د هرات – غور لويې لارې بيارغونه؛ طالبان په زور له خلکو پيسې ټولوي

د طالبانو ځايي چارواکو په یوه نوي اقدام کې د هرات – غور د لویې لارې د بیارغولو پرېکړه کړې ده. د دې کار لپاره يې د دولتي ادارو له کارکوونکو، سوداګرو او د غور ولايت له اوسېدونکو څخه په زوره پيسې راټولې کړي دي. د ځايي اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، هره کورنۍ د ۱۰۰۰ افغانيو، دولتي کارکوونکو د يوې مياشتې معاش په ورکولو او سوداګر له ۷ تر ۲۷ زرو افغانيو پورې په ورکولو مکلف دي. د پیسو د راتولولو پریکړه د غور لپاره د طالبانو والي د رياستونو کارکوونکو سره په يوه اداري غونډه کې کړی ده. د طالبانو دغه پرېکړه د دولتي ادارو د ځينو کارکوونکو، ځايي اوسېدونکو او سوداګرو له غبرګونونو سره مخ شوې ده. دوی وايي چې طالبان د خراب اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو پرته دوي د پیسو په ورکولو مجبوروي.

غلام نبي د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار یو له ښوونکیو څخه دی چې په خپل لږ عاید سره د یوې اته کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه پوره کوي. هغه د طالبانو پر نوې پرېکړې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه کړنه هېڅ منطقي توجیه نه لري. غلامنبي زیاتوي چې د لویې لارې د جوړولو لپاره د یوې میاشتې معاش ورکول د ده لپاره دروند بار دی. دغه ښوونکی زیاتوي: «زه د اتو کسانو کورنۍ لرم، د میاشتني عاید اووه او یا اته زره یا د هغه څخه هم کم چې زه یې ترلاسه کوم، زموږ ژوند څه نا څه چلوي. یوه میاشت باید غوړي او وريجې واخلم او بله میاشت باید اوړه او نور د کور توکي واخلم. خو زما د یوې میاشتې معاش اخیستل، په کوم کې چې زه ایله ژوند کوم، حیران کړی یم.»

د غور ولایت اوسېدونکي د طالبانو له خوا د هرات- غور د لویې لارې د بیارغونې لپاره د پیسو ټولول ښکاره ظلم بولي او وايي چې په سږني ژمي کې د دوی ډېری ځانګړي عاید هم نه لري او دا مهال طالبانو ته د ۵۰ افغانیو د ورکولو توان هم نلري. د دوی په وینا طالبانو د هرات – غور د لویې لارې د بیارغولو لپاره هره کورنۍ د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو مکلفه کړې ده.

لیلما د فیروزکوه ښار چوک د ښکته سیمې اوسیدونکې ده. هغه وايي چې تېره اوونۍ طالب چارواکو د لويې لارې د بيارغونې لپاره د هغې له ورور څخه زر افغانۍ اخيستې وې. اغلې لیلما زیاتوي: «دا مهال هیڅوک د طالب زور نه لري. دوی پخپله پوهیږي چې خلک هیڅ نه لري، خو زما له ورور څخه یې ۱۰۰۰ اخیستي چې د هرات – غور د سړک د جوړولو چارې پرې پیل کوو.»

د فيروزکوه ښار سوداګر او هټيوال چې تر اوسه يې د طالبانو له خوا د ماليې تر نامه لاندې د پيسو د اخېستلو درد نه دى هېر کړى، وايي چې طالبانو يو ځل بيا د هرات – غور د لويې لارې د جوړولو لپاره ترې پيسې غوښتې دي. دغه سوداګر زیاتوي چې طالبانو د فعالیت ډول ته په کتو له دوی څخه د دغې لویې لارې د بیارغولو لپاره له ۷ زرو څخه تر ۲۷ زرو افغانیو پورې پیسې غوښتې دي.

ګلاب شاه، چې په فيروزکوه ښار کې د خوراکي توکو پلورنځي لري، وايي، چې طالبانو ٢٥ ورځې وړاندې له پانګې، پلور او عايد پرته نږدې سل زره افغانۍ ماليه اخيستې، په داسې حال کې چې د ماليې د نورم له مخې يې د پلورنځي ماليه له لسو زرو افغانيو کمه ده؛ هغه اندازهر پیسې چې تېر حکومت ته یې ورکولی. هغه وايي: «یوه میاشت نه ده شوې چې دوی له موږ څخه اضافي پیسې اخیستي. دوی له موږ څخه دولس چنده زیاتې پیسې واخیستې. اوس دوی بیا راغلي او د سړک د جوړولو لپاره پیسې غواړي.»

ګلاب شاه زياتوي، چې له ماليې د ورکولو لپاره يې هم پيسې په پور اخيستې، خو اوس طالبان د هرات- غور د لويې لارې د جوړولو لپاره له ده څخه لس زره افغانۍ غواړي. دغه هټيوال وايي چې د دې پيسو د ورکولو توان نه لري، خو د طالبانو د ټوپک زور دې ته اړ کړ چې دغه پيسې ورته پیدا کړي او ور یې کړي. ګلاب شاه زیاتوي: «طالبان له موږ څخه د ټوپک په زور پیسې ټولوي. څوک کولی شي ووایي چې زه پیسې نه ورکوم؟ د دوی حکومت جبر دی او هر څه چې دوی وویل دوی خلکو ته نه ګوري چې دوی ماړه دی او که وږي دي، دوی یوازې وايي چې پیسې راکړئ او موږ باید پیسې ورکړو.»

د فيروزکوه ښار دوکانداران وايي، چې د هرات- غور د لويې لارې د بيارغونې لپاره يې تر اوسه ٢٧ زره افغانۍ ورکړې دي.

د دې لويې لارې د بيارغونې لپاره د پيسو راټولول يوازې د دولتي ادارو په کارکوونکو، ځايي اوسېدونکو او سوداګرو پورې محدود نه دي، بلکې طالبان د مسافرو او بار وړونکو موټرو له چلوونکو هم پيسې اخلي. په غور ولایت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، طالبانو په لومړي سر کې د دې لویې لارې د جوړولو لپاره د مسافر وړونکو موټرو څخه ۵ زره افغانۍ او د بار وړونکو موټرو څخه ۱۰ زره افغانۍ د اخیستلو پرېکړه کړې وه، خو د هغه خپلوان، چې پر دې لويه لاره مسافر وړونکي موټر چلوي، وايي؛ چې طالبانو له مسافر وړونکو موټرو څخه لس زره افغانۍ او له بار وړونکو موټرو څخه ٣٠ زره افغانۍ اخيستي دي. دا سرچینه زیاتوي: «په لومړي سر کې طالبانو پریکړه وکړه چې مسافر وړونکي موټر به پنځه زره او بار وړونکي موټر به لس زره افغاني ورکوي، مګر اوس زما د تره زوی چې په دې لاره موټر چلوي وایې چې دوی  له مسافر وړونکو موټرو څخه لس زره افغانی او د بار وړونکو موټرو څخه دیرش زره افغانی راټولي کړي.»

په همدې حال کې طالبانو د هرات – غور د لويې لارې د بيارغونې لپاره د غور له اوسېدونکو پيسې راټولې کړي او دغې ډلې د دې لويې لارې د جوړولو او د مرستې راټولولو لپاره يو بانکي حساب هم جوړ کړى دى. طالبانو د دغه بانکي حساب په جوړولو سره په افغانستان کې دننه او بهر له هېوادوالو غوښتي چې له دوی سره مالي همکاري وکړي.

طالب ډله په داسې حال کې د غور له خلکو پيسې ټولوي، چې دغه ولايت يو له سختو محرومو ولايتونو څخه دى. د دغه ولايت اوسېدونکي له سخت اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان دي او يو شمېر بې وزله کورنۍ آن د خپلې خېټې د مړولو توان نه لري. هرات او پلازمېنې ته د دغه ولايت لارې لا هم نه ده پخه شوی او د ژمي په موسم کې د لومړۍ واورې په ورېدو سره تړل کېږي. د دغه ولايت اوسېدونکو څو ځلې د دغو لويو لارو د پخولو لپاره عريضې کړې، خو هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې. له بلې خوا طالبان د دغه ولایت له خلکو سره په چلند کې له هیڅ ډول زغم څخه کار نه اخلي. تر دې وړاندې هم د دې ډلې غړو د دې ولایت له یو شمېر اوسېدونکو څخه د یوې موسسي له خوا وېشل شوې مرستې ضبط کړې وې ترڅو په هغه کارګرانو وویشل شي چې د غور له کلیو څخه تر ولسوالیو او مرکز پورې سړکونه رغوي.

ورته لیکنې

Back to top button