کابل پوهنتون د فارمسۍ له پوهنځي فارغ شوی او په غزني کې درملتون لري. احمد وايي: «موږ تر دې مخکې چې طالبان راشي، هم جوماتونو ته تللو. اوس هم ځو. جومات ته زموږ تلل په دې او هغې مسلې پورې تړلي نه دي او دا زموږ دیني مکلفیت دی. خو یوه اونۍ کیږي چې په همدې سپینه ږیره چې د زامنو او لمسیانو څښتن یم، د سیمې د ملا له لوري طیبه کلمه چې له ۵۰ کلونو راهیسې مې پر ژبه جاري ده لولم.» دغه سړی ټینګار کوي چې طالبان باید په دغهراز کارونو سره د خلکو پر عقېدو ملنډې ونه وهي.
غزنی د سیمې او نړۍ په کچه یو آشنا نوم دی چې پېړۍ، پېړۍ وړاندې د غزنویانو د واکمنۍ پرمهال اسلام له دغه ښاره د هند ترنیمې وچې ورسید او د شنونکو په باور میلیونونه تنه چې نن په دغو خاورو کې مسلمانان دي، د غزنویانو د سوبو او فوتوحاتو پایله ده.
په غزني ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل، چې نه غواړي په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «واقعاً په هغې شپه مې چې د ماخستن له لمانځه وروسته، د جومات ملا کلمه لوستله او موږ پسې تکراروله، عجیب احساس درلود. له ځانه سره مې ویل چې مګر موږ مسلمانان نه وو. دا څه وضعیت دی چې پرموږ راغلی دی!» دغه محصل ټینګار کوي چې له همدا اوس نه د میاشتې پای ته فکر کوي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې محتسبان به د ازموینې د اخیستو لپاره جومات ته راځي او خلکو ته به وایي چې کلمه ولولئ.
د یادونې وړ ده چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په تېر یو کال کې د غزني پر اوسیدونکو نور سخت محدودیتونه هم لګولي دي. په سلمانیو کې د ږیرې اصلاح او لنډول بند شوي او د دې ادارې محتسبانو په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون درې استادان د دریشۍ د اغوستو له امله بندیان کړي دي. دغه اداره د نجونو د زده کړو یوه سرسخته مخالفه هم بلل کیږي او څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي عصري زده کړې مباح وبللې او پر دیني زده کړو یې ټینګار وکړ. د هغه دغه نظر د هېوادوالو او ان د طالبانو د غړو له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.