د بشر په تاریخ کې ډېر ځله داسې پېښ شوي چې دین او مذهب د مذهبي مشرانو د خدمت یوازینۍ سیاسي وسیله ګرځېدلې او کله کله دیني او مذهبي مشرانو له دین څخه سیاسي او اقتصادي ګټه اخیستې ده. ښکاره خبره ده چې دين د مذهبي مشرانو په لاس کې دی او دوی ترې تر ډېره سياسي او اقتصادي ګټه پورته کړې ده. د دین د تعریف خلاف، چې باید د انسان د خوښۍ او آرامۍ سرچینه وي، د دین په لاره کې د عامو خلکو او هېوادوالو ونډه د دین په لاره کې له قربانیو او د عامو خلکو په اوږو پروت د قربانیو بار پرته بل څه نه دي. خیر او ګټه یې د دیني مشرانو په برخه وه او عامو خلکو ته یې هېڅ نه درلودل. داسې ښکاري چې دین د یوې خاصې طبقې د خدمت لپاره دی چې له هغې څخه سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
د امریکا او نړیوالې ټولنې په شل کلن حضور کې طالبانو د خپل دولت او ملت پر ضد جګړه وکړه. دوی حکومت د غرب او بهرنیانو ګوډاګی ګڼلی او د تېر حکومت چارواکي یې د کافرو اجیرانو په نامه یادول چې د «کفري هېوادونو په چټلو پیسو» تغذیه کېږي. آن د افغانستان په سویلي او ختیځو ټولنو کې چې زیاتره یې د طالبانو د افکارو تر تسلط لاندې وو، هغه عسکر چې په حکومت کې یې کار کاوه په ټولنیزه توګه ګوښه شوي وو او د هغوی ډوډۍ چا نه خوړله، په دې ګومان چې د دولتي مامور ډوډۍ حلاله او پاکه نه ده. دوی اعلان کړی و چې دا ډوډۍ د لوېدیځ او “کفري ټولنو” په پیسو چمتو کېږي. طالبانو د نړیوالو مرستو د غنمو بارونه هم وسوځول، زیربناوې یې ویجاړې کړې او په لسګونو زره دولتي عسکر او پولیس یې ووژل. دوی د بهرنیو موسسو او بشری حقونو سازمانونو سره د همکارۍ په جرم په زرګونو خلک ووژل او اکثره ملکیان د دغه جنګ او بشر ضد جنایت اصلی قربانیان وو. طالبانو په پُل، پل چک او په مکتب هم رحم ونه کړ او په ځانمرګو بریدونو او چاودنو یې وران کړل.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او واک ته له رسېدو څه باندې یو کال کېږي. په دې موده کې موږ د امریکا او نړیوالې ټولنې د مرستو شاهدان یو، په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې چې هره اونۍ کابل ته د امریکايي ډالرو هفتواری بستی رارواني دي. هغه طالب مشران چې ځانونه یې د اسلام د دین وارثان ګڼل او ځانونه یې د اسلام له پیغمبر څخه زیات مسلمان ګڼل، نن د غرب او امریکا په پیسو تکیه کوي. نن دوی د ملیونونو ډالرو له کڅوړو څخه ګټه پورته کوي چې تر پرون پورې یې د کارولو له امله بې شمیره خلک وژلي او وینې یې تویولې دي. اوس دغه پيسې له شريعت او سنتو سره کوم تضاد نه لري. پرون امريکايي ډالر ناروا او حرام وو، خو نن د طالبانو لپاره حلال او مشروع شوي دي.
طالبانو د عامو خلکو او د بهرنیو سازمانونو او موسسو د کارکوونکو ژوند په دې خاطر اخیستلو چې د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا له دسترخوان څخه ډوډۍ خوري. خو اوس د دوی لاس د غرب او امریکا پر لور غځول شوی دی. زه فکر کوم چې د پیسو ځواک طالبان بدل کړي او دوی د پیسو له واقعیت سره موافق دي. اوس دوی ډالر ته – چې د انسانانو عام او مشترک معیار دی – تسلیم شوي دي.
کارل مارکس د پردیتوب په خپله تیوري کې وايي:«پیسې د نه ممکناتو په منځ کې د ورورولۍ صیغه بولي.» هغه طالبان چې دین ته یې وفاداري، فضیلت او له وطن سره مینه د خپلې جګړې د لامل په توګه وکاروله، اوس دوی د امریکايي ډالرو په مقابل کې خپل اسلامي فضیلت او عقل له لاسه ورکړی دی. زه دا نه وایم چې ډالر خراب دي، خو ولې باید ډالر په هکله دوه ډوله دیني پوهه موجوده وي؟ داسې پوهه چې د ملت لپاره درد او عذاب وي خو د طالبانو لپاره خیر او سوکالي.
اسرائیلي تاریخپوه او فیلسوف یووال نوح هاري وايي:«پیسې یوازینی خیالي حقیقت دی چې هرڅوک پرې باور لري. هرڅوک په خدای باور نلري، هرڅوک په بشري حقونو باور نلري، هر څوک په ملت پالنه باور نلري. نوموړی زیاتوي، چې اسامه بن لادن د امریکا له خدایه کرکه لري، د امریکا له دین او کلتور څخه کرکه لري، خو هغه هېڅکله له امریکايي ډالرو کرکه نه لري او ډېره مینه ورسره لري.» اوس طالبان ديني مسايلو ته د دغې تګلارې بل ډول استازيتوب کوي.
دا دوه اړخیزه نظریه باید سمه شي. د طالبانو مفکوره چې له پرمختګ، ازادۍ او فکر سره د دښمنۍ نښه ده، د دې جغرافیې اصلي ستونزه ده. د مذهبی مشرانو له خوا دوه ګونی پوهه او د مذهبی تغییراتو ګټه یواځی د طالبانو مشرانو ته رسیږی مګر مصیبت او بدبختي د غریب ولس په سر پریوزي. د دوی مذهبي مشران د ازادۍ او سوکالۍ په سیوري کې ژوند کوي خو د ملت او مؤمن ولس لپاره جبر او تیاره غواړي. دیني حکومتونه د دین په چوکاټ کې د ژوند کولو ټول ارزښتونه او اخلاق چې هر ډول ازاد فکر او اختلاف پیدا کوي جرم او ناپاکه ګڼي او د اختلاف او په بل ډول فکر په لور روانېدل بد بولي. دیني حکومت دا خپله دنده بولي چې هغه افکار له منځه یوسي، کوم چې د نفس د خواهش څرګندونه کوي؛ ولې طالبان هغه څه چې د ځان لپاره یې خوښوي، د ملت لپاره یې نه خوښوی او ځانونه د نننۍ عصري نړۍ مستحق ګڼي. دوی د خپلو ځانونو لپاره د عصري نړۍ هوساینې، خوښۍ او سوکالي او د خلکو لپاره بدبختي او فقر غواړي.
له یو کال راهیسې د ښوونځيو دروازې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ تړل شوې دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې اړه کومه دیني نظریه عملي شوې ده. د استبدادي مذهبي حکومتونو په دود کې، هر هلک او نجلۍ چې د آزادۍ غوښتنه کوي، هره هغه ښځه چې د حق غوښتنه کوي، د کار، تعلیم او ډوډۍ حق وغواړي، د ناپاکۍ څرګندویه ده او باید له منځه یوړل شي او یا په سخته سزا محکومه شي. د طالبانو دیني حکومت په خپل یو اړخیز قضاوت او وچ مذهب سره د شر د تولید لویه سرچینه ده. طالبان د خپل لښکر او د امر بالمعروف او عن المنکر د ځواک په زور خلک وژني، جنګیالي ګماري او د خلکو د وژلو امر کوي. دا ډول ظلم او توجیه نن د ایران په مذهبي حکومت کې هم لیدل کیدای شي. د ایران مذهبي حکومت هم د خپلو اتباعو لاریونونه “مغشوش کوونکي” او “فتنه” بولي او لاریون کوونکي سخت ځپل کېږي. د مجازاتو بنسټ او د جبر وسیله د کلتور او سمبولیک سیسټم یوازینی بنسټیز اړخ دی چې د ناپاکو او بدو پیښو په تعریفولو سره یې د له منځه وړلو امر ورکوي. هر چیرته چې ناپاکۍ تعریف شي، قتل او وژني هم پیدا کېږي. د دین او سیاست له دوو رنګونو په استفادې سره دیني مشران او طالبان خپلي عقیدې ویجاړوي. د دې دوکې ختمول له تشدد او درواغو پای ته رسولو سره تړاو لري.
سعودي عربستان چې د اسلام د راڅګندېدو مرکز دی نن ورځ په چټکۍ سره پرمختګ کوي. په دې هېواد کې مذهبي سخت دریځۍ ورو ورو جوړجاړي او همکارۍ ته لاره هواروي. سعودي عربستان د اصلاحاتو په لور ګامونه اخلي او د دغه هېواد پاچا د نننۍ نړۍ له پياوړو مشرانو څخه دی. د اسلامي نړۍ په بله غاړه کې د افغانستان خلک اوس هم د مذهبي مشرانو د سیاستونو قرباني دي.