۸صبح، غور: په غور، هلمند او روزګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله یوه نجلۍ مړه شوې او ۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
په غور کې سرچینې وايي چې چهارشنبه د وري پر ۸مه په دغه ولایت کې سېلاب راغلی چې له کبله یې یوې پیغلې ژوند بایللی دی.
دغې نجلۍ د غور د الفاروق ولسوالۍ په غارک سیمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا، د غور د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لارې زیانمنې کړې دي.
ورته مهال، په هلمند کې هم سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو ۲۵ کورونو تخریب کړي او اوسېدونکو ته یې یو میلیون افغانۍ زیان رسولی دی.
په روزګان کې هم سېلابونو ۱۵ کورونه ویجاړ کړي او د نورو اوښتو زیانونو په اړه یې معلومات نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم سېلابونه پېښ شوي چې د یو کور دیوال یې نړولی دی. په دې پېښه کې دوو ماشومانو ژوند بایللی دی.