د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په دښتو کې د سون توکو راټولوونکو له خوا د بوټو، ونو او راټوکېدونکو اغزیو د را اېستلو په تړاو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، خلک د بېوزلۍ او سون توکو ته د اړتیا له امله راټوکېدونکي بوټي او اغزي له ریښو باسي چې له امله یې د دښتو طبیعي پوښښ او څړځایونه کم شوي دي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د دې وضعیت دوام کولای شي طبیعي سرچینې او د هغو کورنیو مالداري چې پر طبیعي څړځایونو متکي دي، له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
په همدې حال کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي چې د ژمي لپاره د لرګیو او د اوړي لپاره د سون توکو د برابرولو په موخه پر بوټو او راټوکېدونکو اغزیو تکیه کوي، وايي چې د دښتو نباتي پوښښ د پخوا پرتله کم شوی دی. دوی زیاتوي چې د بدیلو سون توکو نشتوالي او اقتصادي ستونزو ډېری کورنۍ اړې کړې دي چې د کورونو د تودولو او د اړتیا وړ سون توکو د برابرولو لپاره له راټوکېدونکو بوټو ګټه واخلي. د دوی په وینا، د ډېرو کورنیو لپاره راټوکېدونکي بوټي د سون توکو د برابرولو له محدودو شته سرچینو دي او تر هغو چې بدیلې لارې برابرې نه شي، د دې سرچینې کارول نه شي درول کېدای. دوی ټینګار کوي چې د دښتو او څړځایونو پر ساتنې سربېره، اړمنو کورنیو ته باید د سون توکو د برابرولو بدیلې لارې هم برابرې شي.
د غزني د ګډولو سیمې اوسېدونکی اسدالله وايي چې د سون توکو د برابرولو لپاره د راټوکېدونکو بوټو او ونو د کارونې زیاتېدو د دې سیمې د دښتو او غرونو نباتي پوښښ په څرګند ډول کم کړی دی. د هغه په وینا، بېوزلۍ او د بدیلو سون توکو نشتوالي کورنۍ اړې کړې دي چې د سون توکو د برابرولو لپاره طبیعي سرچینو ته مخه کړي او د سون توکو ځينې راټولوونکي راټولکېدونکي بوټي او اغزي له ریښو راباسي.
اسدالله زیاتوي چې دا وضعیت یوازې د بوټو تر کمېدو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې مخکې یو ډول پخپله راټوکېدونکی بادام، چې «قرغنه» نومېږي، هم په سیمه کې د سون لپاره د لرګیو د کارونې له امله له منځه تللی دی.
د غزني دغه اوسېدونکی وايي: «که د دې ځای دښتو ته وګورئ، پخوا داسې نه وې. دښتې ډېرې شنې وې، اغزي او بوټي پکې ډېر وو او یو ډول پخپله راټولېدونکی بادام هم و چې قرغنه نومېده.له بده مرغه، همدا بادام د بېوزلۍ، بېپامۍ او د خلکو د ناپوهۍ له امله له منځه ولاړ. ځکه چې د قرغنې لرګي ښه سون درلود، خلکو د خپلې ګټې لپاره هغه وهل او ورو ورو یې نسل په بشپړه توګه له منځه ولاړ.»
د اسدالله په وینا، د دې بهیر دوام کولای شي نورې طبیعي سرچینې هم له ورته برخلیک سره مخ کړي. د هغه له نظره، پخوا د نباتي پوښښ ترڅنګ، له ځینو راټوکېدونکو ونو او بوټو اقتصادي ګټې اخیستنې هم امکان موجود و؛ خو د دغو سرچینو ساتنې ته د نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي.
د غزني دغه اوسېدونکی وايي: «که هغه وخت پر دغو ونو او راټوکېدونکو بادامو پانګونه شوې وای، ښايي خلکو ته یې ګټه رسولې وای او ان ځینې کورنۍ یې له بېوزلۍ ژغورلې وای؛ خو چا دې موضوع ته پام ونه کړ. لنډمهاله ګټې د دې لامل شوې چې هغه څه چې کلونه د خلکو لپاره پاتې کېدلای شول، له منځه ولاړ شي.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی الفخان چې پلار یې مالدار دی، وايي چې د نباتي پوښښ او وښو کمېدو د دوی د کورنۍ مالداري له ستونزو سره مخ کړې ده. هغه زیاتوي چې پخوا د سیمې غرونو او څړځایونو ډېر نباتي پوښښ درلود، خو اوس د خلکو لپاره د واښو او لرګیو موندل ستونزمن شوي دي.
الفخان وايي: «شاوخوا شل کاله مخکې به مې هر کال لس پسونه پلورل، خو اوس داسې نه دي. ان د خپلې کورنۍ لپاره د لسو پسونو ساتل هم راته سخت شوي دي. واښه کم شوي او څړځایونه هم د پخوا په څېر نه دي. دېرش کاله مخکې چې غرونو ته به تلم، په یوه ورځ کې به مې څلور پنډه لرګي راوړل؛ خو اوس که ډېر زحمت هم وباسم، یو پنډ هم په سختۍ پیدا کولای شم. غرونه نور د پخوا په څېر بوټي او واښه نه لري. پخوا غرونه شنه وو، واښه ډېر وو او څاروي به هم ښه څرېدل، خو اوس ډېر ځایونه وچ شوي دي؛ هرې خوا ته چې ګورې، خاوره او ډبرې دي. خلک اړ دي چې د سون لپاره له غرونو لرګي راوړي، ځکه نور سون توکي نه لرو، خو کله چې هر کال بوټي او واښه له ریښو ایستل کېږي، غرونه هم ورو ورو تشېږي.»
په همدې حال کې، د غزني ځینې اوسېدونکي چې د خپلو کورنیو سون توکي له دښتو برابروي، وايي چې د وچو بوټو کمېدو د لرګیو موندل ورته ستونزمن کړي دي. د دوی په وینا، د سون لپاره د کارېدونکو بوټو شمېر د دوی د استوګنې سیمو ته نږدې کم شوی او د سون توکو د موندلو لپاره اړ دي چې لرې سیمو ته ولاړ شي.
د غزني یوه بله اوسېدونکې بيبيسوسن وايي چې ډېری کورنۍ د اړتیا وړ سون توکو د پېرلو توان نه لري. هغه زیاتوي چې له همدې امله د وچو بوټو راټولول د کورنیو د سون توکو د برابرولو له اصلي لارو ګرځېدلي دي.
بيبيسوسن وايي: «موږ له پخوا راهیسې د لرګیو لپاره له وچو بوټو ګټه اخلو، ځکه د ډېرو کورنیو لپاره د نورو سون توکو پېرل اسانه نه دي. خو اوس د دښتو بوټي د پخوا پرتله ډېر کم شوي او خلک اړ دي چې د لرګیو د موندلو لپاره لېرې سیمو ته ولاړ شي. ځینې خلک بوټي له ریښو باسي او همدا کار د دې لامل کېږي چې بیا ونه شنه شي.»
د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان وايي چې د بوټو او نباتي پوښښ وهل او له ریښو ایستلو دوام دښتې او طبیعي څړځایونه له زیان سره مخ کوي. دوی وايي چې د سون توکو د برابرولو لپاره په پراخه توګه د بوټو را ټولول د نباتي پوښښ د طبیعي بیا رغېدو فرصت کموي او په اوږدمهال کې د خاورې د تخریب او د څړځایونو د ویجاړېدو لامل کېدای شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه سید عبدالباسط رحماني وايي چې د نباتي پوښښ کمېدل کولای شي د ایکوسیستم انډول ګډوډ کړي او پر اوبو، خاوره او بیولوژیکي تنوع اغېز وکړي. هغه زیاتوي چې نباتي پوښښ د خاورې د لندبل په ساتلو او د هغې د تخریب په مخنیوي سره د بارانونو پر مهال ځمکې ته د اوبو په نفوذ او د ځمکې لاندې اوبو په بیا تغذیه کې رول لري. د هغه په وینا، د نباتي پوښښ کمېدل د بارانونو له کمښت سره یوځای کولای شي د دوړو د توپانونو د زیاتېدو زمینه هم برابره کړي او اغېزې یې ورو ورو د خلکو پر ژوند څرګندې شي.
د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «نباتي پوښښ او هغه طبیعي پوښښ چې موږ یې د ځمکې پر مخ لرو، د انسانانو له سترو نعمتونو دی او د خاورې د ساتنې او بیولوژیکي تنوع لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري. بوټي او هر ډول نباتي پوښښ چې موجود وي، د لندبل په ساتلو او د خاورې د تخریب په مخنیوي کې مهم رول لري او په سیمه کې د خاورې د جوړښت د ساتنې لپاره د یوه ډال په توګه عمل کوي. کله چې باران وشي، د اوبو د بهیر له پلوه د ځمکې لاندې اوبو په بیا تغذیه کېدو کې هم اغېزناک تمامېږي. د ژوند بېلابېل ډولونه د همدې نباتي پوښښ په منځ کې ژوند کوي او دا موضوع د ایکوسیستم لپاره د هغه اهمیت ښيي.»
ښاغلی رحماني ټینګار کوي چې د طبیعي پوښښ د فشار د کمولو لپاره باید له څړځایونو ګټه اخیستنه د هرې سیمې له ظرفیت سره سمه تنظیم شي او هغو کورنیو ته چې د سون توکو لپاره پر بوټو تکیه لري، بدیلې لارې برابرې شي.





