۸صبح، بلخ: بلخ کې ځايي سرچینې وايي، چې پخواني حکومت کې د ملي امنیت کارکوونکی عبدالمالک احمدي څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، چې کورنۍ یې شپږ ورځې وروسته په بې هوښه حالت کې پېدا کړی دی.
د دغه کارکوونکي د کورنۍ غړي د شنبې پر ورځ د لیندۍ پر دیارلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې نوموړی د بلخ روغتون کې شپږ ورځې بې هوښه و، چې تېره شپه یې ساه ورکړه.
د هغه خپلوان ادعا کوي، چې نوموړی د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
د ملي امنیت د دغه پخواني کارکوونکي د نږدې خپلوانو په خبره، چې نوموړی له دې وړاندې هم د طالبانو تر څارنې لاندې و او څو وارې یې ګواښ ورته کړی دی.
بلخ کې طالب چارواکو تراوسه د دې پېښې په تړاو څه ویلي نه دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ولایت کې څو ورځې وړاندې هم نامالومه وسلهوالو د یو وکیل پر دوو ساتونکو ډزې کړې وې.