په سوډان کې درې ورځنی اوربند پیل شو

په سوډان کې د پوځ او چټک‌غبرګون ملیشو ترمنځ له لسو ورځو خونړیو جګړو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دغه هېواد کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ، د ۷۲ ساعته اوربند د ټینګېدو اعلان وکړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په شپه (اپریل ۲۴) ، د اوربند له پیله دوه ساعته دمخه، په ټویټ کې وویل چې شوی موافقه به په ټول سوډان کې پلې کیږي.

دا اوربند د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خبرداري وروسته عملي شوی، چې وایې سوډان د «خرابۍ په څنډه» ولاړ دی.

د راپورونو پربنسټ، د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې په سوډان کې ناکرارۍ کیدای شي ټوله سیمه او له هغې ور هاخوا هم په ځان کې ښکیل کړي.

ظاهراً په سوډان کې شوی اوربند له دغه هېواده د دیپلماتانو او بهرنیو وګړو د وتلو له امله رامنځ ته شوی دی.

ویل کیږي چې د روانې اونۍ له شنبې راهیسې، له سوډانه څلور زره بهرني وګړي ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو معلومات ښيي چې په سوډان کې د لس ورځنۍ جګړې په پایله کې، تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون، ۴۲۷ کسان وژل شوي او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي.

دا نوی اوربند داسې مهال اعلانېږي، چې په سوډان کې د جګړې ښکېلو غاړو د جګړې له پیل راهیسې، یو ځل له اوربنده سرغړونه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button