له هغې وروسته چې سرپل او جوزجان ولایتونو سقوط وکړ، بلخ ولایت ته راغلم. څو ورځې په مزارشریف ښار کې پاتې شوم چې کاشکي نه وای پاتې شوی. د مارشال دوستم او عطامحمد نور په ویناوو پورې مې زړه تړلی و او د بلخ ولایت سقوط مې چې ناڅاپه او په یوه شپه کې ترسره شو ناشونی باله. همداراز بلخ ولایت ته د محمد اشرف غني سفر او د امنیتي ناستې ترسره کېدو په ذهنونو کې د طالبانو پرخلاف د جګړې پيغام درلود. د مزارشریف ښار د پخوا په پرتله تش ښکاري. پر ښار واکمنه فضا د سقوط ښکارندويي کوله؛ خو په بلخ کې د پوځي کمیټې بیانیو چې مارشال دوستم او عطامحمد نور یې په سر کې وو، خلکو ته یې د جګړې او مقاومت پيغام ورکاوه.
کابل ته د الوتکې د ټکټ بیه په بې مخینې توګه لوړه شوې وه. د زمري په شلمه د چهارشنبې په ورځ مې له خپل یوه دوست سره له یوه ټکټ پلورنځي ټکټ واخیست ترڅو کابل ته سفر وکړم. د الوتنې وخت د یکشنبې ورځ د زمري ۲۴مه نېټه وه چې د بلخ ولایت د سقوط له امله کابل ته د سفر زمینه برابره نه شوه. د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي په تېره بیا دولتي مامورین او شتمن وګړي د بلخ له سقوطه یوه اوونۍ مخکې کابل ته تللي وو.
د شنبې ورځ د زمري ۲۳مه ده او د مزارشریف اوسېدونکي سخت اندېښمن وو. له غرمې وروسته خبر راورسېد چې د ښار کمربند د طالبانو لاس ته ورغلی دی؛ دا هغه کمربند و چې د همدې ورځې په غرمه ښاغلی عطامحمد نور هلته تللی و او له خپلې فېسبوک پاڼې یې لنډ پيغام خپور کړی و او د طالبانو پرخلاف یې د سخت مقاومت خبره کړې وه. شپه راورسېده او د خلکو وېره او اندېښنه څو برابره شوه، زما یو ملګری په خالد ښارګوټي کې ژوند کوي، هغه د وضعیت په هکله کره مالومات لري، له ما سره یې اړیکه ونیوله او وې ویل: د جګړې کرښه ماته شوې او همدا اوس د ټانګونو او دولتي موټرو کتارونه د خالد ښارګوټي له سړک څخه تېرېږي، روښانه نه ده چې مارمل غرونو ته ځي یا حیرتان بندر ته. ددغه خبر په اورېدو سخت اندېښمن شوم، د سرپل د سقوط وېره مې لا په زړه کې وه چې د بلخ ولایت سقوط اندېښمن کړم، له خپلو دوو دوستانو سره خالد ښارګوټي ته ولاړم. ټکسي موټر مې ودراوه او د دغه ښارګوټي په لور روان شوو، ټکسي چلوونکی تر دې وخته د ښار د سقوط په اړه خبر نه و، طالبان لا ښار ته نه وو داخل شوي او دولتي پوځيان هم په بشپړ ډول له ښاره نه وو وتلي.
د ښارګوټي پر سړک زیات شمېر زرهي تانګونه لیدل کېدل، ددغو ټانګونو په وروستي مقصد نه پوهېدو، د خپل ملګري کور ته ورسېدو، ټول پام مو فېسبوک ته و، د فېسبوک ډېری کاروونکو د بلخ د سقوط خبر ناسم او د دښمن په ګټه آوازه بلله. د بلخ ولایت یو خبریال چې له هېواده بهر دی، شېبه په شېبه پر خپله فېسبوک پاڼه خبرونه لیکي او د ښار وضعیت آرام بولي. لږ وروسته واورېدل شول چې ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځیانو خپل سنګرونه دښمن ته پرېښودل. ملګري مې د ډاډمنېدو لپاره د عطامحمد نور له یوه خپلوان سره اړیکه ونیوله، هغه په ځواب کې ورته وویل: غوره ده چې یوه امن ځای ته ولاړ شئ، دا زموږ په نظر د مزارشریف لپاره وروستۍ خبره وه، له بده مرغه چې مزارشریف په بشپړ ډول سقوط کړی و.
ښار تش و او طالبان لا ښار ته نه وو داخل شوي، په ټولنیزو شبکو کې خبرونه خپرېدل چې د بلخ دولتي ځواکونه حیرتان بندر ته ولاړل او له هغې لارې ازبکستان ته ورسېدل. دا خبر وروسته عطامحمد نور پر خپله فېسبوک پاڼه کې تایید کړ. عطامحمد نور د یوې لویې دسیسې خبر ورکوي او وايي چې د کابل مشران هم له دې دسیسې سره مخ دي. نیمه شپه وه چې طالبان ښار ته ننوتل او پر یوه څلور لاره یې خپل سپين بیرغ پورته کړ او پر فېسبوک ددې صحنې تصویر لاس په لاس کېده.
ما او دوستانو مې کابل ته د سفر پروګرام برابر کړ، د یکشنبې په ورځ د زمري په ۲۴مه نېټه سهار وختي مو د سفر پېټي وتړل او روان شوو، یو مې همکار دی چې د سرپل ولایت په یوه ولسوالۍ کې یې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بل هم په یوه ولسوالۍ کې ولسوال و. د خالد ښارګوټي پر سړک چوپتیا خپره وه، پر دغه واټ هېڅ موټر نه لیدل کېده، د فرعي کوڅې یوې غاړې ته د پولیسو یو رنجر موټر درول شوی و، په لیدلو یې خوښ شوو، خو خبر نه وو چې پکې سپاره کسان پولیس نه بلکې طالبان دي.
ټکسي نه پېدا کېده چې د کابل د مسافر وړونکو موټرو تمځای ته ولاړ شو. د سړک په یوه برخه کې سور رنګی فولډر ډوله موټر درول شوی و او ترڅنګ یې څو تنه ولاړ وو. همکار مې د سړک هغې غاړې ته ولاړ او خبرې یې ورسره وکړې. موټر کابل ته روان و او یوه کورنۍ یې لېږدوله، همکار مې د موټر خاوند ته قناعت ورکړ چې له موږ څخه یو کابل ته ورسره بوځي. له لنډې مشورې وروسته ما او همکار مې رضایت ورکړ چې ولسوال په موټر کې سپور شي. لومړۍ چوکۍ مو د څلور زره افغانیو په بدل کې دربست ونیوه. موټر چلوونکی هم زموږ په مجبوریت پوه شو له دې مجبوریته یې ناوړه ګټه پورته کړه، اوس نو زه او همکار مې پاتې شو. وروسته مو بل ټکسي موټر دربست ونیوه او د مسافر وړوونکو موټرو تمځای ته روان شوو. همکار مې چلوونکي ته وایي چې له فرعي لارو تمځای ته ولاړ شي. یوه فرعي سړک ته ورسېدو چې طالبانو د تلاشۍ پوسته جوړه کړې وه، زیات شمېر طالبان پر سړک ولاړ وو، جامې او څېرې یې وېروونکې ښکارېدې. ټکسي یې ودراوه او زه او همکار مې یې له موټره ښکته کړل، ټولو تورې لونګۍ پر سر وې او په پښتو ژبه یې خبرې کولې. په غوسه یې ټول تلاشي کول، تازه ښار ته داخل شوي او د نامناسب چلند وېره موجوده وه. د سړک کیڼ لوري ته یوه ښکلې ودانۍ وه، د کور دروازه خلاصه وه او طالبان پکې تګ راتګ لري، پرته له دې چې موږ پوښتنه وکړو، چلوونکی وايي، ددغه کور خاوند د سرپل ولایت مخکیني والي محمد ظاهر دی چې د افغانستان د وحدت ګوند د مشر محمد محقق له خپلوانو څخه دی. طالبان دا کور تلاشي کوي او ښایي په خپل مرکز یې بدل کړي.
د مسافر وړونکو موټرو تمځای ته رسېږو، د سرپل ولایت د ملي امنیت ریاست یو کارکوونکی هم له موږ سره ملګری کېږي، د موټر کرایه درې برابره ده. موټر چلوونکی له خلکو سره بل ډول چلند کوي او آن چا ته سلام نه ورکوي. د حیرتان بندر د دوه لارې ترڅنګ پر موټرسیکل سپاره یو شمېر طالبان لیدل کېدل. چلوونکی وايي، دا حیرتان بندر ته ورځي او د بلخ له پوځي ځواکونو پاتې شوي وسایط او تجهیزات غنیمت کوي او ښار ته یې لېږدوي. له سمنګانه د بغلان تر خنجان پورې هرځای طالبان لیدل کېږي؛ خو مسافروړونکي موټر جدي نه تلاشي کوي. د کابل، پروان او کاپیسا له سقوطه خبر نه یو او په یوه هوټل کې په بېړه ډوډۍ خورو، سالنګونو ته رسېږو، د ناخوښۍ خبر اورو، یو څوک مې له همکار سره اړیکه نیسي او د کابل دارالامان ته د طالبانو د رسېدو خبر ورکوي.
خواشیني کېږو او کابل ته له سفره پښېمانه کېږو، هرڅومره چې مخکې ځو، امنیتي ځواکونه او د سالنګونو له مسوولینو څوک نه وینو. په یوه تونل کې څلور ساعته ګیر پاتې کېږو، نه مخته تګ کېږي او نه وروسته، موټر چلوونکي وايي چې د ګړندي تګ او ترافیکي قوانینو ته د بې پامۍ له امله موټر سره ټکر شوي او کوم مسوول نشته چې دا ستونزه حل کړي. د سالنګونو مسوولین ټول تښتېدلي دي، له خنجان ولسوالۍ سره اړیکه نیسي او له طالبانو مرسته غواړي، په هغه وخت کې د دولت نشتوالی احساسوم. د سالنګونو د مسوولینو له تلو وروسته، موټر چلوونکي د تګ راتګ لارښوونو ته پام نه کوي چې دا کار د ننه په تونل کې د ترافیکي پېښ لامل شوی و. موټر چلوونکي د ستونزې په اواري کې پاتې راغلي وو او د یو بل خبرې ته غوږ نه نیسي. له څو ساعته انتظار وروسته طالبان راځي د ټوپک په زور لاره پرانیزي. د جبل السراج تر پایه سړک تش دی. امنیتي ځواکونه او طالبانو نه لیدل کېږي، یوازې د سړک یوې غاړې ته یو وسله وال کس درېدلی دی، شخصي جامې یې اغوستې د سر وېښتان یې پر اوږو پراته دي. دا سیمه چې یو وخت د طالبانو پرخلاف د مقاومت مرکز و اوس یې یو تن اداره کوي. د عمومي سړک ترڅنګ، د ملي اردو ټانګونه هم لیدل کېږي، د ټانګونو دروازې خلاصې دي او ټایرونه یې هم پنچر دي. زموږ بل ملګری چې له موږ مخکې روان شوی و، راسره اړیکه نیسي او وایي: خلک وېرېدلي او ټول د تېښتې په لټه کې دي، همداراز په بازار کې هټۍ تړلې دي.
چاریکار ښار ته ورسېدو، په ښار کې تر هر بل وخته ډېره ګڼه ګوڼه وه، طالبان د واټونو پر سر ولاړ وو. خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو طالبانو ته کتل. طالبانو زموږ موټر ودراوه، له موټر چلوونکي یې وغوښتل چې دوه تنه وسله وال تر سرای شمالي پورې ورسوي. کله یې چې سرای شمالي یاد کړ پوه شوم چې کابل سقوط کړی. همکار مې ځای بدل کړ او د ملي امنیت د کارکوونکي ترڅنګ یې کېناوه او په مابین چوکۍ که زه او دوه وسله وال کېناستو. یوه د پوځ «ام ۱۶» وسله پر اوږه کړې وه او بل یې له خپلې وسلې سره دوه میله نورې وسلې هم په اوږه کړې وې. دواړو ښه غټ اندامونه لرل او په سختۍ په موټر کې ځای شول، لوی وېښتان او ږېرې یې لرلې د دواړو له مخونو خولې روانې وې، تودې جامې یې اغوستې وي، ګرمې هوا او د دوی خولو مې وضعیت خراب کړ. موټر چلوونکي ترې وغوښتل چې پام وکړي تر څو د وسلو میلونه یې د موټر شېشې خرابې نه کړي.
دواړه پښتانه وو او په فارسي یې هم خبرې کولی شوای، هوا ډېره ګرمه او لمر و، دواړه ډېر وږي، تږي وو، او ویل یې چې که کېدای شي دوه بوتله اوبه او دوه پاکټه نسوار ورته واخلو؛ ځکه خپله یې د اخیستو لپاره پیسې نلرلې. همکار مې د دوی غوښتنه پوره کړه، اوبه یې وڅښې او وروسته یې نسوار تر ژبه لاندې کېښودل. وېره مې په سترګو کې ښکارېده، ډېر خولې شوی وم. هغه دوه ملګري مې چې په مخکې ناست دي، لږ لږ راګوي او خاندي. هغه څوک چې له طالبانو تښتي اوس په موټر کې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، په داسې یوه وضعیت کې وم چې هېڅکله مې یې په اړه فکر هم نه و کړی. دواړه سره وايي: الحمدلله ټول ځایونه فتحه شول، پوښتنه مې ترې وکړه چې پنجشېر هم فتحه شو؟ بیا بیا وايي: ټول ځایونه فتحه شول، البته پوهېدم چې پنجشېر په آسانه نه شي نیولای. پرته له دې چې موږ پوښتنه وکړو له ځان سره یې ویل: دا مجاهدین د پخوانیو مجاهدینو په شان نه دي ډېر توپیر لري. همکار مې د لوړ عُمر خاوند و او له دوی دواړو سره یې ښې خبرې کولې. له دوی دواړو پوښتي چې چېرته یې پوځي عملیات لرل؟ په ځواب کې یې وایی: «په بګرام کې مو عملیات لرل او غوښتل مو هغه مجاهدین چې زنداني شوی وو، وې ژغورو؛ خو دښمن مینونه اېښې وو چې په پایله کې یې شپږ تنه مجاهدین شهیدان شول.»
طالبان په هرو څو ګامونو کې د تلاشي لپاره ولاړ دي، د دې ډلې په وسلو سمبال کسان د واټونو پر سر درېدلي وو. زموږ موټر یې ودراوه، دغه دواړه چې وسلې ورسره وې له موټره یې ښکته کړل، د دوی په دې لویه ډله کې داسې څوک نه وو چې دري خبرې وکړي، ټولو په پښتو خبرې کولې. طالبانو هڅه کوله چې د دغو دوو تنو وسلې ترې واخلي.
دغو دوو تنو دروغ ویل، دوی په بګرام زندان کې بندیان وو او د زندان د قفل له ماتولو وروسته له زندانه راوتلي وو او وسلې یې په غنیمت نیولې وې، نه یې غوښتل چې طالبانو ته یې ورکړي. دواړو ویل: د وردګو او د فلاني دلګي غړي یو چې کلونه مو د پروان ولایت په غوربند کې جهاد کړی. له هر چا سره یې اړیکه ونیوله خو بریالي نه شول، موږ د سړک پر سر په تمه ولاړ یو، طالبانو دا دوه تنه د وسلو راټولولو کمېټې ته بیایي. لږ وروسته راځي او په موټر کې سپرېږي. موټر ته له سپرېدو وروسته کرار کرار طالبان غله بولي. د یوه وسله یې اخیستې وه او د بل نه، هغه یوه چې خپله وسله نه وه تحویل کړې تر پښو لاندې یې دوې نورې وسلې هم لرلې او زما د شا بیک یې پرې اېښی و ترڅو یې طالبان ونه ویني. ډېر په تنګ شوی وم، پښې مې پر دوه میله وسلو اېښې وې. له ما یې وغوښتل چې پښې مې داسې کېږدم چې وسلې ښکاره نشي. وخت نه راباندې تېرېده. عمومي واټ له موټرو ډک و، او په ټولو موټر کې هغه کسان وو چې نوي له بګرامه خوشي شوي وو. طالبان د بندیانو موټر په تلاشۍ کې درول. یو موټر په تلاشۍ کې نه درېږي او طالبان هم بې درېغه پرې ډزې کوي. خوشي شوي بندیانو ټولو وسلې ورسره لرلې او تر طالبانو ډېر په غوسه ښکارېدل. هغه موټر چې له شماله کابل ته راتلل، طالبانو د چاریکارو په چوک کې درول او خوشي شوي بندیان یې په زور موټرو ته پورته کول.
په طالبانو کې بې نظمي دېره وه، له یوې بندیانو چې وسلې ورسره وې په موټرو کې کابل ته روان وو، او له بله پلوه هغه طالبان چې چاریکار ښار ته څېرمه یې د تلاشۍ پوسته جوړه کړې د وسلې د لېږدولو اجازه نه ورکوي. د تلاشۍ له پوستو تېرېږو او کابل ته نږدې کېږو، دغه دوه کسان له موږ غواړي چې له هغې شمېرې سره اړیکه ونیسو چې ورسره ده، زما همکار مراد دا کار کوي او اړیکه ټینګېږي. له خپلو وروڼو سره خبرې کوي او ترې غواړي چې سراي شمالي ته د دوی هرکلي ته راشي. د دوی د وروڼو کور په سرای شمالي کې دی، د کابل په زړه کې هم طالبانو ژوند کاوه.
سرای شمالي ته راورسېدو، موټر چلوونکي ته یې وویل چې یوې خوا ته موټر ودروي تر څو د وسلو د ښکته کولو پرمهال یې څوک ونه ویني، موټر چلوونکی مجبور دی څه چې ورته وایي وې مني. په سرای شمالي کې تر بل هر وخته ډېره ګڼه ګوڼه وه. طالبان پر سړکونو ډېر خوښ ښکارېدل، په دولتي موټرو کې سپاره او هرې خوا ته یې تګ راتګ کاوه، هر چا چې دا صحنه لیدله پوهېده چې په ښار کې بشپړه ګډوډي واکمنه وه، کابل هېڅکله دومره ګډوډ نه ښکارېده، په ټکسي کې سپاره شوو چې ولاړ شو په یوه هوټل کې د اوسېدو ځای پيدا کړو. کله چې له ټکسي ښکته شوو پام مو شو چې د یوه ملګري موبایل مې چا غلا کړی دی.