په پروان کې یو ځايي خبریال له څلورو ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

۸صبح، پروان: په افغانستان کې د خبریالانو د ملی ورځې په مناسبت د پروان ولایت یو تن سیمه ییز خبریال خپلوان وایې چې قدرت الله نوری له څلورو ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.
د دغه خبريال یو تن خپلوان چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله د جمعې په ورځ (کب٢٦) له ٨صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وويل چې نوري څلور ورځې وړاندې د جبل السراج ولسوالۍ له تغلر سيمې څخه نيول شوى دى، د طالبانو استخباراتي ځواکونه لخوا نامعلوم ځای ته وړل شوی.
د هغه په وينا، د نوري له نيول کېدو څلور ورځې تېرې شوې، خو د قدرت الله نوري کورنۍ د هغه له برخليک نه ده خبر.
سرچینې د دغه خبريال د نيولو انګيزه د خبريال په توګه د هغه مخينه یاده کړی.
قدرت الله نوري له تېرو څو کلونو راهيسې د پروان په سيمه ييزو رسنيو کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د کب ۲۷مه د هېواد د خبريالانو له ملي ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په داسې حال کې راغلی چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې زیات شمېر خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېرو له مخې، مرتضی بهبودي، فرانسوي – افغان خبریال او د «همیشه بهار» راډیو ټلویزیون د سپورټ خبریال خیرالله پرهر دا مهال د طالبانو په بند کې دي.