سیاست یوه له هغو ټولنیزو برخو ده، چې نه له ټولنې لېرې کېدای شي او نه له نورو ټولنیزو برخو جلا کېدای شي. له نورو ټولنیزو برخو سره د سیاست ښکېلتیا انسان په مستقیمه او نامستقیمه اغېزمن کړی دی. له سیاسته د انسان همدغه اغېزمنتیا د دې لامل کېږي چې انسان د نورو ټولنیزو پیښو په څیر له سیاست سره راشه درشه پیدا کړي. له سیاست سره د انسان تعامل د اخلاقي اصولو له ماتېدو او پر اخلاقو د سیاست د له برلاسۍ سره مل دی، ځکه چې اخلاق او سیاست تل د یو بل پر وړاندې ولاړ دي او له دغو دواړو یو یې پر ماتې محکوم دی. فیلسوفان د اخلاقو هدف حقیقت ګڼي، په داسې حال کې چې د سیاست هدف مصلحت دی.
نو حقیقت د مصلحت پر وړاندې ولاړ دی ، چې د دواړو ترمنځ د جوړجاړي نشتوالی ثابتوي. د سیاسي فلسفې په تاریخ کې یو له ډیرو مروجو بحثونو د اخلاقو او سیاست ترمنځ اړیکه ده، ځکه چې اخلاقو ته د سیاست ژمنتیا یا نه ژمنتیا د پام وړ پایلې لري. د اخلاقو او سیاست تر منځ د اړیکو په اړه څو تیورۍ تشریح شوي، چې لیکوالانو په عمومي ډول په څلورو برخو ویشلې دي: الف) له سیاسته د اخلاقو د جلا والي تیوري؛ ب) له سیاسته د اخلاقو د تبعیت تیوري؛ ج) د اخلاقو دوه اړخیزه تیوري؛ او د) د اخلاقو او سیاست د یووالي تیوري. په دې نظریو کې هره یوه نورې فرعي برخې لري، چې په خپل وار د اخلاقو او سیاست ترمنځ پر اړیکه بحث کوي.
یوه د پام وړ تیوري چې اوسمهال مهمه ګڼل کېږي، د مایکل والزر د «ککړو لاسونو» تیوري ده. دا تیوري ټینګار کوي چې سیاست کولای شي، په هغو شرایطو کې چې اړتیایې وي، اخلاق له پامه وغورځوي او پرې برلاسی شي. نو په دې لیکنه کې به لومړی له سیاسته د اخلاقو د بېرته راستننېدو موضوع تشریح کړو او بیا به د «ناوړه لاسونو» نظریه تشریح کړو او ورپسې به د دې فرضیې لپاره د حکومتونو علاقه او اړتیا تشریح کړو.
الف) له سیاسته د اخلاقو راستنېدل
د سیاست او حکومتدارۍ تر منځ اړیکه زوړ او له لوړو ژورو ډک تاریخ لري چې په پرله پسې ډول پرې نیوکې شوي دي. د نړۍ سیاسي تاریخ له سیاسته د اخلاقو په جلا کېدو سره رامنځته شو او بیا هغه څه چې لیکل شوي هم ورته منځپانګه ډاګیزه وي. د تاریخ په ځینو پړاوونو کې مبارزه شوې ده، چې سیاست له اخلاقو سره ګډ شي او حکومتونه په سیاست کې د اخلاقو یوه برخه رعایت کړي. د حمورابي قوانین یا د کوروش منشور په تاریخ کې لومړني لیکل شوي متنونه دي چې اخلاقي مسایلو او له حکومتونو سره د هغو ګډېدو ته اشاره کوي. دغو دواړو لیکنو ته په ځیرتیا سره جوتېدای شي، چې په دې لیکنو کې را پورته شوي اخلاقي مسایل تر ډېره په کورنیو مسایلو پورې اړه لري او په بهرنیو اړیکو او جګړو کې د پام وړ نه دي. د تاریخ په اوږدو کې حکومتونو په پڅ ډول اخلاقي مسایل په خپلو داخلي سیاستونو کې شامل کړل او خپلو خلکو ته یې بشري حقونه ورکړل او بشري حقونو او اخلاقي مسایلو ته د ډېرې پاملرنې لپاره د دولتونو او وګړو تر منځ شخړه تر نن ورځې پورې دوام لري. خو په بهرنیو اړیکو او د شخړو او جګړو پر مهال اخلاق هغه نادره ښکارنده ده چې په اسانۍ نه لیدل کېږي.
په نړۍوالو کنفرانسونو کې یو له خورا بنسټیزو بحثونو په ځانګړې توګه په ۱۶۸۴م کې د ویسټفالیا له کنفرانس او د ملت-دولت له جوړښت وروسته، د دولتونو په بهرني سیاست کې د اخلاقو بحث دی. په بهرنۍ پالیسي کې د اخلاقو د رعایت لپاره پر دولتونو او نړۍوالو بنسټونو فشارونه په شلمه پېړۍ کې د ملتونو د لیګ او بیا د ملګرو ملتونو په جوړېدو سره زیات شول. خو په دې پېړۍ کې دوې خونړۍ نړۍوالې جګړې هم شوې دي. په شلمه پیړۍ کې د مخالفو لورو د حکومتونو نظامي شخړې او قطب بندۍ د نړۍ په سیاسي تاریخ کې نادرې دي. د یادونې وړ ده، چې په دې پېړۍ کې له ډېرو دلایلو او استدلالونو سره سره په سیاست کې د اخلاقو د څارنې لپاره تر ټولو بنسټیزې لارې هم په همدې پېړۍ کې وهل شوې دي. د اخلاقي نړیوالتوب اوج د شلمې پیړۍ په پای کې د شوروي اتحاد او یو قطبي نړۍ له ړنګیدو او د نړۍوالې ټولنې لخوا د نړیوال هژمون په توګه د امریکا له منلو سره رامنځته شو. امریکا چې ځان یې د نړۍ مشره باله، د نوي نړۍوال نظم د مفکورې په مطرح کولو او د هژموني ځواک په توګه د خپل ځای په تثبیتولو سره د نړۍ د اخلاقي کولو او ډموکراټيکه کولو پسې راووته. امریکايي چارواکو څرګنده کړه چې امریکا د نړۍ د مشرې په توګه خپل اخلاقي مسوولیت ګڼي چې په خپل ټول توان سره په نړۍ کې د ډیموکراسۍ بهیر پر مخ بوځي. ځکه ډموکراټيک حکومتونه له یوې خوا یو له بل سره جګړه نه کوي او له بلې خوا ګډې ګټې لري. نو د دغو دوو شاخصونو په پام کې نیولو سره، د حکومتونو لپاره د ځواب ورکړې او اخلاقي نړۍوالتوب زمینه برابروي.
د نړۍ په ټولو برخو کې د ډیموکراسۍ او د حکومتونو د حساب ورکونې لپاره پر نورو هېوادونو د امریکا پوځي او سیاسي یرغل او په دې برخه کې د نورو هیوادونو او نړۍوالو بنسټونو همکاري په مستقیمه توګه د ډیموکراسۍ د هڅولو خبره کوله، چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود. د نړۍ سیاسي وضعیت او د بشري حقونو د درناوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې، له بې وزلۍ سره د مبارزې او د بشري مرستو د برابرولو او د وروسته پاتې هېوادونو یا په ناورین کې د ښکېلو هېوادونو د ودې او پرمختګ لپاره د دولتونو لخوا د ټولنیزو تصمیمونو نیول اخلاقي نړۍوالتوب او اخلاقي اصولو ته د د دولتونو د ژمنتیا بنسټ جوړاوه.
داسې ښکاري چې په سیاست کې د اخلاقو پاللو عمر په دوو لسیزو کې پای ته رسېدلی د او د یوویشتمې پېړۍ د درېیمې لسیزې له سیاسي ناخوالو سره سره باید له سیاست د اخلاقو د راستنېدو خبره وکړو. د وروستیو کلونو پیښې او راتلونکي پیښې په ښکاره ډول له سیاست څخه د اخلاقو جلا کول تاییدوي. له امريکا سره د چين سيالي او د نړۍوال حيثيت د ترلاسه کولو لپاره د روسيې په شان د نورو هېوادونو سيالي او له نويو سيالانو سره په ناسالمې سيالۍ باندې د امريکا تمرکز له سياسته د اخلاقياتو د لېرې کېدو لامل شوی دی. ښکاره خبره ده چې د اخلاقو او سیاست تر منځ په اړیکو کې هغه مخ په بره وضعیت له ځوړ سره مخ شوی او د ښکته کیدو په حال کې دی.
ب) د ککړو لاسونو تیوري
د «د ککړو لاسونو» مفکوره په ۱۹۷۰ لسیزه کې مایکل والزر هغه مهال سیاسي ادبیاتو ته شامله کړه، چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه د خپل نفوذ په لوړې کچه کې وو. د دې خبرې مانا دا ده چې کله کله حکومتونه د بېلابېلو لاملونو له امله په ځانګړي ډول په جنګي حالاتو کې اړ کېږي چې داسې کړنلاره غوره کړي چې له ژورو اخلاقي اصولو سره په ټکر کې وي او عملا له دغو اصولو د سرغړونې لامل کېږي. له والزر نه مخکې مفکرینو لکه مکیاویلي او ماکس وبر د نورو کلمو په کارولو سره سیاست ته غیر اخلاقی بڼه ورکړه او څرګنده یې کړه چې واکمنان د خپل واک د پایښت او ټینګښت لپاره د اخلاقی اصولو پیروی ته اړتیا نه لري.
د اخلاقو او سیاست په ډګر کې د مفکرینو لیکنو ته په پام سره په دې برخه کې دوه بېلو انګېرنو ته رسېدلای شو، چې دواړې اخلاق له سیاسته جلا ګڼي، خو له فلسفي پلوه توپیر لري. ځینې یې پایلې ته ګوري او ټینګار کوي چې ریښتینې ارمان ښار ته د رسېدو لپاره، له شرارتي لارو کار اخیستل روا دي، ځکه چې د دوی له نظره، بد عملونه ذاتاً بد نه دي او د انسانیت اړتیا ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، په هیروشیما او ناګاساکي کې د امریکا له خوا د اټومي بمونو کارول او د متفقینو له خوا د جرمني بمبار چې په سلګونو زره کسان پکې ووژل شول، اخلاقي ګڼي، ځکه چې د دوی په وینا دا کړنې بدې نه دي او توجیه کېدای شي؛ دا ځکه چې د اټوم بم نه کارول یا د جرمني پر ښارونو بمبار نه کول به جګړه اوږده کړي، په دې صورت کې به د اوږدې مودې لپاره د تلفاتو شمېر د اټومي بم د تلفاتو په پرتله لوړ وي.
یو شمېر نور چې منځلارې دي، په دې باور دي چې د مطلوبو موخو د ترلاسه کولو او د ناخوالو او بدبختيو د مخنيوي لپاره، د بدو کارونو ترسره کول اړین دي او په عين حال کې په دې باور دي چې دا کارونه ذاتاً بد او له شرارته ډک دي، خو د بشر اړتیا ده. د مایکل والزر د «ککړو لاسونو» تیوري د همدې کټګورۍ یوه برخه ده. په عین حال کې، د دواړو ډلو ترمنځ یوازینی توپیر د بدو کارونو د ترسره کولو فلسفی اړخ دی. په دې مفهوم چې لومړۍ ډله دا نه مني چې دا کړنې بدې او غیر اخلاقي دي، په داسې حال کې چې دوېیمه ډله دا مني چې دا کړنې بد او غیر اخلاقي دي، خو اړینې یې ګڼي او په سختو بېړنیو حالاتو کې ترې کار اخیستلای شي.
ج) د «ککړو لاسونو» تیورۍ ته د حکومتونو پاملرنه او اړتیا
په داسې شرایطو کې چې «امنیتي معما» د دولتونو تر منځ پر اړیکو ولکه لري، لوی قدرتونه په لوړې کچې سره سیالي کوي، چې د سیاسي یا نظامي اتحادونو لامل ګرځي. کله چې سیاسي یا نظامي اتحادونه ان نسبي متوازن وي، حکومتونه د لږ ګواښ احساس کوي ځکه چې په دې حالت کې دولتونه بالفعل ګواښ نه احساسوي. که چېرې سیاسي یا نظامي اتحادونه په یوه انډول کې نه وي او له سیاسي یا نظامي پلوه یو پر بل برلاسی وي، کمزوری اړخ د ګواښ احساس کوي او په دې حالت کې کمزوری اړخ د بالفعل ګواښ احساس کوي. کله چې حکومتونه ګواښل کېږي، د ګواښ احساس کوي او په دې حالت کې ګواښونو ته په ګواښ سره ځواب ورکوي او د خپل پایښت لپاره د «ککړو لاسونو» نظریه کاروي.
د «ککړو لاسونو» تیوري د ټولو اړخونو له خوا د قدرت او ځواک کچې ته په پام سره کارول کېدای شي، په دې شرط چې د دې مفکورې له مخې دا د انسان ضرورت او اړتیا وي او دا یوازې په خورا بېړني حالت او د ازموینې وړ جګړې د پای ته رسېدو لپاره کارول کېږي. د دې نظريې له مخې د جګړې او وينې تويېدنې د پای ته رسولو لپاره د تاوتريخوالي له وسيلو کار اخيستل يوه بشري اړتيا ګڼل کېږي، چې بايد په جګړه کې د حق لرونکو اړخونو له خوا وکارول شي، نه د نامشروع اړخونو لخوا چې په دې صورت کې ښايي نامشروع خواوې د تاوتریخوالی د وسیلو په کارولو سره غير انساني موخې تعقیب کړي.
ترهګرې ډلې، ملیشه ډلې، بېلتون غوښتونکې ډلې، کمرزوري حکومتونه، زورواکي او ان زبرځواکونه هر یو د خپلو موخو د ترلاسه کولو او خپل مطلوب هدف ته د رسیدو لپاره د «ککړو لاسونو» تیورۍ ته مخه کوي او کارول یې خپل انحصاري حق ګڼي. د «ککړو لاسونو» د تیورۍ د ماهیت او اصل له مخې، مشروع اړخ د «ککړو لاسونو» د تیورۍ پر بنسټ د تاوتریخوالي وسیلو ته د مخې کولو حق لري؛ ځکه چې که داسې ونه کړي، وضعیت به نور هم کړکیچن شي. د «ککړو لاسونو» له تیورۍ په کار اخیستو کې کیدای شي د تاوتریخوالي د وسیلو لویه برخه شامله کړای شي، پردې سربېره، د ځواک د کچې او د «ککړو لاسونو» د تیورۍ د کارولو د پایلې ترمنځ مستقیمه اړیکه شته. د بیلګې په توګه، هغه قدرتونه چې اټومي وسلې لري ان کولای شي د «ککړو لاسونو» د تیورۍ پر بنسټ د اټومي وسلو کارول توجیه کړي او د زرګونو ملکي وګړو د وژلو لپاره اټومي وسلې وکاروي، لکه څنګه چې موږ په دویمه نړۍواله جګړه کې ولیدل.یا نور هېوادونه د ځمکنیو وسلو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو په کارولو سره د بل لوري پر ښارونو بمباري وکړي، چې په پایله کې به یې ډېر ولسي وګړي ووژل شي. ان کمزوري هېوادونه به د بل لوري د بنسټیزو تاسیساتو یا د مرستې او خدمتونو د بنسټونو د ویجاړولو په موخه د زرګونو ملکي وګړو له ژوند سره لوبې وکړي.
د «ککړو لاسونو» تیوري تر دې بریده د پام وړ ګرځېدلې ده، چې ان ترهګرۍ ډلې هم په دې لټه کې دي چې خپلې ناوړه کړنې توجیه کړي او خپلې شومې موخې ترلاسه کړي. ترهګرې ډلې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، هڅه کوي چې د وېرې او ډار د رامنځته کولو لپاره له نامحدودو تاوتریخوالو کار واخلي، چې د سرونو پرې کول، چاودنې، ماینونه، ځانمرګي بریدونه او نورې غیر اخلاقي لارې چارې پکې شاملېدای شي. په یقین سره، د «ککړو لاسونو» د تیورس پر بنسټ، دا ممکنه نه ده چې د ترهګرو ډلو ظلمونه توجیه شي او د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسولو بشري اړتیا وګڼل شي.
د «ککړو لاسونو» د تیورۍ مفکرین د دې تیورۍ یوه له مهمو ځانګړتیاوو د جګړې یوې خواته کول او پای ته رسول ګڼي. په دې مانا چې د دې نظريې په عملي كولو او پر یوې خوا په سخت ګوزار او بالاخره د هغې په ماتې سره جګړه پای ته رسېږي.یا په ساده ټکو د «ککړو لاسونو» د تیورۍ په کارولو سره، د زرو شپو مزل په یوې شپې کې کیدای شي. نن ورځ، چې له سیاسته د اخلاقو دراستنېدو خبرې په پراخه کچه کیږي او «د امنیت معما» د پخوا په پرتله د دولتونو اړیکې اداره کوي، حکومتونه د «ککړو لاسونو» د تیورۍ د اړخونو د څیړل خپله یوه اړتیا ګڼي.په اوسني حالت کې د دې خبرې تر ټولو روښانه بېلګه ختیځه اروپا ده. ځکه چې په نړۍ کې ترټولو ګرمه او مهمه اوسنۍ پیښه چې حکومتونه یې د یو بل پر ضد راپارولي او د یوې لویې او بشپړې جګړې لامل شوي، په اوکراین باندې د روسیې پوځي برید دی چې د جګړې ښکیلې خواوې هڅوي چې د «د ککړو لاسونو» له مفکورې کار واخلي.
جګړه د بشر په تاریخ کې یوه تل پاتې ښکارنده ده او د تاریخ په ټولو دورو کې وه او په راتلونکي کې به هم وي. جګړه د بشر اړتیا ده، خو دا اړتیا باید د اخلاقو پر بنسټ پلي شي. ځکه که داسې ونه شي، تمدن له منځه ځي او په دې صورت کې به د منلو وړ جنګ ګټونکي نه وي.