۸صبح، کونړ: کونړ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په پېچدره ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان د ناپېژانده کسانو له خوا په چاړې او تبر وژل شوی دی.
سرچینې چهارشنبه د وږي پر ۲۳ وايي، چې دغه تنکی ځوان تېره ورځ د کونړ ولایت د پېچدرې ولسوالۍ اړوند کولک کلي کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د هغه د کورنۍ غړو ویلي، چې نوموړی په بې رحمۍ سره وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې دې ته ورته پېښې زیاتې شوې دي.
د ویلو ده، چې سه شنبه غرمه مهال د وږي پر ۲۲ یوه ښځه له خپلو څلورو ماشومانو سره د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ اړوند ګودلو سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.