له څو مياشتو راهيسې د ايران په څو ښارونو کې د نجونو په يو شمېر ښوونځيو کې د زده کوونکو د مسمومېدو پېښې ثبت شوې او کورنۍ يې اندېښمنې کړې دي. په لومړي سر کې دولتي چارواکو له دې موضوع ځانونه ناخبره واچول او د دې خبرې په دروغ بللو سره يې هڅه وکړه، چې د ښځینه محصلینو مسموم کېدو پېښې بې اهميته وښيي. خو د دغو مسمومیتونو لړۍ بالاخره د ایران د روغتیا وزارت مرستیال د نظر څرګندولو ته اړ کړ. هغه اعتراف وکړ چې د ایران په څو ښارونو کې د نجونو مسمومېدل قصدي دي او هغه ډله چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت کوي، په دغو پېښو کې لاس لري. د قم د علمیه حوزې یوه استاد په یوه مرکه کې اعلان وکړ، چې د ټولنپوهانو د څېړنې پایلې ښيي چې د دغو پیښو تر شا هغه کسان دي چې مذهبي تمایلات لري او د « هزاره ګرا» په نوم یوې مذهبي ډلې پورې تړلي دي.
د ښځینه زده کوونکو د مسمومولو لړۍ د افغانستان د خلکو لپاره یوه پېژندل شوې ښکارنده ده او لا تر اوسه د دوی له حافظې نه ده لېرې شوې. څو کاله وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځينه زده کوونکو د مسمومېدو په اړه پرله پسې او ګڼ راپورونه ورکړل شوي وو. دغو پېښو د ښځينه زده کوونکو په زړونو کې وېره رامنځته کړې وه او د هغوى د زده کړې بهير یې په جدي توګه ګډوډ کړی و. په هغه وخت کې هر څوک په دې باور وو چې د دغو پېښو اصلي لامل د طالبانو ډله ده. هغه څه چې طالبانو ته د پرې ګوتې د نیول کېدو لامل کېدل، د نجونو له زده کړو او تحصیل سره د دې ډلې د مخالفت مخینه وه. په ۱۹۹۰ لسیزه کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو تر ټولو ناوړه بندیزونه ولګول او د دې تر څنګ یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړو سره دښمني لرله. دغه راز د بن له تړون وروسته، د جمهوریت پر مهال طالبانو تل د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر ګډوډاوه او وخت پر وخت یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي سوځول او یا یې الوځول.
سره له دې چې په ایران او افغانستان کې د ښوونځي له رامنځته کېدو څه باندې یوه پېړۍ تېرېږي، خو لا هم داسې بهیرونه او خلک شته چې د ښوونځي مخالف دي او خپل هویت او ځواک ته یې ګواښ ګڼي. دا بهیرونه کله نا کله کمزوري او ناتوانه شوي دي، خو هېڅکله له صحنې نه دي وتلي او چې کله یې هم چانس ترلاسه کړی، پر زده کوونکو او په ځانګړې توګه پر ښځینه زده کوونکو یې خپل بې رحمانه بریدونه پیل کړي دي. دا بهیرونه په ټوله کې له عصري زده کړو او نویتابه(مدرنیتې) سره دښمني لري، خو د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې حساسیت ډېر دی. هغوی له پیاوړو او پوهو نارینه وو او ښځو نه وېره لري او د نجونو زده کړې د لوېدیځ د کلتوري یرغل نښه ګڼي.
په ایران کې د حالاتو ډېری څارونکي د ښځینه زده کوونکو د مسمومېدو پېښو ته د تبصرې په ترڅ کې وایي، هغه ډله چې په دغو پېښو کې لاس لري، غواړي په دغه هېواد کې د واکمن نظام پر وړاندې د مدني نافرمانۍ غچ له ښځینه زده کوونکو واخلي. په ټول ایرن کې د «ښځه» ژوند، ازادي» تر شعار لاندې اعتراضونه چې د پولیسو له لوري د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته رامنځته شول او موخه یې د ایران د مذهبي واکمنۍ ننګول وو، ښځينه زده کوونکو ماناداره او پراخ حضور درلود. د دغو پرلپسې اعتراضونو په لړ کې د ایران رژیم دا درک کړه چې له دغه راز بلواوو او اعتراضونو سره د مقابلې یوه لار د ښځو او نجونو کابو کول دي.
د ایران په ګاونډ کې هم په دې وروستیو کې یو مذهبي او سخت ځپونکي رژیم د واک واګي په خپل لاس کې اخیستي دي، په ټولنه کې د ښځو او نجونو حضور او دغه راز د هغوی زده کړې او تحصیل هغه مسایل دي چې دغه رژیم یې پر وړاندې ولاړ دی.
د طالبانو رژیم د ایران له واکمن رژیم سره ډېر ورته والی لري. دواړه له نویتابه او لوېديځ کلتور سره په ټکر کې دي او دواړه هڅه کوي چې په ۲۱مه پېړۍ کې له مذهبه د ځانګړو انګېرنو پر بنسټ پر خلکو واکمني وکړي. د طالبانو ډله او د ایران رژیم دواړه له ټولنیزو پرمختګونو سره همغږي نه دي او له همدې امله هڅه کوي چې د تاریخ څرخ برعکس کړي او ټولنه شاته بوځي. په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې هر اړخیز پرمختگونه شوي چې په دې لړ کې ښځې توانېدلي دي چې د ژوندانه په بېلابېلو صحنو کې خپل حضور څرګند کړي. ایا طالبان کولای شي د دغو پرمختګونو ژورې اغېزې له منځه یوسي او هېواد بېرته شاته ستون کړي؟ که څه هم د ایراني ښځو او افغانو ښځو کیسې سره ورته والی لري، خو له دې نه انکار نه شي کېدای چې د ایراني ښځو او نجونو خوځښت ډېر منظم، همغږی او شعوري دی او له همدې امله په ډاډ سره ویلی شو چې د ایران د ښځو غورځنګ به د پام وړ پایلې ولري او د ایران رژیم به نرمښت او انعطاف منلو ته اړ کړي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د ایران او افغانستان حکومتونه د ښځو له حضور او برم سره مخالفت کوي او په بېلابېلو چلوټیو سره غواړي چې په ټولنه کې د ښځو حضور کمزوری کړي؟ په ځواب کې باید ووایو چې که څه هم د مذهبی متنونو په اړه د دودیز فقهاوو د تفسیر رول له پامه نه شي غورځيدای، خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ډلې او د ایران رژیم ځپونکی چلند تر ډېره د دلیل پر ځای پر علت ولاړ دی. استبدادي مذهبي رژيمونه چې اصلي بنسټ يې نرواکي ده، په دې ښه پوهيږي، چې که په يوه هېواد کې نویتابه(مدرنیتې) او عصري علومو او مديريت ته لومړيتوب ورکړل شي، نو د واک انحصار به ورو ورو د مستبدانو له ولکې ووځي. مذهبي استبداد له مدرنیتې سره خورا دښمني لري. بل خوا، په ټولنه کې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د ښځو حضور د نویتابه (مدرنیتې) یوه له اصلي نښو ده. دیني استبدادونه دا بخت لري چې له فکري تحجر او شاتګ سره اېتلاف کوي او د یو څه مودې لپاره خپل سقوط وځنډوي؛ خو چورلیزه پوښتنه دا ده چې ایا دغه اېتلاف د تل لپاره د استبداد د پایښت ضمانت کولای شي؟
د مسلمانو هېوادونو د تېرې یوې یا دوو پېړیو په تاریخ کې داسې ډېرې پېښې شوې چې ان تر ټولو پڅ ذهن خلک د دې حقیقت منلو ته هڅوي چې حکومتونه که څه هم ظاهراً پیاوړي او نه ماتېدونکي وي، خو هېڅکله د وخت د درولو ځواک نه لري. دا ممکنه ده چې له نویتابه او د پوهې او عصري ژوند له رېښې غځولو سره د دغو حکومتونو مقابله د یوه څه مودې لپاره پایله ورکړي او د نویتابه پر لور د ټولني د تګ سرعت کم کړي، خو هېڅکله نه شي کولای چې ټولنې ته په بشپړ ډول د نویتابه د ننوتو مخه ونیسي. چا دا تصور کاوه چې سعودي عربستان چې دوه لسیزې وړاندې یو له خورا محافظه کارو سیاسي نظامونو و، یوه ورځ به حیرانتیا رامنځته کړي او یو داسې ولیعهد به یې د هېواد د چارو واګۍ په لاس کې واخلي، چې له تېرې زمانې سره په بشپړ ډول د مخې ښې فکر ورسره وي، داسې ستر پلانونه ولري چې په نېږدې راتلونکي کې د سعودي عربستان د پاچاهۍ بڼه بدله کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې دودونو ته شا کړي او د هېواد په مدیریت کې فعاله ونډه واخلي. دا او په زرګونو نورې بېلګې چې لږ تر لږه په تېره پېړۍ کې د مسلمانو ملتونو د تاریخ په حافظه کې دي، دا ټکی روښانه کوي، چې د زمانې نبض نه درک کول ملتونو ته له ملا ماتوونکو لګښتونو پرته بله پایله نه لري او د شاتګ پالو او استبدادي حکومتونو د سقوط او زوال مخه نه نیسي.