نورستان کې د ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

۸صبح، نورستان: د هېواد له ختیځه د نورستان ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ماین د چاودنې له امله، دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپی شوی دی.

دا پیښه د جمعې په ورځ (د غبرګولي په پنځمه) د نورستان ولایت د واڼټ‌وایګل ولسوالۍ په (سمګول) دره کې رامنځته شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ماشومانو له يوه ناچاودېدلي ماین سره لوبي کولی، چې د لوبو پر مهال ماین چاودنه کړی.

د وژل شویو ماشومانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په نورستان کې طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودیدونکو مهماتو چاودنې، وخت پر وخت قربانۍ اخلي.

تېره اوونۍ هم د تېر حکومت پر مهال د طالبانو له خوا د ښخ شوي ماين چاودنې له امله، يو ملکي وګړى ووژل شو او تراکتور يې ويجاړ شو.

Back to top button