ځینې هغه څارنوالان چې د مخکیني حکومت پر مهال یې دندې ترسره کولې او اوس د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب په ریاست کې کار کوي، وايي چې د دې ډلې د مشر هبتالله په شفاهي امر د دوی د ګوښه کولو او پر ځای یې د طالب جنګیالیو د ګومارلو بهیر چټک شوی دی. ۸صبح ورځپاڼې ته یو مکتوب هم رسېدلی چې له مخې یې په شپږو ولایتونو کې ۱۱ پخواني څارنوالان بې له دې چې کوم دلیل ورته یاد شي، له دندو ګوښه شوي دي. سرچینې وايي، د طالبانو یو شمېر والیانو او استخباراتي چارواکو هبتالله ته شکایت کړی او ادعا یې کړې چې دغه څارنوالان په فساد کې د لاس لرلو په تور د دې ډلې د چارواکو پر وړاندې دوسیې جوړوي.
د مخکیني حکومت هغه څارنوالان چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب په ریاست کې یې کار کاوه، د دې ډلې له لوري د خپلو دندو د له لاسه ورکولو په اړه اندېښنه څرګندوي. له دې سره هممهاله، ۸صبح ورځپاڼې ته یو مکتوب رسېدلی چې ښيي په دایکندي، بامیان، ننګرهار، کاپیسا، نورستان او میدانوردګو ولایتونو کې ۱۱ څارنوالان له دندو ګوښه شوي دي. د سرچینو په وینا، په دغه ریاست کې د مخکیني حکومت د پاتې څارنوالانو او کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر لا هم روان دی.
یو پخوانی څارنوال چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې هم کار کړی، وايي: «د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب د عمومي ریاست د مالي او اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې یوه کمېټه جوړه شوې چې د کارکوونکو کاري مخینه ارزوي او د پخوانیو کارکوونکو پر ځای نوي کسان [طالب جنګیالي] ګوماري. دغه کمېټه هره اوونۍ له ۴۰ تر ۵۰ پخواني کارکوونکي بې برخلیکه کوي.»
د هغه په وینا، یو شمېر هغه پخواني څارنوالان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې په دې اداره کې کار کاوه، د دې ډلې د مشر هبتالله د شفاهي امر له مخې له دندو ګوښه شوي دي. هغه ادعا کوي چې هبتالله امر کړی، څو د مخکیني حکومت ټول اداري او مسلکي کارکوونکي چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب په اداره کې کار کوي، له دندو ګوښه شي او په هېڅ بله اداره کې هم ونه ګومارل شي.
دغه پخوانی څارنوال زیاتوي: «د دې پرېکړې لامل دا دی چې د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس او د دې ډلې قاضيالقضات کندهار ته د هبتالله لیدو ته ورغلي او ورته ویلي یې دي چې د مخکیني حکومت د لویې څارنوالۍ کارکوونکي د طالبانو له غړو سره له کینې او دښمنۍ ډک چلند کوي او د مجاهدینو پر ضد دوسیې جوړوي.»
د مخکیني حکومت یو بل څارنوال وايي: «د طالبانو کمېټه د مالي او اداري مرستیال شاهمحمد شاهد په مشرۍ جوړه شوې. عزتالله حقاني، ملکي مرستیال، نظامي مرستیال او د کارکوونکو د چارو رئیس هم د دې کمېټې غړي دي.»
یو بل څارنوال چې د طالبانو د مشر په امر له خپلې دندې ګوښه شوی، وايي چې د طالبانو د کابل اوسني والي او په دایکندي کې د دې ډلې پخواني والي امینالله عبید د سرې میاشتې له مرستو ۸۱ لکه افغانۍ اختلاس کړې وې. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، خېمې او کمپلې شاملې وې. د دغه څارنوال په وینا، څارنوالانو د دې قضیې دوسیه چمتو کړې وه او مرکز ته یې لېږلې وه.
دغه پخوانی څارنوال زیاتوي چې د امینالله عبید په ګډون د طالبانو والیانو په کندهار کې له هبتالله سره په یوه غونډه کې د مخکیني حکومت له څارنوالانو شکایت کړی او ادعا یې کړې وه چې هغوی د دې ډلې د غړو پر ضد دوسیې جوړوي. د هغه په وینا، د دغو شکایتونو په پایله کې هبتالله د مخکیني حکومت د څارنوالانو د ګوښه کولو شفاهي امر صادر کړی دی. هغه وايي، د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب له ریاسته د شمسالدین شریعتي ګوښه کول او په ارزګان کې د دې ډلې د والي په توګه د هغه ګومارل هم په همدې لړ کې ترسره شوي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د یوه راپور موندنې هم ښيي چې امینالله عبید لږ تر لږه ۵۰ ټنه غنم او د بشري مرستو ۲۰ باروړونکو موټرو هومره مرستې چې د دایکندي اوسېدونکو ته ځانګړې شوې وې، په کابل، غور، میدانوردګو، فراه او اروزګان ولایتونو کې خپلو دوستانو او نږدې کسانو ته ځانګړې کړې وې.
په همدې حال کې، د مخکیني حکومت د یوه څارنوال د کورنۍ یو غړی چې د خپلې کورني د غړي ګوښه کېدو ته اندېښمن دی، وايي چې طالبان د دغو کارکوونکو پر ځای خپل اړوند کسان ګوماري.
هغه د زیانمنو شویو کورنیو د ژوند د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي: «چېرته ولاړ شو او د چا دروازه وټکوو؟ د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره څومره کړاوونه وګالو؟ داسې څوک نشته چې د دې ټولو مظلومانو، بېګناه او بېوسه خلکو غږ واوري. دې لعنتي ډلې له هغې ورځې چې واک ته رسېدلې، له بېوزلو خلکو سره له ظلم او زیاتي پرته بل څه نه دي کړي.»
له بلې خوا، یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب ریاست د ګومارنې په ازموینه کې بریالي شوي وو، وايي چې د دوی د کاري مخینې له ارزونې او د دې په څرګندېدو سره چې په مخکیني حکومت کې یې په همدې اداره کې کار کړی، له بریا سره سره ناکام اعلان شوي دي. د دوی په وینا، دغو کسانو ته ویل شوي چې هبتالله امر کړی، څو د مخکیني حکومت څارنوالان په هېڅ نوم او هېڅ ډول شرایطو کې په دې اداره کې ونه ګومارل شي.
دوی زیاتوي چې د دغه ریاست ځینو کارکوونکو ورته ویلي، د طالبانو پرېکړه دا ده چې د مخکیني حکومت د پاتې کارکوونکو پر ځای هم په تدریجي ډول د دې ډلې غړي وګوماري. دوی ټینګار کوي چې طالبان د مخکیني حکومت د پاتې کارکوونکو د ګوښه کولو او پر ځای یې د خپلو اړوندو کسانو د ګومارلو بهیر په تدریجي ډول روان ساتي.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې یوې ادارې سرچینو چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري، هم تایید کړې وه چې طالبان په تدریجي ډول د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د مخکیني حکومت ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کوي او پر ځای یې د دې ډلې غړي او ورسره تړلي او نږدې کسان ګوماري.
د طالبانو مشر هبتالله د لویې څارنوالۍ ماهیت له یوې عدلي او قضايي ادارې په یوې څارونکې ادارې بدل کړی، چې دنده یې یوازې د هغه د فرمانونو د پلي کېدو په څارنې پورې محدوده ده. پخوانۍ لویه څارنوالي اوس د «فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب لوی ریاست» په نوم فعالیت کوي او د هبتالله د فرمانونو د رعایت او پلي کېدو د څارنې مسوولیت لري.
د هغو مکتوبونو له مخې چې تر دې وړاندې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلي وو، د طالبانو تر واک لاندې دغه اداره د دې ډلې له چارواکو د هبتالله د فرمانونو د څرنګوالي په اړه وضاحت غواړي. د هبتالله د امر له مخې د نیولو د حکم صادرول، د هغو ځایونو څارنه چې کسان پکې له آزادۍ محروم ساتل کېږي، له نورو هېوادونو افغانستان ته د بندیانو لېږدول او د تورنو کسانو سپارل د دې ادارې له نورو دندو بلل شوي دي. همداراز، د طالبانو د اسنادو وړاندیز، ترتیب، تعدیل او لغوه کول هم د دې ادارې له اساسي مسوولیتونو ګڼل کېږي.


