د افغانستان یو ځوان ډاکتر عظیم الله حکیمي، چې په جاپان کې یې د دوکتورا تر کچې زدهکړې کړې وې، د رواني خپګان له امله ومړ.
د نوموړي د ماما زوی او افغان ژورنالیست حارث جمالزاده پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې ډاکټر عظیمالله د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې، په جاپان کې د خپلې دوکتورا زدهکړې پای ته رسولې او هېواد ته ستون شوی و.
د جمالزاده په وینا، ډاکټر حکیمي د رواني خپګان له امله مړ شوی.
سرچینې د خپل دغه خپلوان د عمر، د زدهکړو د مسلک او رواني خپګان د لاملونو په اړه نور څه نه دي ویلي.
پرون د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزون د کابل د رواني روغتیا روغتون د مسوولینو له قوله خبر ورکړ، چې د رواني ناروغانو شمېر او دغه روغتون ته یې مراجعه زیاته شوې ده.
د روغتون یوه ډاکټر ویلي وو، چې تېره میاشت تر یو نیم سلو پورې رواني ناروغانو ورته مراجعه کړې وه.
سرچینې د پخوانیو مراجعینو شمېر نه و ښودلی، خو ویلي وو چې اقتصادي ستونزې د رواني ناروغانو د شمېر زیاتیدو اصلي لامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څه موده مخکې ژوند او راتلونکي ته تر بل هر وخت د افغانانو د هیله مندۍ د زیاتیدو ادعا کړې وه.