د بنټ د تازه راپور لنډیز؛ افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شتون ستونزمن او بې ګټې دی

امین کاوه

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او ددغه سازمان کاري ډلې په دغه هېواد کې د نجونو او ښځو پروړاندې د تبعیض، په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو ځپلو او د بشر د حقونو د ناورین وضعیت په اړه ژوره خواشنیني څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو دغو چارواکو، په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د قانوني او سازماني جوړښتونو په له منځه وړلو، په افراطي ډول ښځې ځپي. دوی ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان باید د بشري حقونو له معیارونو څخه د ملاتړ تګلارې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان یاد شوي چارواکي دغه راز وايي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په اړه جدي تګلاره غوره کړي. په راپور همداراز راغلي،چې د ښځو مانا داره ګډون او حقوق باید د نړیوالو د اجندا مهم لومړیتوب وي او د سیاسي موخو او خبرو اترو د وسیلې په توګه ترې ګټه وانخیستل شي. په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځو پر کار بندیز، نړیوال نظام له ناوړه وضعیت سره مخ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه اعلان کړی،چې لسګونه تنه یې قصاص، سنګسار او تر دېوال لاندې کړي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونود وضعیت په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ او د دغه سازمان د ښځو او نجونو په اړه د تبعیض د کاري ډلې رئیس (دوروتي سترادا) د جمعې په ورځ د غوايي په ۱۵مه، د یوې وینا له خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته یې د خپل اته ورځیني سفر راپور چمتو کړی دی. په دې راپور کې راغلي، چې طالبانو د قانوني او سازماني جوړښتونو په له منځه وړلو، په افغانستان کې له ښځو سره افراطي چلند کوي.

د دغه راپور په لنډیز کې راغلي،چې افغانستان ته د اپریل له ۲۷ مې د مۍ تر ۴ مې نېټې د ملګرو ملتونو سازمان د دغو دواړو چارواکو سفر په داسې وخت کې ترسره شوی، چې دا هېواد د انساني ناورین له شرایطو سره مخ شوی او طالبانو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځو پرکار بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو دغو چارواکو د ښځو اړوند د طالبانو د سیاستونو پلي کول، د ښځو پر وړاندې له تبعیض څخه د ډکو احکامو ټولګه ګڼلې او چې په دې اړه د طالبانو له چارواکو، د مدني ټولنې له غړو، ښځو، روحانیونو. خبریالانو، د بشر د حقونو له قربانیانو، د ملګرو ملتونو د بنسټونو او دیپلماتیکو استازو سره لیدنې او خبرې شوي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو مبارزې او زړورتیا ته درناوی

د ملګرو ملتونو د سازمان دغو دواړو چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پخپل راپور کې، د طالبانو پر وړاندې د ښځو پیاوړې مبارزې او زړورتیا ته درناوی کړی دی. د هغوی په راپور کې راغلي دي: « موږ دغه راز غواړو هغو ټولو زړورو او الهام بښوونکو ښځو او نجونو ته چې په استبدادي او ناورین وضعیت کې ژوندۍ پاتې دي، او د خپل انساني کرامت لپاره مقاومت او مبارزو ته دوام ورکوي، درناوی وکړو.»

په افغانستان کې د ناوړه بشري حقونو د وضعیت په اړه د خواشینۍ څرګندول

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی (ریچارد بنټ) او د دغه سازمان د ښځو او نجونو په اړه د تبعیض د کاري ډلې رئیس (دوروتي سترادا) افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه او د بشر د حقونو تاریخي نقض یې بللی دی. د راپور په متن کې راغلي دي: «موږ د بشر د حقونو د تاریخي نقض او په کورنیو نښتو کې د لسګونه کلونو د تجربې لرونکي هېواد (افغانستان) کې د بشر د حقونو ناورین وضعیت چې د ټولنې ټول وګړي، په تېره ښځې او نجونې او دغه راز لږکي یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي، په ژوره توګه خواشیني کړي یو.»

د قوانینو له منځه وړل او پر ښځو د افراطي کړنو پلي کول

د ملګرو ملتونو دغو دواړو چارواکو په خپل راپور کې طالبان د ښځو په ځپلو تورن کړي دي. د هغوی په وینا په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، طالبانو ټول قانوني او سازماني جوړښتونه له منځه وړي او د ښځو پر وړاندې افراطي چلند کوي. په دې راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې هم له منځه وړي دي. د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو د راپور ورکوونکو په باور، دغه ډله د دین ځانګړي تفسیرونه د افغانستان پر خلکو تحمیلوي چې د افغانستان ټولو ښاروندانو ته د منلو وړ نه دي.

تکراري ژمنې او د نړیوالو د نه لاسوهنې غوښتنه

د ریچارد بنټ او دروتي سترادا په راپور کې د طالبانو له تکراري ژمنو او د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو لپاره د ځانګړي زماني جدول د نشتوالي په اړه خبرې شوي دي. د ملګرو ملتونو دغو چارواکو وړاندې ویلي دي چې طالبان وايي ښځې همدا مهال د روغتیا، ښوونې او سوداګرۍ په برخو کې کار کوي. طالبانو د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو دغو لوړپوړو کارپوهانو ته ډاډ ورکړی چې ښځې کولای شي د شریعت پربنست، له نارینه وو جلا کار وکړي، خو په دې برخه کې یې ځانګړی زماني جدول وړاندې کړی نه دی او ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د هغوی په کاري چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د طالبانو منظم تعبیض او د هغو مستند کېدل

د ملګرو ملتونو سازمان دغو چارواکو ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر په ترڅ کې د جنسیت اړوند د منظم سازمان شوي تبعیض بېلګې یې مستند کړي دي. د ملګرو ملتونو د سازمان د دغو دواړو چارواکو په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو ژوند د بشري حقونو د ګواښ له امله، ویجاړ شوی دی. یوه مرکه ورکوونکي د ملګرو ملتونو سازمان دغو چارواکو ته ویلي دي: « موږ ژوندي یو، خو ژوند نه کوو.» د راپور په لنډیز کې راغلي، چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، دغې ډلې د نجونو او ښځو د زده کړو، کار، د تګ راتګ آزادي، روغتیا، بدني او پرېکړه نیولو کې خپلواکي، د سوله ییزو مظاهرو او عدالت ته د لاسرسي د حقونو د نقض په برخه کې بې شمېره اقدامات ترسره کړي دي.

د طالبانو بندیزونه او د ښځو مجبوریتونه

په دې راپور کې د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو او دغه راز د هغوی د مجبوریتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د دغو چارواکو په راپور کې راغلي دي:« هغوی [طالبانو] له هغو کسانو څخه چې د کورني تاوتریخوالي له امله خپل کورونه پرېږدي او تېښتې ته اړ کیږي، د ساتنې او ملاتړ نظام له منځه وړی دی او ښځې او نجونې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. هغوی د حجاب او عفاف شدید قوانین وضع کړي او ښځې او نجونې د اخلاقي جرایمو په تور نیسي او زنداني کوي.» په دې راپور کې دغه راز ویل شوي، چې په دې وروستیو کې، افغانستان کې د ماشومانو د ودونو، په زور ودونو او د جنسیت له مخې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

د معترضو ښځو او نجونو د نیول کېدو او ځپلو په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو سازمان دغو دواړو چارواکو په خپل تازه راپور کې د هغو ښځو او نجونو په اړه چې د طالبانو د «ظالمانه» کړنو پر وړاندې په سوله ییز اعتراض لاس پورې کوي، اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی ویلي، چې اعتراض کوونکې ښځې او نجونې د ځورونې، پخپل سر نیول کېدلو او وهل ټکولو له ګواښ سره مخ دي. په راپور کې راغلي دي:« ډېرو ښځو د خپلې وېرې احساس او شدید اضطراب له موږ سره شریک او د ښځو وضعیت یې په زندان کې د ژوند کولو په شان بللی دی. موږ د ښځو او نجونو د رواني روغتیا د ستونزو او د لګول شویو محدودیتونو له امله د هغوی له لوري د ځان وژنو په اړه اندېښمن یوو.»

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي: « نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته او دغه راز په پوهنتون کې له زده کړو منع شوي دي او یوازې ښځینه ډاکترانې لږ ترلږه د کار اجازه لري. [دا وضعیت] کېدای شي د مرګونو لامل شي چې مخنیوی یې شونی دی. که لګول شوي محدودیتونه ژرتر ژره لیري نه کړای شي، کېدای شي دا وضعیت د ښځو د وژلو په نوم یاد کړو.» د ملګرو ملتونو د سازمان دغه چارواکي همداراز ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بنسټي شوي جنسیتي تبعیض ناوړه وضعیت، په نړۍ کې بېلګه نه لري.

جوړښتي توپیر یا جنسیتي اپارتاید او د بشریت پر وړاندې جنایت

ریچارد بنټ او دروتي سترادا نړیواله ټولنه په تېره د ملګرو ملتونو سازمان ته د بشري حقونو د معیارونو د پام کې نیولو په برخه کې لارښوونه کړې ده. هغوی په خپل راپور کې د ښځو په دوامدار ډول ځورول د جنسیتي آپارتاید ښکاره بېلګه او د بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان دغو دوو چارواکو دغه راز ویلي دي: « موږ په افغانستان د جنسیتي اپارتاید په اړه چې له امله یې په ښکاره ډول د ځورونو او وهلو ټکولو چې د بشر د حقونو د نظامنده نقض او د بشریت په وړاندې جنایت شمېرل کیږي، اندېښمن یوو. په داسې حال کې چې هېچا ته د سزا د ټاکلو مسوولیت نه لرو.»

ملګرو ملتونو ته لارښوونه او د نړیوالې ټولنې بې پروايي

د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکوونکو دغه سازمان ته وړاندیز کړی چې د بشري حقونو پر بنسټ دې تګلاره غوره کړي. د هغوی په خبره، دغه تګلاره د ملګرو ملتونو د سازمان د اصولو ژور درک او تحلیل ته اړتیا لري. دغو دواړو چارواکو د ملګرو ملتونو له سازمان غوښتي چې د « جنسیتي برابري په اړه دې جدي ژمنتیا ولري.» دوی دغه راز وړاندې ویلي دي: « ملګري ملتونه باید هغه معیارونه خپله عملي تګلاره وټاکي، چې د لسیزو په لړ کې د غړو هېوادونو له لوري او د مدني ټولنې د سازمان د زرګونه ځانګړو فعالیتونو او هڅو په مرسته رامنځته شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د دغو چارواکو په راپور کې دغه راز ټینګار شوی، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشر د حقونو پر ناورین سترګې پټې نه کړي. په دې راپور کې راغلي دي: « نړیواله ټولنه نه شي کولای په افغانستان کې پر روان وضعیت سترګې پټې کړي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع او په هر ډول بحثونو کې د هغوی معناداره ګډون باید د نړیوالو د اجنډا مهمه برخه وي.»

ښځې او نجونې باید د مذاکرې او سیاسي موخو وسیلې ونه ګرځول شي!

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو دغه چارواکي وايي چې ښځې او نجونې باید د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د سیاسي موخو او د مذاکرې د ابزارو په توګه ونه کارول شي. د هغوی په راپور کې په دې اړه راغلي دي: « له ښځو او نجونو څخه نه باید سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره کار واخیستل شي او هېڅکله د هغوی له حقونو څخه د ابزار یا وسیلې په توګه ګټه وانخیستل شي. نړیواله ټولنه دې تل د افغانستان په وضعیت کې شامله وي او د بشر د حقونو د نقض د مخنیوي په اړه دې جدي ګامونه واخلي.»

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي، ددغه سازمان په بنسټونو کې د ښځو د کار د بندیز په لیرې کولو ټینګار کړی دی. هغوی ویلي دي چې دغه فرمان نړیوال نظام له بد او ستونزمن وضعیت سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې، د روان میلادي کال د مۍ تر ۵ مې په افغانستان کې د پاتې کېدو او د ښځو د کار د بندیز لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه. دغه سازمان ویلي وو اړ دي ترڅو د ملګرو ملتونو د سازمان د اصولو او د اړمنو کسانو ترڅنګ له پاتې کېدو، یو وټاکي. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو سازمان په دغه سازمان کې د ښځو پر کار بندیز یې پر ښځو، د اصلي ارزښتونو، د ملګرو ملتونو د منشور، د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشر د حقونو د نړیوالو معاهدو پر وړاندې مخامخ برید بللی و.

په راپور کې ویل شوي چې دا د ملګرو ملتونو د دغو چارواکو د سفر لنډیز و. د راپور په لنډیز کې دغه راز ویل شوي چې د بشر د حقونو د شورا د ۵۱/۲۰ پرېکړه لیک پر بنسټ، په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت بشپړ راپور تحلیل شي. دغه راز ویل شوي دي چې دغه راپور به د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون د مېاشتې په لړ کې د بشر د حقونو شورا په درې پنځوسمه غونډه کې هم وړاندې شي.

ورته لیکنې

Back to top button