طالبانو ته د عبدالحمید پرله‌پسې مشورې: ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړئ

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو له لګولو وروسته د ایران د زاهدان د جمعې امام یو ځل بیا په افغانستان کې له زده‌کړو د ښځو د ممنوعیت په اړه خبرې کړې دي.

ایران کې د سني مذهب مشهور دیني عالم مولوي عبدالحمید جمعه د سلواغې پر ۲۸ د جمعې لمانځه په خطبه کې له طالبانو غوښتي، چې ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

هغه د دې په بیانولو، چې باید د ښځو د زده‌کړو پروړاندې خنډ نه وي زیاته کړې: «ان یوه ورځ هم د ښځو د زده‌کړو مخه مه نیسئ.»

مولوي عبدالحمید همداراز له طالبانو غوښتي، چې له بېلابېلو قومونو او مذهبونو کار واخلي او په نظام کې وړ کسان شریک کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر هېواد له واکمنۍ وروسته لومړی پر نجونو زده‌کړې او وروسته د ښځو لوړې زده‌کړې منع کړې.

ورته لیکنې

Back to top button