• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نړيوال امنيت ستراتيژيک بدلون او له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو نوی پړاو

ليکوال: په ناټو کې د افغانستان سفير، نظيف الله سالارزی، ژباړن: محمد عزيز پردېس

 ليکوال: په ناټو کې د افغانستان سفير، نظيف الله سالارزی، ژباړن: محمد عزيز پردېس ليکوال: په ناټو کې د افغانستان سفير، نظيف الله سالارزی، ژباړن: محمد عزيز پردېس
۱۹ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۰ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1625904095]

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
د روان زېږديز کال د جون مياشتې په ۱۴مه نېټه د ناټو غړو هېوادونو مشرانو له نږدې دوو کلونو وروسته په بروکسل کې د دغه سازمان په پنځوس کلن مرکز کې سره راټول شول او د نوموړي سازمان د راتلونکو لسو کلونو ستراتيژۍ د کار په تړاو شين څراغ ښکاره کړ. پر دغې ستراتيژۍ باندې کار له يوې مهمې او حياتي پوښتنې سره مخ دی؛ هغه دا چې آيا سازمان د راتلونکې لسيزې له ننګونو سره مقابلې ته چمتو دی؟
په ټول کې د دغه سازمان په نظر په ستراتيژيک چاپېريال او د نړۍ په امنيت کې بدلون راغلی، وضعيت پېچلی دی او ځيني موارد د وړاندوينې وړ نه دي او بايد ځان د هغو د کابو کولو او مديريت لپاره چمتو کړو. د دې چمتووالي لپاره، يووالی او د ټول اړخيزو پرېکړو لپاره د ائتلاف د نظر يووالی ترټولو حياتي موضوع ګڼل شوې ده.
ناټو په ۱۹۴۹ کال کې له جوړېدو له راهيسې له درېیو اصلي دندو – ټولیزه ساتنه، د ناورين مديريت، د همکارۍ او ګډون له لارې د امنيت ټينګښت او د دې سازمان د غړو هېوادونو نږدې يو ميليارد وګړو ساتنې سره د نړۍ له سترو امنيتي بنسټونو دی او د غړو هېوادونو په اند بديل او ځای ناستی يې نشته.
د دېرشو هېوادونو يووالی چې هر يو يې د بل ډول تاريخ، سياست او جغرافيې خو ګډو لېبرالو ګټو لرونکی دی، يو لوی خوځښت دی. ټول هېوادونه ډيموکراسۍ ته ارزښت ورکوي او په ټول کې دغه سازمان ځان د تاريخي، سیاسي، ټولنيزو، اقتصادي او کلتوري اړيکو پر بنسټ ولاړ د ارزښتونو يوه ټولګه ګڼي.
د ناټو له نظره په تېره يوه لسيزه کې په څو اساسي ليکو کې ستراتيژيک چاپېريال د پام وړ بدلون کړی او تر يو بريده هم د دې سازمان په کلنيو ناستو کې دغو مسئلو ته په عملي بېلابېلو او تدريجي تګلارو سره رسېدنه شوې ده. د روسيې هڅې، په منځني ختيځ، سويلي افريقا او ساحل کې دوامداره اړ و دوړ، سايبري بريدونه، موسمي بدلونونه، د ترهګرۍ ګواښ، د کډوالۍ ستونزه او پر دې سربېره د چين ورځ تربلې ډېرېدونکی ځواک چې د ځينو هېوادونو په اند به د نړۍ د نظم پر انډول اغېز وکړي، هغه ګواښونه دي چې ناټو يې بايد په وړاندې او د مديريت لپاره له څو کلونو وړاندې چمتووالی ولري.
دغو ګواښونو ته په کتو، د ۲۰۳۰مې لسيزې ستراتيژۍ ته له بل هر وخته زیات اړتيا لیدل کېده؛ ځکه چې په وروستيو کلونو کې په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې په دفاعي بودجه کې د غړو هېوادونو لخوا د ټيټې پانګونې پر سر د نوموړي د توندو او پرلپسې نيوکو له امله د ناټو ترمنځ داخلي اختلافات ډېر شوي ؤ، چې دې کار له يوه پلوه د سازمان لخوا د رايو په يووالي او ټوليزو پرېکړو کې ستونزې رامنځته کړې وې او له بلې خوا يې همداراز لکه د روسيې په څېر د يو شمېر ګواښونو پر وړاندې د غړو هېوادونو د زيان ليدلو کچه زیاته کړې وه.
د ناټو غړو هېوادونو او امريکا ترمنځ يوه بله اختلافي موضوع له نږدې شلو کلونو وروسته له افغانستانه د نړيوالو همکارانو د ځواکونو وتل ؤ چې د دوحې تړون له مخې يې نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه. د ناټو ډېری غړي هېوادونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د نړيوال امنيت او سولې په وړاندې ګواښونه لا تراوسه له منځه نه دي تللي او له وخته مخکې هر ډول وتل به غيرمسؤلانه عمل وي.
په امریکا کې د جو بايډن د ادارې په راتګ سره د اړيکو د ترميم او د داخلي اختلافاتو له منځه وړلو لپاره هڅې وشوې او ترسره کېږي. د دغو هڅو تمرکز تر ډېره پر دې دی چې د اطلس سمندرګي په اوږدو کې د دې سازمان ځنځيري اړيکو ارزښت او د ګډو ګواښونو په وړاندې مبارزه کې د غړو هېوادونو لپاره د امريکا د مشرۍ ارزښت ته پاملرنه وشي. يا هم په بله وینا، د شمالي امريکا امنيت په دوامداره توګه د اروپا له امنيت سره تړلی دی.
د غړو هېوادونو سیاستوال او پوځيان لا تراوسه له ګواښونو سره د چلند په برخه کې ګډ نظر نه لري. اروپايان د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې په دې فکر کې شول چې په خپلواک ډول د اروپا وچې ته د شته ګواښونو په وړاندې نېغ په نېغه لاس په کار شي. د ناټو سازمان چې له دغو داخلي اختلافاتو یې ترټولو غوره تجربه ترلاسه کړې وه، هغه دا وه چې په راتلونکو کلونو کې هڅه وشي، دغه سازمان د يوه پوځي سازمان ترڅنګ ځان پر يو سیاسي ـ پوځي سازمان بدل او وده ورکړي. دغه کار به تر ډېره د دې سازمان سلامشورو، يووالي او اندېښنو ته د رسېدنې او په ټول کې د دې سازمان له مشورتي پرېکړو سره مرسته وکړي.
د ناټو په ناستو کې دا بحثونه هم شامل دي چې آيا دغه سازمان له خپلې ټاکلې جغرافيي هاخوا هم د نړۍ په مسائلو کې رول زیات کړي او که نه؟ غړيتوب تر کومه بريده وده وکړي؟ د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې به د دې سازمان رول څه وي؟ د دې سازمان او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې به څه ډول مخته وي او په ټول کې له دې سازمان سره د امريکا د اړیکو د بدلون په صورت کې به دا سازمان له څه اغېزو او پايلو سره مخ شي؟
د دغو پوښتنو په شننه او ارزونه کې بې له شکه چې مسائل د دې سازمان د ټاکلې جغرافيې له کړۍ بهر کېږي.
کله چې د سپټمبر په يوولسمه پر امريکا ترهګريز بريدونه وشول، له ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې ناټو سازمان د واشنګټن تړون پنځمې مادې ته په کتو سره د دې سازمان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ډله ییزې ساتنې او دفاع ته راودانګل. د پنځمې مادې له مخې د يو غړي په وړاندې بريد د ټولو غړيو پرخلاف بريد ګڼل کېږي او په همدې خاطر ټولیزه دفاع د دې سازمان يو بنسټيز اصل جوړوي. د ناټو سازمان له امريکا متحده ايالتونو سره يوځای د طالبانو او القاعده په خلاف جګړې ته مخه کړه او د اوو میاشتو لپاره د دې سازمان الوتکو د امريکا پر فضا ګزمې کولې.
د سپټمبر د یوولسمې نېټې بريدونو له عاملينو سره د طالبانو نږدې همکاري او ورورګلوي افغانستان ته د امریکا او ناټو د راتګ لامل شوه. په افغانستان کې د نوي ډېموکراتيک دولت له پيله تر دې دمه، دفاعي او امنيتي ځواګونو په پوره مېړانې سره ځانونه قرباني کوي او د نړيوالو همکارانو په پرتله په کمو امکاناتو له دوی سره څنګ په څنګ د نړيوالې ترهګرۍ په وړاندې جنګېږي او د ملګروملتونو سازمان د ویاړمن غړي په توګه يې د نړۍ امنيت او سولې د تينګښت په برخه کې خپل مسؤليت او رول لوبولی دی. د ناټو سازمان او د دې بنسټ په غړو هېوادونو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د باور او اعتماد وړ شريک په سترګه ليدل کېږي. له ناټو سره د يوه نړيوال شريک په توګه د افغانستان همکاري او ګډون په بشپړ قوت سره په خپل ځای ده. له هغې وروسته چې امريکا او ناټو پرېکړه وکړه په افغانستان کې خپل پوځي حضور پايته ورسوي، افغانستان د خپلو اړيکو نوي باب ته د ننه شو چې دغه چاره د هېواد د مشرانو له هرکلي سره مخ شوه. په دې نوي پړاو کې به له افغانستان سره په ملکي برخه کې د ناټو همکاري او ګډون دوامداره وي او له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه به د ملي پوځ د مرستو له صندوق سره مرسته کېږي او همداراز ملي پوځ ته د وسایلو په برابرولو او په ټول کې د افغانستان د سولې له بهیر سره به د دغه سازمان مرستې دوام کوي.
د ناټو مشرانو د جون مياشتې د څوارلسمې نېټې د ناستې په پای کې په خپله خبرپاڼه کې د افغانستان له خلکو او بنسټونو د دوامداره ملاتړ د اعلان ترڅنګ د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار وکړ. د افغانستان د نن ورځې لاسته راوړنې د افغانانو او نړيوالو شريکانو د ګډو هڅو او قربانيو پايله ده او همداراز د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو، فردي او د بيان ازادۍ او د قانون واکمني او نورو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو ګډ مسؤليت دی.
په ناټو سازمان کې دا موضوع په ښه توګه درک شوې ده چې طالبان او سيمه ييز ملاتړي يې د سولې په خبرواترو کې رښتينې نه دي او لا هم له نورو ترهګرو ډلو لکه القاعدې او داعش سره اړيکې لري. د ملکي وګړو په وړاندې د طالبانو بې مخينې تاوتريخوالی، هدفي وژنې او له بشري قوانينو څرګندې سرغړونې هغه موارد دي چې ناټو او متحدين يې ډېر اندېښمن کړي دي. هغوی د طالبانو هر ډول اسلامي امارت سره خپل څرګند مخالفت ښودلی دی.
هغه ګواښونه چې د افغانستان سوله او امنيت ورسره مخامخ دی، په برابره توګه د سيمې او نړۍ امنيت هم له خطر سره مخ کوي. افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه چې نن کومه جګړه په يوازې ځان او په خپلواک ډول کوي، یو وخت له څلوېښتو پورته هېوادونو له پرمختللو وسلو او امکاناتو سره دا جګړه کوله. د نن ورځې پېچليو، څو اړخیز او په ځينو مواردو کې ناپېژنده ګواښونو او خطرونو په وړاندې مبارزه د ټولو او ګډ مسؤليت دی.
نړيواله ترهګري، د نشه يي توکو قاچاق، سيمه ييزې او له سيمې هاخوا جرمي شبکې، بنسټپالنه او په سيمه کې ترې ملاتړ، د ترهګرو پټنځايونه او د بنسټپالنې د روزنې مرکزونه ټول هغه ګواښونه او خطرونه دي چې نه يوازې افغانستان بلکې سيمه او نړۍ ګواښي، زموږ ټول نړيوال همکاران پوهېږي چې له دغو ننګونو او ګواښونو سره مقابله او مبارزه د يو يا څو هېوادونو کار نه دی.
له نړيوالو شريکانو سره د مخکينۍ او راتلونکې لسيزې د ستراتيژۍ پر بنسټ د ناټو غښتلي کول او د اړيکو پياوړي کول د ناټو اړوندو سیمو کې د امن راوستلو او وده ورکولو لپاره يو اساسي اصل دی. د ناټو په سرمشريزه او امريکا ته د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د نړۍ دوامداره ملاتړ په بشپړه روښانه توګه تضمين شوی او په همدې توګه په وروستيو کې د طالبانو پرخلاف د هېواد په ګوټ ګوټ کې پاڅونونه له جمهوريته ولسي ملاتړ دا ثابته کړه چې خلک د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره ولاړ دي. طالبان هم پر دې پوهېږي چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې ظرفيت او وړتیا نه لري. دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې د افغانانو د وينې په بهېدو سره د هېواد ويجاړۍ ته دوام ورکوي او که د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري سره معنی لرونکو خبرواترو ته حاضرېږي او د ټولو افغانانو لپاره يوې تلپاتې او باعزته سولې په راتګ سره جګړې ته د پای ټکی ږدي؟ هغه چې وايي، اوس توپ د طالبانو په ميدان کې دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.