۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین به سر له سبا د افغانستان په ټولو سیمو کې پیل شي.
یاد بنسټ یکشنبه د وږي پر ۲۹مه په اېکسپاڼه کې له خلکو غوښتي چې په دغه کمپاین کې همکاري وکړي او «له پولیو پاک افغانستان» لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ مخکې هم ویلي و چې د پولیو ویروس د هر عمر کس له لارې لېږدېدای شي او له خلکو یې غوښتي چې د لېږد لامل یې نه شي.
دغه بنسټ د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین د پلې کیدو پر ارزښت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.
«له پولیو پاک افغانستان» تل ټینګار کړی چې پر وخت اړین واکسیونونه، کولی شي د ګوزڼ په ګډون د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي او ماشومانو ته د روغ ژوند زمینه برابره کړي.





