په کابل کې د هند سفارت د زمري مياشتې په پنځمه د يک شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د هندوانو اتمې ډلې هېواد پرېښود او هند ته ولاړل.
په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازی نرندر سنګ خالصه ويلي دي چې دا ۱۱ کسيزه ډله هند ته د دايمي ژوند لپاره د افغاني تابعيت په درلودلو سره تللي دي. ويل کېږي چې دوی په افغانستان کې د امنيتي ننګونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول.
د افغانستان د سيک او هندوانو لږكيو ډله له اویایمې لسیزې راهیسې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. د دوی ډېری ځمکې او عبادت خونې غضب شوي دي. ځيني کسبونه او کاروبارونه يې د سيک او هندو ډلې سره د خلکو د بد چلند له امله په ټپه درېدلي دي.
سربېره پر دې چې د هېواد اساسي قانون په دويمه ماده کې د سيک او هندوانو مذهبي ازادۍ باندې ټينګار شوی، خو دوی نه دي توانيدلي چې په هغه ډول ازادي چې بايد وي، ترلاسه يې کړي.
لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده په دې وروستيو کې د دې ډلې پر وړاندې امنيتي ننګونې هم ډېرې شوې دي.
په کابل او ننګرهار کې دوه ځلې د دې ډلې پر راټولېدنو د داعش ډلې لخوا هدف لرونکي بریدونه وشول. دغه بریدونه چې د ۱۳۹۹ کال د وري مياشتې په ۱۵مه او د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي مياشتې په ۱۰مه ترسره شول، د سيک او هندوانو له ډلې پکې ۴۲ نفره قرباني شول.
د دې قومي – مذهبي ډلې مخور غړي برمته شوي هم دي چې په پکتيا کې د «نیدان سینګ» په نامه د هندوانو ډلې يو مشر برمته کېدل، یوه بېلګه ګڼلی شو. په همدې ترتيب په افغانستان کې د دې قومي – مذهبي لږکيو ډلې وضعيت په وروستيو څو لسيزو کې ښه نه دی.
تاريخ ته په کتو سره ويلی شو چې هندوان او سيکان په تېرو کلونو کې په کابل، ننګرهار، غزني، کندهار، هلمند، خوست، کندز او پروان ولايتونو کې ژوند کوه. د پکتيا او خوست په شمول د هېواد په ډېرو سيمو کې تر دې دمه د دې ډلې عبادتځايونه شته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څلوېښتو کلونو بدلونونو په پايله کې د هېواد ډېر شمېر سيک او هندوان له دې ولايتونو نه بې ځايه شوي دي او دمګړی يوازې په کابل، ننګرهار او غزني ولايتونو کې ژوند کوي.
حکومت په تېرو شلو کلونو کې د دې قومي – مذهبي ډلې د ملاتړ په موخه ځيني ګامونه هم پورته کړي دي. د هېواد اساسي قانون په دويمه ماده کې د سيک او هندوانو مذهبي ازادۍ باندې ټينګار شوی دی. د هندوانو ډلې لپاره په ولسي جرګه کې دوه څوکۍ او په سنا مجلس کې يوه څوکۍ په پام کې نيول شوي دي. د سيک او هندوانو ډلې د مذهبي اماکنو او عبادتځايونو د بيارغونې لپاره هم د دولت له لورې ژمنې شوي دي. په تېر مالي کال کې شل ميليونه افغانۍ او روان مالي کال کې پنځوس ميلونه افغانۍ په مختلفو ولايتونو کې د دې ډلې د عبادتځايونو د بيارغونې لپاره ځانګړې شوي، خو ليدل کېږي چې دولت د دې ډلې د امنيتي ننګونو او ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.
حکومت د ډېرو ژمنو سربېره تر دې دمه په دې نه دی توانېدلی چې د سيک او هندوانو د لږکيو ډلې غصب شوې ځمکې او جايدادونه بېرته راوګرځوي. همدرانګه دې ډلې ته د تعليم په برخه کې هم د حکومت له لوري ګامونه ګټور نه دي تمام شوي. اوسمهال د دوی په لسهاو شمېر ماشومان د ټولنيزو ستونزو او فرهنګي توپيرونو له امله له ښوونځيو څخه محروم دي. همدارنګه د دوی مذهبي مراسم او مناسک هم تر تهديد لاندې دي او دوی نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې مذهبي خپلواکي ولري. اختطافونه او د دوی پر عبادتخونو او راټولېدنو هدف لرونکي بريدونه هم له هغو ستونزو دي چې دغه ډله ترې رنځ وړي.
په دې وروستيو کې همدا ستونزې د دې لامل شوې چې د دې ډلې ځيني برخې د هېواد پرېښودو ته اړ شي.