شهباز شریف: پاکستان به له خپل اټومي پروګرامه لاس وانخلي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې دغه هېواد له نړیوال وجهي صندوقه د مرستې د ترلاسه کولو سره سره، د خپل اټومي پروګرام پرېښودو ته چمتو نه دی.

د (ان ایچ کی) تلويزيوني چينل جمعې په ورځ (مارچ په ۱۷مه) راپور ورکړ «داسې مهال چې پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره له نړيوال وجهي صندوقه د مرستې غوښتنه کوي، ځينو رسنيو او د بهرنيو موسسو ځينو چارواکو ګومان وکړ چې د دی مالي مرستې په مقابل کې به پاکستان له خپل اټومي پروګرام لاس اخلي، دا ګومانونه پای ته ورسول».

شهباز شریف په خواله رسنیو کې دغه افواهاتو ته ځواب ورکړی او هغه یې ګمراه کوونکي بللي دي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان اتومي پروګرام، د پاکستان د قدرت ساتني او د ملت د نه بدلیدونکې اجماع استازیتوب کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د مالیې وزیر( محمد اسحاق‌دار) هم هر ډول جوړجاړی رد کړی و او ویلي یې و، چې هېڅ اړخ نه شي کولای دی هېواد ته ووايي چې کومې وسلې او توغندي لرلای شي.

ویل کیږي چې پاکستان شاوخوا ۱۶۰ اټومي سرګلولې لري او په فعاله توګه د خپلو وسلو پروګرام ته پراختیا ورکوي.

پاکستان د نړیوال وجهي صندوق مالي مرستو ته سخته اړتیا لري؛ د دغه هېواد د ملي پیسو ارزښت په پرلپسې ډول را لوېدلی او د انرژۍ بيې لوړي شوې دي. تېر کال سخت سېلاب هم په دغه هېواد کې ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.

له نړیوال وجهي صندوق سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو د مالي مرستې په اړه د دغه هېواد خبرې اترې دوام لري. د پاکستان د مالیې وزیر اعلان کړی چې دغه خبرې اترې به ډېر ژر بشپړې شي.

ورته لیکنې

Back to top button