په نوملیکنه کې تېروتنه، د پلار نوم، تخلص، عمر او د هویت د نورو ځانګړتیاوو ناسم ثبتول د یو شمېر هېوادوالو لپاره له یوې اداري تېروتنې اخوا پر یوې سترې ستونزې بدل شوي دي. ځینې هېوادوال وايي په تذکره، پاسپورټ او نورو رسمي اسنادو کې د لیکل شویو معلوماتو ترمنځ توپیر هغوی په زده کړو، سفر، کډوالۍ او د اداري چارو په مخته وړلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات اوسېدونکی ۴۵ کلن عبدالغفار له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د هغه د کورنۍ د غړو د ځانګړتیاوو په ثبتولو کې یو شان عمل نه دی کړی. هغه وايي د کورنۍ د غړو په تخلصونو کې توپیر اوسمهال د پاسپورټ او نورو رسمي اسنادو په ترلاسه کولو او کارولو کې ورته ستونزه جوړه کړې او ان د تخلصونو د ناهمعږۍ له امله یې زامن هغه مهال چې په ایران کې یې ژوند کاوه، ښوونځي ته پر شاملېدو نه دي بریالي شوي.
د هرات دغه اوسېدونکی وايي: «زما د کورنۍ نیمایي غړي زموږ په کورني تخلص ثبت شوي، خو د بلې نیمایي تخلص یې د کورنۍ د نیکه له نومه اخیستی دی. اوس زموږ اسناد سره توپیر لري او همدا موضوع د دې لامل شوې چې د پاسپورټ او نورو رسمي چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ شو. ان زما زامن د تخلص د همدې توپیر له امله کله چې په ایران کې وو، ښوونځي ته په تګ بریالي نه شول.»
نرګس (مستعار نوم) هم وايي د هغې د اته کلن زوی د تخلص په ثبت کې تېروتنې د سفر پر مهال د دوی کورنۍ له جدي ستونزې سره مخ کړې ده. هغه وايي د هغې د زوی په تذکره او پاسپورټ کې د لیکل شوي تخلص او د پلار د تخلص ترمنځ توپیر د دې لامل شو چې هغوی له هېواده د وتلو پر مهال له ممانعت سره مخ شي او د کورنۍ اړیکې د ثابتولو لپاره د DNA معاینه ترسره کړي.
نرګس وايي: «کله چې له هېواده د وتلو لپاره د اسلامکلا بندر ته لاړو، د اسنادو د توپیر له امله یې د وتلو اجازه رانه کړه او شک یې وکړ چې ګواکې دا ماشوم مو تښتولی دی. مجبور شو د کورنۍ اړیکې د ثابتولو لپاره د DNA امعاینات وکړو.»
د کابل اوسېدونکی نذیر وايي په تذکره کې یې د یوې املايي تېروتنې له امله په میاشتو، میاشتو د هغې د سمولو لپاره سرګردانه و او په پای کې اړ شو چې د بډو) په ورکولو سره خپل نوم سم کړي. هغه ټینګار کوي چې دا تېروتنه د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د کارکوونکي له لوري شوې وه او د ده په نوم کې د «ذ» توري پر ځای «ز» توری لیکل شوی و؛ هغه موضوع چې د ده د خورا زیاتې سرګردانۍ لامل شوه.
هېوادوال وايي د معلوماتو په ثبتولو کې د کافي دقت نشتوالی، د ځینو کارکوونکو نالوستي، په څارنه کې کمزورتیا او له اړتیا وړ زده کړو پرته غیرمسلکي کسانو ته د تخصصي مسوولیتونو سپارل له هغو لاملونو دي چې د دغو ستونزو د دوام لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي په افغانستان کې د هویت اسنادو او د مدني احوالو د ثبت خدمتونو ته لاسرسی لا هم د دغه هېواد د وګړو یوه له مهمو ننګونو ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د هویت باوري اسنادونه خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، قانوني ملاتړ او د هویت د ثابتولو لپاره بنسټیز ارزښت لري. دغه راز نړیوالو راپورونو ښودلې چې څو لسیزې جګړې، پراخو کډوالیو، د اداري جوړښتونو کمزورتیا او خدمتونو ته د لاسرسي سختوالی په افغانستان کې د هویت د معلوماتو د ثبت او ساتلو پر بهیر اغېز کړی دی.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په دولتي ادارو کې ګڼ مسلکي او متخصص کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل جنګیالي او اړوند کسان ګو مارلي دي. د منتقیدینو په وینا، ډېری دغه کسان د تخصصي او تخنیکي چارو د ترسره کولو لپاره لازم پوهه او مهارت نه لري او دغه وضعیت د دې لامل شوی چې هېوادوال د دولتي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.


