۸صبح، هرات: په هرات کې ځایي سرچینې وایي چې یوه سړي په دې ولایت کې خپله ورینداره په ډزو سره وژلې ده.
سرچینې چهارشنبې د لیندۍ په دوهمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې ددې ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې یوه سړي د خپل ورور مېرمن په ډزو سره وژلې او یوه بله ښځه یې ټپي کړې ده.
ددې پېښې لامل تراوسه نه دی روښانه شوی.
په هرات کې طالبان ددې پېښې په تاییدولو سره وايي چې تورن کس یې نیولی او وسله یې هم ترې ترلاسه کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.