کندهار کې یو مېن او یو ماشوم وژل شوي

۸صبح، کندهار: په کندهار ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال یو مېن او یو ماشوم له ژوند څخه محروم شوي دي.
په یوه پېښه کې، د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په رنګریزانو داني سیمه کې یوه ځوان مېن ځان ځړولی او مړ شوی.
د دغه ځوان خپلوانو ویلي، چې هغه یوه بل چا ته د خوښې شوې نجلۍ د ورکولو په غبرګون کې یې خپل ژوند پای ته رسولی.
د یو بل خبر له مخې: د کندهار د دامان ولسوالۍ په هجران کارېز سیمه کي یوه ۱۳ کلن هلک په پخوانۍ سرګلولې لوبي کولې، چې چاودنه پرې شوې او وژل شوی دی.
د طالبانو ځایي چارواکو د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جبري ودونه او ناوړه کولتوري دودونه او اقتصادي ناورین په افغانستان کې د داسې پېښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.