۸صبح، تخار: تخار کې سیمهییزې سرچینې وایی، چې یوه اعتراض کوونکې نجلۍ او د تخار د ښځو د غورځنګ غړې پریسا مبارز او د هغې ورور د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
پریسا مبارز او ورور یې د یکشنبې په ورځ د سلواغی پر ۲۳ ماسپښین درې بجې د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د طالبانو استخباراتو ته د ضمانت په ورکولو سره خوشي شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړې د طالبانو له خوا وهل ټکول شوې او اوس د جسمي او روحي ټپونو له امله په کور کې بستر ده.
طالبانو له پریسا څخه د اعتراضونو د نه کولو ضمانت اخیستی دی.
د یادولو وړ ده، چې پریسا مبارز د سلواغی میاشتې پر ۲۲ نېټه د تخار د مرکز تالقان ښار له ګولايي باغ سیمې له خپل ورور سره د طالبانو د استخباراتي ځواکونو لخوا ونیول شوه.
کله چې هغه د طالبانو له خوا ونیول شوه، د بشري حقونو د څار سازمان، ریچارډ بنت او د ښځو د حقونو یو شمیر نورو سازمانونو د هغې د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.