۸صبح، کابل: له ترکیې څخه سرچینې وایي، چې د دغه هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د زلزلې له امله لږترلږه ۳۰۰ افغانان مړه شوي دي.
د ترکيې په استانبول کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر داکټر رفيق حقيار يکشنبه د سلواغې پر درویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د دغې زلزلې له امله له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانان ټپيان شوي هم دي.
هغه زياته کړه، چې افغانانو ته د اوښتو تلفاتو کرې شمېرې نشته، ځکه ډېرى يې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.
له بلې خوا سرچینې وايي، چې افغان کډوال د خپلو خپلوانو د جسدونو له نه ورسپارلو شکایت کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانانو د خپلوانو جسدونه په ډلهييزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کېږي.
په همدې حال کې په ترکیه او سوریه کې د دغې زلزلې له امله تر ۲۶ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د بېړنیو حالاتو د مدیریت مرکز ویلي، چې له دغې ۷.۸ درجې زلزلې څخه خپره شوې انرژي د ۵۰۰ اټومي بمونو سره برابره وه.