طالبان ولې ټولګډونه حکومت نه جوړوي؟

پر افغانستان د طالبان له بیا واکمنېدو یو کال او اته میاشتې او څو ورځې تېرې شوې دي. دا وخت لږ وخت نه و، د طالبانو د اثبات لپاره ډېر وخت و. په دې موده کې نه طالبان پر دې وتوانېدل چې خپل مهمه هیله [چې د نړۍ لخوا په رسميت وپېژندل شي] پوره کړي او نه هم د طالبانو مخالف قوتونه پر دې وتوانېدل چې کوم د پام وړ کار وکړي. په همدې توګه د سیمې هېوادونه، ګاونډیان او د سیمې نور هېوادونه پر دې نه دي توانېدلي چې پر طالبانو لا زیات فشار راولي، څو دغه ډله پر خپلو خبرو او چلند بیا کتنه وکړي. نړۍ د طالبانو مخې ته یوه ګډه غوښتنه اېښې ده: د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل. طالبانو هم تل د نړۍ غوښتنې ته یو ځواب ورکړی دی: زموږ [طالبانو] حکومت ټولګډونه دی او موږ د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي دي. تر اوسه نه طالبانو او نه هم نړۍ داسې کوم ګام پورته کړی، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو دلالت وکړي.د ټولګډونه حکومت له جوړولو د طالبانو انکار د پوهېدو وړ دی، خو په دې برخه کې د نړۍ بې پروايي د پوهېدو وړ نه ده او د اندېښنې وړ هم ده. دا لیکنه غواړي دې پوښتنې ته ځواب ورکړي چې ولې طالبان د ټولګډونه حکومت جوړېدو ته غاړه نږدي؟ د دې پوښتنې ځواب په دوو برخو کې وړاندې کېږي: ۱- د طالبانو وېره؛ او ۲- د نړۍ ناڅرګند دریځ او د طالبانو د مخالفو ځواکونو په لیکو کې پاشلتیا.
۱- د طالبانو وېره
طالبان د یوه ټولګډونه حکومت له جوړیدو وېره لري. له همدې امله، د دغه ډول حکومت له جوړولو ډډه کوي، په دې برخه کې نه د نړۍ غوښتنې جدي ګڼي او نه د غیر طالب ځواکونو او یا خپلو مخالفینو غوښتنې. زما پر باور د یوه ټولګډونه حکومت له جوړېدو د طالبانو وېره په لاندې ټکو کې ده:
۱-۱ طالبان تر مشارکته تمرکز او انحصار ته ډیر لېواله دي. هغوی غواړي له نورو سیاسي ډلو جلا پاتې شي. ځکه چې د دې ډلې فکري نظام په افغانستان کې له کومې بلې سیاسي ډلې سره سمون نه خوري، ان له هغو بهیرونو سره چې د افغانستان د ژغورنې لاره له طالبانو سره په تعامل کې لټوي. طالبان په یوه داسې جوړښت کې له ګډون او ادغامه چې غیر طالب ځواکونه پکې شامل وي، خورا وېره لري. ځکه چې فکر کوي چې د وخت په تېرېدو سره به په دې جوړښت کې مړاوي او له منځه ولاړ شي. طالبان د انحصار د ډول په وهلو سره خپل پایښت او دوام غواړي، فکر کوي چې د دوی پایښت د خورا مرکزي او انحصاري سیاسي جوړښت په جوړولو او ساتلو سره تضمینږي. که طالبان «زهر» وګڼو، نو ضد یې د داسې حکومت جوړول دي چې پکې غیر طالبان یا د طالبانو ضد ځواکونه برخه ولري. طالبان د جګړې له لارې د دې ډلې پر لېرې کېدو رضا دي، خو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو له لارې نه؛ ځکه فکر کوي چې که د جګړې له لارې وایستل شي، د بیرته راستنیدو امکان به یې وي، خو که د یوه ټولګډونه ډیموکراټیک سیاسي جوړښت په اډانه کې ځای پرځای شي، نو د وخت په تېرېدو سره به خپل سخت او کلک ماهیت له لاسه ورکړي، چې دا به په بنسټيزه توګه د دوی د اېستل کېدو په مانا وي. طالبان دا خوښوي چې طالبان پاتې شي.
۲-۱ طالبان [د دوی په وینا] په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره جنګېدلي دي. دا هغه ادعا ده چې طالب چارواکو په وار وار کړې ده. د طالبانو په وینا، داچې په افغانستان کې تر دې مخکې اسلامي نظام نه و، نو د دغه ډول نظام د جوړېدو لپاره یې جګړه کوله. طالبان پخوانی رژیم او د هغه واکمنان او چارواکي د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د امریکا غلامان ګڼي. اوس فکر کوي چې په یوه داسې پراخ بنسټه جوړښت کې مشارکت ته غاړه اېښودل چې مخکیني واکمنان او چارواکي پکې وي، له ارمانه سرغړونه ده. دغه راز طالب چارواکي فکر کوي چې په یوه پراخ بنسټه جوړښت کې په مدغمیدو سره د دې ډلې جنګیالي د دې ډلې د مشرتابه نه اطاعت ته هڅول کېږي، ځکه چې ښايي فکر وکړي چې د دوی مشران د هغه ایډیال پر ضد ګامونه پورته کوي چې دوی یې د رامنځته کېدو لپاره جنګېدلي دي.
۳–۱ طالبان د نظرونو اختلاف او پاشلتیا د ځان په زیان ارزوي؛ له همدې امله خوښوي، چې په خپل حکومت کې یووالی، یورنګي، یوموټي توب او همغږي ولري. همدا لامل دی چې دوی د یوه هراړخیز ډیموکراټیک سیاسي جوړښت د جوړولو په مخالفت کې له خپل دریځه نه دي په شا شوي. طالبان فکر کوي چې د نظرونو ویش او اختلاف د حکومت په تصمیم نیولو کې له سلیقې کار اخیستو ته زمینه برابروي او د دغې ډلې د مشرتابه د حکمونو او فرمانونو د پلي کولو بهیر له خنډونو سره مخ کوي، يعنې فکر کوي، چې په هره اندازه چې په نظرونو کې یووالی او یو رنګي وي، د طالبانو د مشرتابه فرمانونه به ژر عملي کیږي. د طالبانو لپاره دا د پوهیدو وړ نه ده چې د نظرونو دا اختلاف د فکري ودې او لوړتیا ضامن کيدای شي. طالبان فکر کوي چې د نظرونو پر یووالي ټینګار او د اختلافاتو د ریښو وچول د رژیم د بشپړتیا په ساتلو او د دغې ډلې د مشرتابه د فرمانونو له عملي کولو سره مرسته کوي. له همدې امله، کله چې د دې ډلې د مشرتابه لخوا کوم فرمان صادرېږي، سمدلاسه یې د پلي کولو لپاره اقدام کېږي. د طالبانو په وینا، د مشرتابه د امر پر وړاندې ولې نه شي ویل کیدای، باید له پوښتنې پرته پلی شي. طالبان فکر کوي چې په هغه جوړښت کې په ګډون سره چې غیر طالب ځواکونه پکې حضور ولري، د نظرونو یووالی خپل ځای د نظرونو بېلوالي ته پرېږدي، چې دا زیان دی نه ګټه.
۲- د نړۍ ناڅرګند دریځ او د طالبانو د مخالفو ځواکونو په لیکو کې پاشلتیا
د روښانه او واحد دریځ په خپلولو کې د نړۍ او دغه راز د طالبانو د مخالفو قوتونو پاتې راتلل د دې لامل شوی چې طالبان د ټولګډونه حکومت له جوړېدو سره په مخالفت کې پر خپل دریځ ټینګ ودرېږي، يعنې دغه عامل د نړۍ او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د غوښتنو په پرتله د طالبانو د غوښتنو پوره کېدو ته ډېره زمینه برابره کړې ده. په دې برخه کې پر دوو ټکو بحث کېږي:
۱-۲ تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او تر ټولو مهم لامل یې د یوه ټولګډونه حکومت له جوړولو د دې ډلې مخنیوی ګڼل کیږي. د ټولګډونه حکومت پر جوړولو د نړۍ ټینګار یوه ښه او د خوښۍ وړ خبره ده او دا د افغان ولس او د طالبانو د مخالفو قوتونو له غوښتنې سره اړخ لګوي. خو ستونزه دا ده چې نړۍ د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د قانع کولو په برخه کې له اغېزناکو او ګټورو لارو چارو کار نه دی اخیستی. نه یوازې دا چې دا کار نه دی شوی، بلکې د ځینو هېوادونو له چلنده دا په ډاګه کېږي، چې په دې برخه کې ډېره لېوالتیا نه لري او هغه څه چې دوی یې وايي، له یوې خوا د طالبانو د مخالفو ځواکونو د لنډمهالې خوښۍ او له بلخوا له دې توره د برائت لپاره دي، چې یوه داسې ډله یې په رسمیت پیژندلې چې د افغانستان او نړۍ د خلکو هېڅ یوه مشروع غوښتنه نه مني. پر دې سربېره، نړۍ دا نه ده څرګنده کړې، چې په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت له مفهومه موخه څه ده؟ په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو د اړتیا په تړاو د ګاونډیو او لویدیځو هېوادونو د دریځونو تر منځ اختلاف موجود دی او دغه کار طالبان دې ته هڅولي چې پر خپل دریځ ودرېږي. پر دغو دوو بېلو درېځونو لاندې بحث کېږي:
۱-۲-۱ لوېديځ هېوادونه تر ډيره د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه غږېږي او داسې خبرې کوي چې ټولګډونه حکومت د دغو دوو مسایلو تابع دی؛ يعنې د دغو هېوادونو لپاره لومړيتوب د بشري حقونو او ښځو د حقونو تامينول دي، نه ټولګډونه حکومت. البته، دا پدې مانا نه ده چې ټولګډونه حکومت د دغو هیوادونو له نظره مهم نه دی. دا ویلای شو چې د لویدیځو هیوادونو له نظره د ټولګډونه حکومت اهمیت د بشري حقونو او د ښځو د حقونو له اهمیت سره په یوه کچه کې نه دی. په داسې حال کې چې بشري حقونه او د ښځو حقونه هغه مهال خوندي کیدای شي، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړشي. د دغو هېوادونو له دريځه داسې څرګندېږي چې که طالبان په دې بڼه او ماهیت کې که د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې انعطاف وښيي، نو د دې وړ دي، چې په رسميت وپېژندل شي، ان که ټولګډونه حکومت جوړ هم نه کړي. د بېلګې په توګه، متحده ایالاتو په بهرنیو بانکونو کې د پخواني افغان حکومت شتمنۍ کنګل کړې، څو د طالبانو لاسته ونه لوېږي؛ يعنې طالبان د دې وړ نه ګڼي چې له دغو شتمنيو ګټه واخلي. خو له بلې خوا، د لوېدیځو هېوادونو د بشري مرستو تر نامه لاندې په اوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالر افغانستان ته رالېږل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نه یوازې دا چې د دغو هېوادونو هېڅ ډول غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې د دغو هېوادونو د غوښتنو پر خلاف په کلکه ولاړ دی.
۱–۲–۲ که په ځیرتیا سره وګورو، د سیمې هېوادونه د دې نظر مخالف دي. دغه هېوادونه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب پر ځای تر ډيره ټولګډونه حکومت ته لېواله دي. البته، دا په دې مانا نه ده چې دا هیوادونه د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو له حقونو د سرغړونې ملاتړ کوي. ويلاى شو، چې د دغو هېوادونو په اند، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اهميت د ټولګډونه حکومت تر اهميت تابع دی؛ یعنی د ټولګډونه حکومت اهمیت د بشری حقونو او د ښځو د حقوقو تر اهمیته ډیر وزن لري. که د ټولګډونه حکومت په اډانه کې چې د سیمې هېوادونه یې په افغانستان کې رامنځ ته کول غواړي، بشري حقونو او د ښځو حقونو ته لکه څنګه چې یې لویدیځ هېوادونه غواړي، درناوی ونه شي، د اندېښنې وړ خبره نشته؛ ځکه دا هیوادونه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه ځانګړی تعریف لري، چې د لویدیځو هیوادونو له تعریف سره ورته نه دی. د دې لپاره چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو د اړتیا په تړاو دسیمې د هېوادونو ناڅرګند دريځ روښانه کړم، یوه بېلګه وړاندې کوم: په هغې غونډه کې چې څه موده وړاندې د افغانستان په تړاو د سیمې د ځينو هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه، چین د یوه ستر سیمه ییز ځواک په توګه اعلان وکړ: «موږ په افغانستان کې د معقول او منځلاري حکومت ملاتړ کوو.» د چینایي چارواکو دا خبرې نه یوازې ګونګې او ناڅرګندې دي، بلکې سطحي او برسېرنې هم دي. يعنې غواړي ووايي چې که په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي او که جوړ نه شي، موږ (چین) ترې ملاتړ کوو، طالبان يې د جوړيدو او نه جوړيدو له امله له پوښتنو او ګروېږنو سره نه مخ کوو او له دې ډلې سره خپل تعامل ته دوام ورکوو.
پر دې سربېره، چې له طالبانو د سیمې او لویدیځو هېوادونو د غوښتنو تر منځ دومره انډول او همغږي نشته، د دغو هېوادونو له ډلې یوه هم د ټولګډونه حکومت جوړولو ته د طالبانو د قانع کولو لپاره د فشار له اغېزناکې وسیلې کار نه دی اخیستی. دا کار په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړیدو سره د مخالفت په برخه کې د طالبان دریځ لا پرېکنده کوي.
د طالبانو د مخالفو ځواکونو په لیکو کې یووالی نشته او کله نا کله اختلافات دومره ژور شي چې ګډ دښمن یې هېر شي. د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې پوځي مقاومت غوره کړی دی. د دې جبهې په وینا، له طالبانو سره خبرې اترې پایله نه ورکوي او له همدې امله یوازینۍ اغېزناکه لاره وسله واله مبارزه ده. د ازادۍ جبهه، چې د تېر حکومت د نظامیانو لخوا جوړه شوې، وسله والې جګړې ته مخه کړې او له طالبانو سره خبرې اترې ګټورې نه ګڼي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې په تر ډیره له قومي او سیاسي مشرانو جوړه ده، د وسله والې جګړې پر ځای خبرو اترو ته ترجیح ورکوي. نه یوازې دا چې دغه شورا له ملي مقاومت جبهې سره همغږي نه ده، بلکې کله ناکله د دغې جبهې له مشرتابه سره د دې شورا د ځیني غړي ناندرۍ هم کوي. د «د سولې او عدالت د ملي حرکت» په نوم یو خوځښت د افغانستان د یوه سیاستوال حنیف اتمر له لوري جوړ شوی دی، چې دا حرکت هم یوازې خبرو ته لومړیتوب او اهمیت ورکوي او د طالبانو پر وړاندې د وسله والې جګړې له اړتیا انکار کوی. درېیم بهیر او دغه جریان د دوحې د هوکړې عملي کېدو ته زړه ښه کړی دی او باور لري چې نړۍ به بالاخره طالبان قانع کړي چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي. ستونزه د طالبانو پر ضد د خوځښتونو په شمېر اوتنوع کې نه ده. ستونزه دا ده چې د دغو بهرونو تر مینځ د نظر هېڅ یووالی نه شته. د نظر د یووالي نشتوالی د دغو بهیرونو لپاره دوه زیانونه لرلي دي: یو دا چې د دې لامل شوی چې طالبان دا بهیرونه جدي ونه ګڼي او د ټولګډونه حکومت د جوړولو پر وړاندې پر خپل دریځ ټینګار وکړي. دویم، دا چې نړۍ په دغو بهیرونو او د هغوی پر فعالیتونو حساب ونه کړي. دا چاره د دې لامل شوې چې د نړۍ د تعامل تله تر ډېره د طالبانو پر خوا او ګټه درنه شي، نه د یادو شویو بهیرونو او ځواکونو پر خوا.