د سولې مشورتي لویه جرګه، د وېرو او هیلو په منځ کې پای ته ورسېده. د مشورتي لویې جرګې له هماغه پيله یو شمېر وګړو د هغې مخالفت وکړ او په بېلابېلو ډولونو یې هڅې وکړې چې په اړه یې خپل نظریات مطرح او په ټولنیز ذهنیت ومني. د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو مخالفینو هغه له کاره لوېدلی او ډېر پخوانی میکانېزم باله چې د ملي شورا د شتون په صورت کې نور څوک د هېواد د لویو پرېکړو د کولو واک نه لري. د جرګې ځینو مخالفینو جرګه د حکومت لخوا یوه داسې هڅه وبلله چې غواړي خپلې غوښتنې د هغې له لارې عملي کړي.
یو شمېر نورو بیا ویل چې د طالب بندیانو خوشي کول له وړاندې د امریکایانو له خوا منل شوي ؤ او ددغه راز لويې جرګې جوړېدل- هغه هم په لوړ لګښت سره، یو بې ځایه کار دی.
خو د مشورتي لویې جرګې پلویان جرګه د افغانانو د وحدت او یووالي بېلګه بولي چې د هېواد په ستونزمنو حالاتو کې یې د لویو ستونزو په حل کې تاریخي رول لوبولی دی. ددغو وګړو په اند په بشري ضد او جنايي جرمونو تورن طالب بندیانو د خلاصون په اړهپرېکړه، د یوه کس او یوه بنسټ له واکه بهر ده او افغانان یې باید په اړه خپل نظریات څرګند کړي.
دا چې د ۴۰۰ طالب بندیانو په خلاصون سره به په رښتیا هم په هېواد کې د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته وشي او خلک به له څلورو لسیزو جګړو وروسته، د خوښۍ او آرام ساه واخلي که نه، دا به د وخت په تېرېدلو سره هغه هم د طالبانو له لوري د نرمښت په ښودلو او د مرکچي پلاویو په وړتیا سره به روښانه شي. خو په اوسني وخت کې هغه څه چې مهم برېښي دادي چې په ټوله کې د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه افغان دولت د سولې د مشورتي لویې جرګې له لارې دوې مسئلې جوتې کړې: لومړی دا چې نور نو د سولې د خبرو په وړاندې خنډ نه دی پاتې شوی او که له دې وروسته بیا هم په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی دوام کوي، مسوولیت به یې د طالبانو ډلې او هغو هېوادونو پرغاړه وي چې د سولې له مشورتي لویې جرګې یې ملاتړ کړی او د طالب بندیانو پر خوشي کولو ټینګار درلود، دوهم دا چې افغانان له شته ګواښونو او هغې وېرې سره سره چې ښايي د طالب بندیانو له خلاصولو یې لري، سولې او ټیکاو ته د رسېدو په لار کې آن د خپلو نږدې خپلوانو او د کورنیو د غړو له وینو هم تېر او چمتو شول چې د خپلو بچیانو قاتلینو ته په هېواد کې د سولې او آرامۍ په موخه بخښنه وکړي. دې حقیقت ته که لږ پام هم شوی وي، هغه مهم پیغامؤ چې د افغانانو له خوا طالبانو او جګړه غوښتونکو ډلو او همداراز د دوی ملاتړو هېوادونو ته ولېږل شو.
ښايي په تېرو دوو لسیزو کې دا پیغام په بېلابېلو ډولونو بیان شوی وي، خو دا ځل په افغانستان کې اوسنيو شرایط او سیاسي چاپېریال هغه په بشپړه توګه ځانګړی کړی و او آن د جرګې له هماغه لومړیو شېبو د تشخیص او اټکل وړ ؤ.
بله موضوع د سولې د مشورتي لویې جرګې د رئیس په توګه د مصالحې د عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله رول دی. ډاکتر عبدالله وکولای شول په تدبیر او وړتیا سره دا رول ادا کړي. که څه هم په پیل کې داسې اندېښنې وې چې ښايي یو شمېر کسان د هغه په وړاندې د مخالفت غږ پورته کړي، خو د لویې جرګې په بهیر کې ښاغلي عبدالله په ښه توګه د جرګې مشري وکړه. دا مدیریت هم د هېواد په اوسني وضعیت کې د هېواد او خلکو لپاره د ارزښت وړ دی، په تېره بیا دا چې له دې وروسته د مصالحې د عالي شورا له خوا د سولې خبرې دوام مومي.
اوس دا ډاډ او باور پیدا شوی، لکه څنګه چې په لویه جرګه کې ښاغلي عبدالله مهم رول ولوباوه، له طالبانو سره به د سولې خبرې هم په دقیقه او سمه توګه مدیریت شي. اوس چې موږ له حساسو او تاریخي شرایطو سره مخامخ یوو، زموږ هر یو اقدام او ګام لویې پایلې لرلای شي. که د سولې په مذکراتو کې په سمه او یو موټي توګه ګډون وکړو، بې له شکه چې پایلې به یې د سولې، امنیت او دموکراسۍ په ګټه وي؛ خو که موږ ونه شو کولای چې خپل دا وس او یا خپل یووالی وساتو، له شک پرته هېواد به د جګړو او تاوتریخوالو له نه اټکلېدونکو غمیزو سره مخ وي!